قلم او بغاوت

ډاکتر نورالحبیب نثار د لیندۍ په دریم ماښام د استاد شپون په ویاړ د یوې غونډې او مېلمستیا بندوبست وکړ چې شاوخوا شل کسه لیکوالو، شاعرانو او د ادب دوستانو پکې برخه واخیسته. دې غونډې تر ډېره حده د استاد شپون په باره کې او د ادبیاتو په باره کې د پوښتنو او ځوابونو بڼه لرله. حبیب توتاخېل پوښتنه وکړه چې خوشحال خټک او غني خان د بغاوت شاعري وکړه خو نورو دا کار نه دی کړی، دا ولې؟

زما ځواب ورته دا و چې که له بغاوته دې منظور د ټولنې له واقعیتونو سره ټکر وي نو هر واقعي شاعر او لیکوال د ټولنې له حالاتو او اقدارو سره په کشمکش کې وي خو څرنګه چې د دغه بغاوت د بیان طرز فرق کوي نو موږ ممکن ګومان وکړو چې پلانی شاعر یا لیکوال له ټولنې سره په څرګند کشمکش کې دی او پلانی نه دی.

ماخوستن ناوخته چې کور ته راغلم، د توتاخېل صاحب پوښتنه یو ځل بیا رایاده شوه او یو څه ډېر فکر مې ورباندې وکړ. زما په ګومان که لیکوال یا شاعر له ټولنې او حالاتو سره جنجال ونه لري، څه ویلو ته به ځان مجبور ونه ګڼي.

رحمان بابا فرمایي:

دا دستور دی چې له درده زګېروی خېژي
ګنې څه وو د رحمان له شاعریه

کېدای شي څوک ووایي چې شاید شخصي دردونه شاعر یا لیکوال لیکلو ته اړباسي خو څو پورې چې شخصي دردونه اجتماعي اړخ ونه مومي، په هنر نه بدلېږي.

له ټولنې او حالاتو سره کشمکش په دریو بڼو راڅرګندېږي: یو یې څرګنده بڼه ده چې د خوشحال هنر یې مشهور مثال دی.

خوشحال فرمایي:

توکلت علی الله وینا یوه ده
د خوشحال له زمانې سره ساز نشته

یو بل ډول نارضایتي دا ده چې بنیادم غواړي له ټولنې ځان څنډې ته کړي او په خلوت کې واوسي.

رحمان بابا فرمایي:

په ساحل کشتۍ د هیچا نه ډوبېږي
که څوک نه کا په دریا باندې غرض

رحمان هسې ګوښی خوند له خلقه بیا موند
چې هر ګز نه دی دا خوند موندلی خلق

د اشرف مفتون او رحمان بابا په نظریاتو کې به د ځمکې او اسمان فرق وي، مګر دواړو ته ټولنه د امن ځای نه ښکارېده او د یوه مردار ډنډ په سترګه یې ورته کتلي دي چې پکار ده پیڅې ورنه راټولې شي.

اشرف مفتون وایي:

د ښکلي ذوق، ښکلي فطرت، ښکلي احساس انسان ته
جاهل ماحول کې له دردونو سیوا هیڅ نشته دی

په ټولنه کې وګړي په څه پسې ګرځي؟ په ثروت پسې، شهرت پسې، قدرت پسې او هوس پسې. د اشرف مفتون دا خبره که بغاوت ونه بولو، څه به یې بولو؟

ماته ډېر ناپوهه نادیده ذهني مریض ښکاري
څوک چې په هوس، طاقت، دولت ، شهرت مغرور وي

له ټولنې سره یو بل ډول کشمکش دا دی چې شاعر او لیکوال د ټولنې د ارزښتونو مخالف نه وي خو په ټولنې باندې تور لګوي چې خپل اقدار یې سم نه دي پېژندلي. زموږ د شلمې پېړۍ لیکوال استاد قیام الدین خادم د پښتونولۍ په ارزښتونو کې شک نه کوي مګر له ټولنې سره یې لوی جنجال دا دی چې په دغو ارزښتونو باندې سمه نه ده پوه شوې.

یو لیکوال ممکن د ټولنې د ځینو ارزښتونو په مقابل کې د ښکاره مخالفت بېرغ پورته کړي، د ځینو نورو په برخه کې غلی پاتې شي او د یو شمېر ارزښتونو په باره کې ووایی چې ټولنه یې باید په اصلي بڼه وپیژني. هغه څوک چې په ټولنه کې روان ژوند سم او عادي ورښکاري، د لیکوال یا شاعر په حیث د ویلو خبره نه لري. واقعي لیکوال او شاعر ته د خپلې نارضایتۍ پیغامونه ډېر مهم ښکاري او له بلې خوا په ټولنه کې د خپلو پیغامونو د عملي کولو لپاره ځا ن بېوسه او لاسوپښې تړلی احساسوي، نو ځکه قلم رااخلي او د رحمان بابا غوندې یې په دې امېد رااخلي چې : کشور د افغانانو معطر شي.

لیکوال: اسد الله غضنفر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب