قرآن اړوند

قرآن مونږ ته څه پيغام لري؟

ټوله لويي يواځې الله او دهغه كلام ته ځانګړې ده. قرآن كريم د الله تر ټولو لويه پيرزوينه ده چې په خپلو بندګانو يې كړې ده. مونږ مسلمانان ډير نيكمرغه يو چې الله دغه لوى نعمت مونـږ ته راسپارلى دى .ددغه پيرزوېنې په وړاندې بله هيڅ يوه پيرزوينه ارزښت نه لري. الله ( ج) پخپله ددغه نعمت په اړه داسې فرمايي: اې خلكو ! تاسې ته ستاسې د رب له خوا څخه پند او نصيحت راغلى دى – دا د هغه ټولو ناروغيو دوا ده چې ستاسې په زړونو او سينو كې پيدا كيږي. څوك چې دغه كتاب ومني، هغوى ته لار ښايې او د رحمت دروازې ورته پرانيزي . په قران كريم كې راځي چې:
قل بفضل الله و برحمته فبذلك فليفرحوا هو خير مما يجمعون ( يونس ۵۸:۱۰ )

ژباړه : دا (پيرزوينه) يواځې د الله په فضل او رحمت سره ترلاسه شوه – نو په دغه دې دا خلك د خوښۍ لمانځنه وكړي داله هغه ټولو شيانو نه غوره ده چې خلك يې راټولوي.

له قرآن څخه پرته بل داسې كوم لوى نعمت او پيرزوينه نه شته چې د ډيرې خوښۍ، لوى جشن اوسترې لمانځنې وړ وي. دغه لامل دى چې الله (ج) زمونږ د خوښۍ ترټولو سترې ورځې له دغه قرآن سره وتړلې. د رمضان مبارك ټوله مياشت د قرآن دې پيرزونې ته منسوبه شوې ده . روژې نيول كيږي او د شپې قيامونه او ودريدل وي.

جومات جومات د قرآن په تلاوت ښايسته كيږي او ايمان تازه كونكې غونډې او محفلونه جوړيږي او كله چې د رمضان ټوله مياشت پاى ته ورسيږي نو د الله ( ج) ددغه فرمان سره سم چې( فبذالك فليفرحا) كه د جشن لمانځل او خوښي كول وي،نو بس همدغه يوه پيرزوينه ددې وړده چې خوښي پرې ولمانځل شي. يواځې همدا پيرزوينه ده چې مننه او شكر ادا كول پرې لازميږي : و لتكملو العدة ولتكبروالله علىٰ ما هدٰكم ولعلكم تشكرون ( ترڅو تاسې دروژو شمير پوره كړئ او الله په لويې ياد كړئ اودهغه شكر پرځاى كړئ )

له دې امله كله چې د رمضان مياشت ختميږي نو د الله اكبر الله اكبر لااله الاالله والله اكبر الله اكبر ولله الحمد ايمان جوړونكې نغمه د مسلمانانو په ژبه جاري وي . دا تكبير د كومې خبرې تكبير دى؟ دا دالله د لويئ ناره ولې پورته شوې ده ؟ دا د شكر او ستاينې ترانه د څه په خاطر غږول كيږي؟ …….. دا د قرآن لپاره غږول كيږي .

پوښتنه دا راولاړيږي چې دويم اختر( لوى اختر) د څه لپاره لمانځل كيږي . دويم اختر هم په اصل كې د قرآن كريم لپاره دى .د رمضان په اړه چې كله فكر كوو نو روژې مو مخې ته راځي خو حقيقت دادى چې د رمضان ټوله لويې او عظمت د قرآن له امله ده .اختر هم ددې لپاره دى چې د قرآن د نزول جشن ولمانځل شي .دغه د قرآن د نزول كليزه ده چې ټوله اسلامي نړئ يې لمانځي . ددويم اختر په اړه د صحيح بخاري روايت دى چې :[ يو يهودي حضرت عمر( رض) ته وويل چې: ستاسې په كتاب كې يو آيت داسې دى كه چيرې پرمونږ نازل شوى واى نو مونږ به دغه ورځ خپل اختر ګرځولې وه – پوښتنه يې ترې وكړه چې هغه آيت كوم يو دى ؟ ځواب يې وركړ چې : اليوم اكملت لكم دينكم و اتممت عليكم نعمتي و رضيت لكم الاسلام ديناً ( المايده ۳:۵ ) نن ورځ ما تاسې ته ستاسې دين بشپړ كړ او پرتاسې مې خپل لورينه پوره كړه او اسلام مي تاسې ته د دين (د ژوند نظام) په توګه غوره كړ.

حضرت عمر( رض) فرمايې چې ماته ياد دي چې دغه آيت څه وخت او چيرته نازل شوى دى او دغه مهال نبي كريم صلى الله عليه وسلم چيرته وو ؟ داد عرفې ورځ وه، د عرفات ميدان وو، د حج ورځ وه او د قربانۍ له اختره يو ورځ وړاندې الله (ج) دغه آيت نازل كړ .

كه ځيرشو نو ګورو چې لومړى اختر د قرآن كريم د نزول د پيل كليزه او دويم اختر د الله ددغه لويې پيرزوينې په بشپړيدو د خوښي لمانځنه ده .

ټولنې او ولسونه خپلې هغه پيښې د خپلو ملي ورځو په توګه لمانځي چې ددوى ټولنيز ژوند او ددوى ټول تشخص او پيژندنه ورپورې تړلې وي. عيسويان فكر كوې چې ددوى د ملت وجود د حضرت عيسىٰ (ع) سره تړلى دى دوى د خپلې ګروهې سره سم دهغه د زيږيدنې ورځ د دوى په اند هغه په صليب د ختنې ورځ او د هغه د بيا ژوندي كيدنې ورځ د اختر په ډول لمانځي، يهود فكر كوي چې د فرعون نه د خلاصون او په سيند كې دهغه د ډوبيدو ورځ ددوى لپاره د اختر ورځ ده – د مسلمانانو په وړاندې كه چيرې داسې ځوك وي چې دهغه ژوند د اختراو لمانځنې وړ وي نو بيا له هغه چا څخه غوره بل څوك كيدلاى شي چې د الله وروستى پيغمبر، د نړيوالو لپاره رحمت او پرالله او دهغه پر بندګانو ګران شخصيت دى .لكن الله دخپل كتاب د نزول ورځ، د خوښۍ، اختر او لمانځنې ورځ وګرځوله.

ځنې ولسونه او قومونه اختر هغه وخت لمانځي كله چې د ژمي اوږدې تيارې شپې ختمې شي او د پسرلي ښكلې او ښايسته ورځې راشي، غوټۍ وغوړيږي او شينكى راووځي, چيرته نوروز او چيرته بسنت لمانځل كيږي. ليكن الله مسلمانانو ته هغه شيبې د اختر او لمانځنې لپاره ځانګړې كړې كله چې دناپوهۍ، جهالت او دروغجنو خدآيانو د غلامۍ تيارې ختمې شوې او د الله د يووالي او توحيدد رڼا وړانګې پر انسانانو وځليدې. ددغه غلاميوزنځيرونه چې كله وشليدل او ديوالله د بندګۍ شعور راويښ شو نو بيا انسان د عدل، برابري، امن او خپلواكۍ دنوي پسرلي په نړۍ كې پښه كيښوده.

دا حقيقت ددې خبرې په ډاګه كولو لپاره بيخي بس دى،چې د دغه امت د روزونكې اوخالق په وړاندې ددې امت ټول ژوند په كوم شي پورې تړلى دى، هغه د الله كتاب دى. ددې امت پيژندنه، شتون، ژوند، لوړتيا او ځوړتيا، لوړې او ژورې، غم او ښادي ټول په دغه كتاب پورې تړلي دي. دا شاعري نه ده بلكې د مسلمانانو ۱۴ سوه كلن تاريخ په دې ګواه دى چې همدغه حقيقت ددوى د ژوند تر ټولو ستر حقيقت دى.

چې كله هم مسلمانانو د دغه كتاب سره اړيكې ټينګې كړې دي، نو دوى په نړۍ كې سرلوړي، عزتمند، درانه او خوښ وو او كله چې دوى له دغه كتاب سره خپلې اړيكې شلولې نوبيا دوى په نړۍ كې ترټولو ذليل، وروسته پاتې، بې وزله او غريب خلك شول. لومړى پير راخلئ او كه ورپسې راتلونكې دورې د كتنې لاندې نيسئ, په هرحال كې تاريخ ځان همداسې تكراروي.

د الله مشيت ته دا خبره هيڅ په زړه پورې نه ده چې د نړۍ واك د عربو سره دى كه د تركانو سره، د چارو واګې د عباسيانو په لاس كې دي كه عثمانيان د واك په ګدۍ ناست دي، سلجوق په تخت ناست دى كه مغل حكومت كوي، د الله په سنتو كې دا خبرې هيڅ ارزښت نه لري . له دې امله كله چې قرآن نازل شو نو دواك او قدرت تلل راتلل همغسې جاري وو. كه الله د قرآن په سيوري كې كوم امت راليږه نو هغه يواځې ددې لپاره چې دخپل خالق اومالك د پيغام او لارښونې رسونكى وګرځي، ددې امانت ساتونكى او بار پورته كونكى شي پخپله پرې عمل وكړي او د نړۍ په وړاندې د ګواه په توګه ودريږي ددې امت په ژوند كې هغه ورځ مركزي حيثيت لري چې د حرا په غار كې الله خپل نبي صلى الله عليه وسلم ته ددغه كتاب لومړى پيغام وروسپاره.

له هغه وروسته بيا وخت په وخت دا پيغام رانازليده- هغه پيغام چې يواځې د يو كس په خوله جاري وواو هغې ته لبيك ويونكې د ګوتو په شمير يو څو كسان وو چې غلامان، كمزوري، بي وزله او غريبان وو، هغه چې د عربو سرداران يا په ليك لوست ډيرپوهـ خلك هم نه وو د چا سره چې نه شته وو او نه يې هم د سردارۍ خولۍ پرسر وې .

ددغه پيغام په لومړي غږ بس همدغه څو خلك راټول شوي وو. سره ددې چې څوك نه پوهيدل چې د حرا په غاركې اوريدل شوى دغه غږ به د څو كلونو په اوږدو كې دنړۍ په ګوټ ګوټ كې انګازې وكړي او په اخلاص او مينه ددغه پيغام منونكې به د نړۍ امامان او مخكښان شي.

د مكې ژوند د لومړيو ورځو خبره ده: خباب بن ارت چې يوبې كسه غلا م وو كله يې چې ايمان راوړ نو بادار يې له دی امله چې دې مسلمان شوى دى د اورپه سكروټو تر هغې څملاوه چې د ملا او خيټې د وازدو دويلې كيدو له امله به يې سكروټې مړې شوې . هغه فرمايې چې په دغه حالت كی دنبی كريم صلى الله عليه وسلم په خدمت كی حاضرشوم اوورته مې وويل: ” يارسول الله صلى الله عليه وسلم ! ظلمونه اوتيري له بريده واوښتل مونږته دعاوكړه ” نبي كريم په داسې حال كې چې څادر يې غوړولی او د كعبې ديوال ته يې ډډه وهلې وه ددې خبرې په اوريدو داسې سورشو لكه په مخ مبارك يې چې انار زبيښل شوی وی .هغه صلى الله عليه وسلم پورته شو او وی فرمايل :” ای خبابه ! له تاسی نه وړاندی چې كومو خلكو ته دا امانت سپارل شوی وو هغوى له هرډول كړاونو سره مخ شول تردی چې د اوسپنو په ګومنزوتری غوښې وشليدلې، اورته وغورځول شول، په ارو باندی دوه ټوكړې شول ليكن هغه خلك په خپل ايمان باندی ټينګ ودريدل .

په الله قسم ! زما كاربه ارومرو بشپړيږي تردې چې يوه ښځه به د عربو له يو سرڅخه بل ته روانه وي خو هغې ته څوك نيغ نشي كتلاى”
حاتم طايې د خپلې قبيلې مخور او سردار وو او په وركړه او سخا كی پيژندل شوی وو،د مذهب له مخی عيسوی وو دهغه زوی عدی بن حاتم وايی چی: “زما چې ترټولو زيات له كوم شی بد راتلل هغه محمد صلى الله عليه وسلم او دهغه دعوت وو، كله چې هغه زما په قبيله هم برلاسى شو نو زه وتښتيدم .بيا ما د ځان سره فكر وكړ چې زه بايد يو ځل تللې واى او د هغه صلى الله عليه وسلم خبره می اوريدلای واى كه چيری ښه خبره وي نو زما په ګټه ده،او كه چيری بده خبره وي نو تاوان می څه دی؟!.

له همدی امله زه د هغه صلى الله عليه وسلم په خدمت كی حاضر شوم . كله چې مدينی ته ننوتم نو خلكو چيغی كړې چې عدي بن حاتم راغی، عدي بن حاتم راغی ! خلك ډيرخوښ وو خو د دې خوښۍ سره سره حيران هم وو چې دا څرنګه بيرته راغى؟! فرمايې چې نبي كريم زما لاس ونيو او د ځان سره يې په ټغركينولم پخپله راسره كيناسته او راته يې وفرمايل :
” عدي اسلام راوړه، ماته معلومه ده چې ته اسلام ولې نه راوړې؟

ته داسې فكر كوې چې دغه د ګوتو په شميرخلك چې دهرلورنه د دښمن د يرغل سره مخ دي او له هر لوري دجګړې د ګواښ سره مخامخ دي، دغه لږ شميرخلك چې په مدينه كې بند شوي دي دا به د نړيوالو په مقابله كې څه وكړاى شي . ليكن عدي ! زه تاته دا وايم چې د صنعا(چې دعربو په يو سركې واقع دى) څخه به يو ه ښځه ترمكې پورې په بشپړ امنيت كې سفركوي، د كسرى او قيصر لويې لويې خزانې تاليدلي دي؟ دا به زما د امت وي او زه تاته دا وايم چې يو وخت به يو كس سره زر په لاس كې نيولي راوځي خوڅوك به بيا نه مومي چې هغه ترې واخلي.” عدي وايې چې ما دا دري واړه وړاندوينې په خپلو سترګو وليدلې.

كله چې د ګوتو په شمير مسلمانان په مكه كې وو او هغوى به وهل ټكول كيدل، په سروشګو به څملول كيدل، په تيږو به ويشتل كيدل نو هغه وخت د نبي كريم صلى الله عليه وسلم په ژبه دا خبره وه چې : خلكو لااله الا الله ووايې نو عرب او عجم به ستاسې په پښو كې وغورځيږي . د سفر پر مهال چې كله حضرت ابوبكر(رض) ورسره وو او سراقه هغوى ته ورسيده نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل ” سراقه يو ورځ به راشي چې د كسرىٰ بنګړي به ستا په لاس كې وي .”كه د تاريخ په عامو مادي پيمانو يې وتلو نو دا د ليونتوب خبرې وې چې په مكه كې د ګوتو په شمير يو څو كسان د دې دعوى وكړي چې د قيصر او كسرا حكومتونه به ددوى شي . دا كټ مټ داسې ده لكه اوس مهال چې يو څوك دلته ناست وي او دا دعوى وكړي چې هغه ورځ ډيره زر راتلونكې ده چې امريكا، روسيه او انګلستان ټول به زمونږ د پښو لاندې وي.كه څوك تر ې دا خبرې واوري نو وبه وايې چې دا ليوني دي چې داسې ګډې وډې وايې ليكن مسلمانان په دې باوري وو چې نبي كريم ( ص) غلطې خبرې نه كوي او قرآن كريم چې د څه شي وعده او ژمنه كوي هغه به ارومرو پوره كيږي. دې پيغام هغه خلك په دې ډاډمن او باوري كړي وو چې دغه شيبې په هر حال راتلونكې دي.

د قرآن كريم سره د تړاو په پايله كې چې كومه روحاني پرمختيا او اخلاقي لوړتيا اسلامي امت ته په برخه شوه او ددوى په ژوند كې چې د سيرت او كردار كوم پوخوالى رامنځ ته شوى وو د قيصر او كسرىٰ څه چې دټولې نړۍ سره د هغه څخه بله قيمتي پانګه نه وه. او په پاى كې يې د قيصر او كسرى واكمني هم ترلاسه كړې. دا ټول د دغه قرآن سره د تړاو فيض او بركت وو چې د دنيا له بل هر نعمت نه غوره دي.

لږ فكر وكړئ كه يو انسان ډير مال راټول كړي، ډيركورونه جوړكړي، كارخانې جوړې كړي اوكه هغه د زرګونو جريبه ځمكې درلودنكى وي، خوبيا هم دا شيان نه هغه ته سكون او ډاډ وركولائ شي او نه په اخرت كې د كاميابۍ ضمانت. بلې ! كوم شى چې ترټولو غوره وي او ددې شيانو ضمانت كولائ شي هغه قرآن دى. د قرآن كريم په وجه چې كوم نعمتونه د انسان په برخه كيږي هغه كله هم نه ختميږي.د هغوى هيڅ زوال نشته، هيڅ فنا نه لري او څوك يې ترې اخستلاى نه شي.

د نړۍ په لروبركې كارخانې، ددولت زيرمې، ښكلي كورونه او محلونه، شنه باغونه، اوږده او پلن پټي ددې ټولو اړيكې خو د انسان سره يواځې ترهغې دي چې ترڅوپكې ساه ښكته پورته كيږي او په كومه ورځ چې د ساه تلل راتلل بند شي نو دا ټول له لاسه اوځي،پوښتنه داده چې كوم شى پاتى كيدونكى دى . كه يوڅوك د سلو ميليونوروپو بانكې حساب ولري ليكن ساه له لاسه وركړي نو څرګنده خبره ده چې په يو چيك باندې لاسليك هم نه شي كولاى، كه په كوركې يې سل ښكلې كوټې هم وي نو په بسترباندې بيا نه شي څملاستلاى . كه په المارۍ كې يې پنځوس جوړه جامې هم راځوړندې وي خو دهغه برخه همغه دوه سپين څادرونه دي. څوك چې مال دولت را ټولوي هغه داخبره له پامه غورځوي چې د ا هرڅه فاني، د لږ وخت لپاره او ختميدونكې دي خو ددې په مقابل كې چې قرآن مجيد كومه لار پرانيزي هغه د ابدي نعمتونو لارده چې هيڅكله نه ختميږي. په كومه كې چې د انسان لپاره مرګ نشته، دهغه ميوې، ونې او سيوري تل تر تله دي .د هغه نعمتونه تلپاتې دي. څوك چې دغه جنتونو ته ننوزي هغه به هميشه په دغه جنت كې وي ( هم فيها خالدون).

قرآن كريم د لومړي دور انسانان په داسې ډول بدل كړي وو چې تاسې يې تصورهم نه شئ كولاى .خوكه چيرې د هغوى په اړه دا فكر كوئ چې څه ډول يې بدل كړل نو دځان په اړه بايد وپوښتئ چې مونږ ولې نه بدليږو؟

د رمضان المبارك مياشت پيل شي او پاي ته ورسيږي، خو څه ډول انسانان چې مونږ ددې مياشتي په سركې وو په ديرشمه روژه بيا هم همغه ډول انسانان ياستو. ټول مياشت ودريږو، قرآن واورو خو د قرآن له اوريدو وروسته همغه ډول انسانان ياستو چې د قرآن له اوريدو وړاندې وو. ليكن د خپلو پخوانيو اوريدونكو د اوريدو د څرنګوالي په اړه قرآن داسې فرمايي: الذين اذا ذكرالله وجلت قلوبهم و اذاتليت عليهم ايته زادتهم ايمانا ً ( الانفال)

ژباړه: دا (مومنان) هغه خلك دي چې كله الله يادشي نو زړونه يې لړزيږي او كله چې پرې د الله ايتونه لوستل كيږي نو ايمان يې زياتيږي

ترىٰ اعينهم تفيض من الدمع مما عرفو من الحق ( المايده ۸۳:۵)
ژباړه: ته به ددوى سترګې ګورې چې اوښكې ترې بهيږي له دې امله چې حق يې پيژندلى دى.

الله نزل احسن الحديث كتابا متشابها مثاني تقشعر منه جلودالذين يخشون ربهم ثم تلين جلودهم وقلوبهم الىٰ ذكرالله
ژباړه: الله بهترين كلام راليږلى دى، داسې يو كتاب چې ټولې برخې يې ورته رنګ لري او هغه چې بيا بيا يې مضامين تكراريږي، ددې په اوريدلو سره دهغه خلكو غونې زيګيږي چې له الله څخه ويريږي او بيا د هغوى پوستكې او زړونه د الله دذكراو ياد لورته نرميږي.

ګويا چې غوني زيګ شي، پوستكى شخ شي، زړونه نرم شي . دا اغيز د هغه چا په ځان باندې غورځيږي چې په غوراوفكرسره، د ځان تړلو او پيوست كولو سره قرآن لولي. قرآن نن هم زمونږ په ټولنو كې لوستل كيږي، مونږ هم ددغه قرآن پاڼې اړوو رااړو، ژر ژر د ختم القران غونډې او محفلونه هم جوړيږي مګر آيا د چا زړه ورسره نرم شوى دى؟ آيا د چا په سترګو كې لوندوالى پيدا شوى دى؟

په اوريدو يې د چا غونې زيګ شوى دى؟ آيا چاته دا احساس شوى دى چې لوستل كيدونكى كلام د رب السمٰوات والارض كلام دى؟ نه، مونږ خو دا غواړو چې زرترزره دې دا پاره، دا منزل او قرآن ختم شي. كه تراويح دوه دقيقې اوږدې شي نو مونږ امام ته وايو چې لږ يې لنډې كړه، لږ زركوه … كه چيرې يو صدراعظم، وزير، والي يا كوم بل د لوى منصب خاوند كوم كس خپلې خوا ته وبلي آيا هغه به دومره په مات زړه ورځي؟ دومره زربه د هغه له څنګ نه د تيښتې فكركوي؟

نه! بلكې هغې ته به يو دوه ساعته مخكې ورځو، جامې به برابروو، كله به واسكټ ته ګورو، كله به كورتۍ ته ګورو، كله به په نيكټايې باندې ګوتې وهو چې سمه تړل شوې ده كنه! له اوله به ځان رسوو او انتظاربه كوو، د هغه د شخصي سكرتر نه بيا بيا پوښتو هغه څه وخت راځي او څه وخت دننه ننوځي؟ … دا خو د هغه چا سره د كتنې حال دى چې انسان ته هيځ نه شي وركولاى .دهغه چا چې په لاس كې يې د نفع او نقصان د رسولو ذره هومره واك هم نشته . ليكن هغه چې د كايناتو ټوله واكمني يې په لاس كې ده ټول قوت او ټول ځواك دهغه دى دهغه څخه زمونږ بي پرواهي په دې كچه ده، دهغه د كلام نه زمونږ د مخ اړونې دا حال دى چې نه يې اوريدلاى شو او نه يې هم لوستلاى .مونږ نه په دې پوهيدل غواړو او نه په كې غوركول.

ددې د لومړنيو اوريدونكو كوم حالت چې قرآن بيان كړى زمونږ او ستاسې په مخ كې دى .د قرآن كومه برخه به چې نازله شوه او دهغوى په ناستو او مجلسونوكې به ولوستل شوه نو هغوى به پوه شو چې دا زمونږ د عمل لپاره راغلې ده. د ا يواځې د اوريدلو او په ښه غږ د ويلو لپاره نه ده راغلې له دې امله به هغوى ددې په رنګ كې ځان رنګاوه، هغوى ددغه قرآن ګرځنده انځورونه او تصويرونه شول او دهغوى ژوند ددغه قرآن عملي تفسير. ځني صحابه كرامو به ويل چې: مونږ سورت بقره په لسو كالو كې زده كړه خو اوس خلك غواړي چې د شبينې په نوم د يوې شپې مجلس كې قرآن ختم كړي. ځني صحابه كرامو به ويل چې مونږ اته ايتونه زده كول په هغه به مو ځان پوهاوه، په هغې به مو عمل پيل كړ، هغه به مو محفوظ كړل او بيا به مو نور اته ايتونه زده كول او په دې ترتيب مونږ ټوله سورت بقره زده كړه . په دغه ډول كله چې هغوى قرآن زده كړ او د محمد صلى الله عليه وسلم په مجلس كې كيناستل نو د هغوى شخصيتونه بدل شول او بيا نړيوالو وليدل چې الله دغه شخصيتونه په كومو كومو نعمتونو ونازول. په اخرت كې چې الله د دوى سره كومې ژمنې كړي اوس دهغوى ياد يوې خوا ته كړئ د دنيا په اړه خو هم هغه داسې فرمايلي دي: ولوان اهل القرىٰ امنو واتقوا لفتحنا عليهم بركٰت من السماء ولارض ( الاعراف ۹۶) [كه چيرې كليوالو ايمان راوړى وى او تقوا يې خپله كړى وى نو مونږ به پرې د اسمان او ځمكې نه د بركتونو دروازې پرانستى واى.]

ګويا د افلاس، بي وزلۍ، غربت او وروسته پاتي والي د علاج نسخه خو همدغه قرآن دى.
قرآن كريم د الله (ج) تر ټوله ستره او يوه بي سياله ډالۍ ده چې انسانانو ته يې وركړې ده.

دقرآن كريم لومړى حق دادې چې مونږ يې پخپله زده كړو او عمل پرې وكړو. پرمونږ باندې ددې دوهم حق دادى چې خلكو ته دا قرآن وړاندې او بيان كړو. كله چې رڼا راځي نو ددې لپاره نه وي چې سړى دې پرې پرده او كمبله واچوي رڼا ددې لپاره وي چې خپل چاپيريال پرې رڼا كړي. د الله دغه كتاب هم ددې لپاره راغلى دى چې انسانانو ته سمه لاره وښايي. دا ددې لپاره نه دى راغلى چې په تاخچه يا د كوټې په المارۍكې كيښودل شي او ياهم كـــــله كـــــــله!! دې دهغه تلاوت وشي.

ددې لارښونې يادونه خو الله په هغه ځاى كې كړې چيرته چې د رمضان خبره ياده شوې او روژې فرض شوي دي. شهر رمضان الذي انزل فيه القرآن هدى للناس وبينٰت من الهدا والفرقان (البقره ۱۸۵) [ رمضان هغه مياشت ده چې قرآن په كې نازل شوى دى هغه چې د انسانانو لپاره لارښونه او د لارښونې ښكاره نښې او دلايل دي او دغه راز د حق او باطل بيلونكى دى] ګويا الله (ج) فرمايې چې دا خو ما ستاسې په لاسونو كې د خلكو لپاره چراغ دركړى دى .دا يواځې ستاسې لپاره نه دى، دا امت ددې لپاره نه دى رامنځ ته شوى چې يواځې د خپل ځان لپاره ژوند وكړي، دا امت د قرآن د نزول سره سم د ټولې نړۍ لپاره راولاړ شوى دى او هغه له دې امله چې له دوى سره داسې لارښونه او هدايت دى چې هغه د ټولو انسانانو لپاره د لارښونې رڼا ده .

ان الذين يكتمون ما انزلنا من البينٰت والهدى من بعد ما بينٰه للناس في الكتاب اولئك يلعنهم الله ويلعنهم اللعنون-
[ هغه خلك چې زمونږ له خوا راليږل شوي روښانه لارښونې له هغې وروسته پټوي چې مونږ خلكو ته په كتاب كې څرګندې كړې دي . پردوى الله (ج) لعنت وايې او هغه خلك پرې هم لعنت وايې چې پخپله لعنتيان دي]

دا د هدايت كتاب د ټول انسانيت لپاره راغلى دى اوڅوك چې دا پټوي الله پرهغوى خپل لعنت راليږي او ټول انسانان هم پرهغه لعنت وايي. الله له دې امله پرې لعنت وايې چې ما دومره لوى نعمت دوى ته سپارلى وو ليكن دوى دهغه نه بې خبره ويده پراته وو. (لعنتي) انسانان پرې ځكه لعنت وايې چې مونږ د ګمراهۍ په تيارو كې يو خوا بل خوا ګرځيدو راګرځيدو، په بيشميره ناروغيو اخته وو، ددغې خلكو سره هغه نسخه وه چې زمونږ علاج پرې كيده، هغه رڼا ورسره وه چې زمونږ د ژوندانه لارې پرې روښانه كيدلې ليكن دغه عجيبه خلكو هغه نسخه هم په خپل جيب كې ايښودې ناست وو او په چراغ باندې يې هم كمپله اچولې وه . دغه خلك چې پری لعنت ونه ليږي نو څه وكړي.

الا الذين تابوا و اصلحوا و بينوا فاولئك اتوب عليهم وانا التواب الرحيم _ ان الذين كفروا وماتوا وهم كفار اولئك عليهم لعنةالله والملائكة والناس اجمعين_ ( البقره ۱۶۰-۱۶۱)

[ مګر هغه چا چې توبه وويسته، سم شول او ( دهغه څه چې پټول يي) څرګندونه وكړي نوزه به يې وبخښم او زه بخښونكى مهربان يم _ هغه چا چې كفر خپل كړ او بيا په دغه حالت كې مړ ه شول پردوى د الله، ملائكو او ټولو انسانانو لعنت دى]

د الله (ج) د بيان انداز ته وګورئ، دهغه زورته ځير شئ، او بيا په هغه كې د غصې او حفګان كتنه وكړئ: پرهغوى د الله لعنت چا چې كتاب وركړى وو، د پرښتو لعنت چاچې ورته رسولى وو او دخلكو لعنت چاته چې راغلې وو.
قرآن كه له يوه پلوه نعمت اولورېنه ده نو له بله پلوه امانت هم دى . دغه نعمت او امانت الله مونږ ته راسپارلى دى . مونږ بايد دا وګورو چې مونږ څومره ددغه نعمت او امانت حق ادا كړى دى.

دغه كتاب زمونږ نه د وړاندې خلكو ژوندبدل كړ . لږ فكر وكړئ چې څه ډول يې بدل كړل؟ پوښتنه داده چې نن ورځ مونږ ددغه كتاب سره څه ډول كړنه وكړو؟ كله چې دا كتاب نازليده نو ددغه كتاب داوريدونكو په دې كې په بيان شوو خبرو پوره باور وو. هغوى دا يواځې په ژبه باندې ويل كيدونكې الفاظ نه ګڼل بلكه هغوى د خپل شعور په لوړه كچه په دې خبرې ايمان درلود چې ددغه كتاب يو يو لفظ د الله له لورې دى. لكه څرنګه چې نن سبا چيرې په ورځپاڼه كې يو داسې خبر راشي چې په ورځني ژوند يې ډير اغيز وي نو هرڅوك ددغه خبر په اړه پوښتي. كه كوم نوې قانون راشي نو تاسې به ددې لپاره ډير بې قرار ياست چې په دغه قانون كې د حكومت له لوري څه ويل شوي دي؟ ليكن زما عزيزانو ! دغه خلكو خو بس يو حكومت او واكمني پيژندلې وه: له ملك السمٰوات والارض د ځمكې او اسمان واكمني يواځې د خالق او مالك ده نه د بل چا. د هغه له لوري به چې څه اعلان راته نو دهغوى سرپه سترګو قبول وو، كه چيرې دابه وويل شو چې [كه د الله په لاركې كه يوه دانه وركړئ نو هغه اوسوه ځله زياتيږي او له هغې څخه هم مونږ زيات وركوو]

د الله په لار كې د هرڅومره وركړې سره سره دهغوى جيبونه نه بنديدل . خلكو به په زرونو زرونو پانګې راوړلې او اچولې به يي، خپل قيمتي قيمتي باغونه به يې د الله په لار كې وركول . مزدوريانې به يې كولې، پيسې به يې راوړلې او د نبي كريم صلى الله عليه وسلم په پښو كې به يې اچولې .

كله به چې هغوى ته ددې خبرې زيرى وركول كيده چې كه د الله په لاركې خپلې مرۍ غوڅې كړئ نو نيغ به جنت ته ننوځئ نو هغوى به د خپلو لاسونو څخه خرماوې غورځولې او ويل به يې چې اوس ددې خرماوو تر ختميدو پورې ولې انتظاروكړم. دبدر د غزا كيسه ده چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم ودريد او دا ايت يې تلاوت كړ: و سارعوالىٰ مغفرة من ربكم وجنة عرضها السمٰوات والارض ( العمران ۱۳۳) [د خپل رب له خوا د بخښنې او جنت لورته وزغلئ، هغه جنت چې پلنوالى يې د اسمانونو او ځمكې هومره دى] يو ځوان هلك هلته ولاړ وو او پوښتنه يې وكړه چې: قربان ! آيا زه هم جنت ته تللې شم؟ نبي كريم صلى الله عليه وسلم ځواب وركړ ولې نه؟

نن هم لارې خلاصې دي . نن ورځ زمونږ لپاره د جنت په زرګونه لارې خلاصې دي ليكن زمونږ پښه دې لورته بيخي نه پورته كيږي . هلته خو ايمان او يقين وو . دهغه صحابي په لاس كې خرما وې وې اوويې ويل : د خرماوو ترختميدو څوك انتظاركولائ شي. سبحان الله ! د خپل پالونكې په ژمنه يې دومره باور وو . د نبي كريم په ژمنه او د قران په بلنه هغه خرماوې وغورځولې، توره يې راوويسته، وجنګيده او شهيد شو.دا عمير بن حمام ( رض) وو. نن ورځ د څومره خلكو لاسونه او لمنې له خرماوو نه ډكې دي او ددې انتظار كوي چې دا كار وشي هغه كارسرته ورسيږي نو مونږ به نيكان شو. لږ څه داد ښځې بچو مسئله هواره شي نو بيا به د الله د دين كاركوو. څرنګه چې ښودل شوى پرون كله هم بيا نه راځي دغه راز د نيكۍ لاره پريښودونكي كله هم صراط مستقيم ته نه شي رسيدلائ . پنډۍ به له پنډۍ سره لګيږي او د قبر لمن به دغه سړى په ځان كې راونغاړي.

دغه خرماوې مونږ په لاس كې نيولې او انتظار كوو او كلونه كلونه انتظاركوو. د جنت لار زمونږ په وړاندې خلاصه ده خو مونږ په هغې نه ځو . ددې په مقابل كې قرآن دهغوى په زړونو كې دغه ډول ايمان اچولى وو، له دې امله كله به چې هاغه خلكو قرآن اوريده نو زړه به يې وويريده، په درزيدو به شو او له سترګو نه به يې اوښكې روانې شوې. دا شى د هغوى په ژوند كې د يو ژوندي حقيقت په توګه موجود وو. دهغوى لپاره قرآن كريم له پلار نيكه نه پاتې شوى كوم كتاب نه وو، دا كوم ميراٍث نه وو چې د پلار نه ورته پاتې شوى وي. هغوى خو دا پخپلو سترګونازليدونكى ليدلى وو هغوى ته ښه معلومه وه چې دا د الله له لوري راغلى دى، د اسمانونو او ځمكې د رب له لوري دى او د يو ژوندي حقيقت په توګه يې د هغه كتاب په يو يو لفظ باندې باوردرلود.

د الله رسول د هغوى اړيكې له خپل رب سره وتړلې او هغوى دهغه بندګان جوړ شول . د الله رسول به هغوى ته ويل چې : د ايمان راوړنې نښه داده چې د هرچااو هرڅه نه زياته مينه د الله سره ولرئ . والذين امنو اشدحبالله ( البقره ۱۶۵) [ هغه چا چې ايمان راوړى له هرچا نه زياته مينه د الله سره لري . ] د الله سره مينه كول يواځې د اولياو كاراو مقام نه دى. د الله سره مينه درلودل خو دهرمومن مقام او دهغه د ايمان نښه ده .ددغه صحابه كرامو خو دهرشي او هرچانه د الله سره زياته مينه وه . ددې مينې نه اخوا نه پلار وو، نه موروه، نه بچې وو نه پانګه وه او نه جايداد. هو! دا ټول شيان موجود وو، دهغوى سره يې اړيكې هم وې، له دنيا نه لرې چيرته په كونج كې نه وو ناست، دنيا يې نه وه پريښې چې چيرته لرې ځنګل ته تللي وو . په دنيا او دغه ټولنه كې د اوسيدو سره سره هغوى د هرڅه نه زياته مينه د الله سره وه.

د هغه (ج) سره د خبرو كولو لپاره به هغوى لمانځه ته په ډيره ليوالتيا سره راتلل. دالله په مينه كې به هغوى مال او دنيا قربانول .د سرښندنې وخت به چې راغى نو هغوى به خپل سرونه په لاس كې نيولي او رامنډې به يې وهلې. د شرابو د حراموالي حكم چې كله راغى نو كه چا د شرابوپر جام شونډې هم ايښې وې نو همغه وخت يې د شرابو جام نسكوركړ او چاټۍ به يې ماتې كړې .دا هرڅه د مينې پايله وه. مينه څه شي ته وايې ؟ د مينې څرنګوالى خوڅوك نه شي بيانولې خو هرچا به ارومرو د يو شي سره د مينې تجربه كتلې وي. كله چې مينه وي نو دهغې په مخكې بيا هيڅ شى نه شي ودريدلاى. كه له هرشي نه زياته مينه د الله سره وي نو دهغې په وړاندې به كومه مينه رامنځ ته شي؟ د الله نه زياته مينه د بل شي سره څرنګه كيدلائ شي.

د ابراهيم (ع) كيسه خو قرآن كريم بيان كړې ده . هغه د خپل ولس سره خبرې كولې، ستوري به راښكاره شو نو هغه به وويل دا رب دى . ليكن چې ستوري به ډوب شو نو وبه يې ويل چې: لا احب الافلين [ زه د ډوبيدونكو سره مينه نه كوم] بيا سپوږمۍ راوخته نو وې ويل : چې داخو د ستورو نه غټه ده دا زما رب دى .

لمر راووته نو ويې ويل داخو له ټولو غټ دى دا رب دى. لمر هم ډوب شو نو وې فرمايل : اني وجهت وجهي للذي فطر السمٰوات والارض حنيفا ً و ما انا من المشركين ( الانعام ۷۹) [ما خوبس خپل مخ دهغه ذات لور ته چې د اسمانونو او ځمكې پيداكونكى دى داسې وګرځاوه چې له نورو لوريو څخه مي اړيكې غوڅې دي او زه له مشركانو څخه نه يم] د (حنيفاً) معنا ده دهر لورڅخه غوڅ شوى يواځې يو لورته مخ اړونكى .
و ما انا من المشركين (معنا داچې زما مخ چې د كوم ذات لورته ګرځيدلى په هغه كې ورسره څوك شريك نشته.

په ژوند كې نه پوهيږو چې څومره ستوري، څومره سپوږمۍ او لمرونه دي چې مونږ خپلې سترګې د هغوى لور ته ورګرځولې دي . مونږ داسې فكر كوو چې كيداى شي دا هميشني وي (الذي جمع مالا وعدده – يحسب ان ماله اخلده) ( الهمزه ۲) مال جمع كوي، شميري يې او فكر كوي چې دا هميشنى دى . ليكن لمر به هم ډوب شي، سپوږمۍ به هم وركه شي او ستوري به هم تت شي . ددغه ډوبيدونكو شيانو سره مينه څه په كارده ! مينه خوبس دهغه چا سره په كارده چې تل ترتله باقي دى. (كل شى ٍ هالك الا وجهه) ( القصص ۸۸) هر شى هلاكيدونكى له منځه تلونكى دى مګر پرته له هغه ذات څخه] كل من عليها فان – ويبقىٰ وجهه ربك ذوالجلال والاكرام ( رحمٰن ۲۶-۲۷) هرڅه به له منځه لاړشي يواځې ستا د رب مخ (ذات) د جلال لوئي او عزت والا به باقي پاتي كيږي .نو بيا ولې يو كس له داسې شي سره مينه وكړي چې له منځه ځي، مينه خو دداسې ذات سره په كارده چې له منځه نه ځي.

دغه لامل وو چې صحابه كرام د جنت داسې غوښتونكې وو لكه ددوى په وړاندې چې موجود وي .د هغوى لپاره جنت او دوزخ د كوم مولوي وعظ نه وو . هغوى خو به شپه ورځ جنت په خپلو ناستو ولاړو كې داسې اوريده او ليده لكه جنت چې ددوى د سترګوپه وړاندې وي. دهغوى په دې باور وو او په دې پوهيدل چې كه دغه كړنه وكړو نو جنت ته ځو او كه هغه كړنه وكړو نو دوزخ مو ځاي كيږي.. كه حرام مال وخورو نو ظاهراًِ خو ډير خوندور وي خو اصلاً دا سكروټې دي چې مونږ يې خپلو خيټو ته اچوو . د ژمنې ماتولوكې كيدلاى شي ظاهراً څه ګټه وي خو دا اور دى چې مونږ يې په خپلو ژبو ږدو.

دغه راز كه د الله د بندګانو خدمت وكړو او د الله آوامر ومنو نو دا په اصل كې د جنت باغونه او د هغې ماڼۍ دي چې مونږ ته راپه برخه كيږي .د قرآن كريم زياته برخه خو د جنت او دوزخ پر حالاتو ډكه ده .ځاى په ځاى د جنت انځور داسې وړاندې كيږي چې ماڼۍ دي، باغونه دي، بڼونه دي، ډول ډول خوراكونه دي، د مرغانو غوښې دي، فواكه يا ميوې دي، ملګرې دي، ناستې پاستې دي، خبرې اترې دي….. دا ټول دهغوى لپاره حقيقت وو او هغوى د تصور په سترګو هغه ليدل. د جهنم بحث به وشو چې د اور ولچكونه دي، ګرمې او جوشيدلې اوبه دي، ګرم خوراك دى، د اوربسترې دي … دغه حقيقت هم هغوى ته په سترګو مجسم ښكاريده.

چا له هغوى نه داسې ځواك جوړ كړ چې قيصر او كسرىٰ ورته تسليم شول؟ د يو مستشرق له خولې : [ د مكې يوداسې يتيم كوچني چې دپوښتنې يې څوك نه وو، د ۸۰ كالو په اوږدو كې ترې داسې شخصيت جوړ شو چې له اندلس ( هسپانيې) نه نيولې تر چينه په ټولو درو، دښتو، ځنګلونو، غرونو، رغونواو ښارونو كې د هغه د نوم انګازې پورته كيدلې] دا كارنامې كومو خلكو سرته ورسولې؟ هغه خلكو چاچې پررسول الله صلى الله عليه وسلم پوره باوردرلود، د چا سره چې د الله په كتاب د كره ايمان اوباور پانګه وه. دغه كتاب دوى داسې بدل كړل چې كله دوى بدل شول نو د الله ټولې ژمنې د هغوى سره ريښتونې او عملي شوې.

دغه راز چې كله مونږ دالله دغه كتاب هير كړ نو دهغه (ج) ټولې ژمنې زمونږ سره هم ريښتونې شوې!! كله راباندې مغل واكمن شول او كله هم اروپآيان . زمونږ عزت، پانګه، علمي زيرمې، او مالي خزانې ټولې د نورو په لاسو كې پريوتې . دا ټول كارونه ولې وشول؟ دا له دې امله نه چې ګوندې مونږ كمزوري وو يا مو اسلحه كمه وه . په ۱۹۶۷ جون كې د اسرايئلواو عربو جګړه يواځې څلورپنځه ورځې اوږده شوه اوحقيقت داوو چې د عربو لښكرڅوځلې له اسرايئلو زيات وو .

جنګي الوتكې او شوبلې يې څوځله له اسرايئلو زياتې وې خو جنګي الوتكې په هوايې ډګركې ولاړې تباه شوې، د توغنديو اډه پخپله جنرال اسرايئلو ته وسپارله . څو مره زياتو مسلمانونو د لږو يهودو په وړاندې ماتې وخوړه . هغه مهال داپوښتنه پيدا شوه چې الله (ج) خو قرآن كې فرمايې چې پراسرايئلو ما تل لپاره سپكوالې، ذلت او خواري مسلط كړې ده خو دا يهود څرنګه فاتحان شول؟

حقيقت دادى چې د الله اړيكې نه زمونږ سره شته اونه هم د اسرايئلو سره، دهغه اړيكې خو له ايمان او عمل صالح سره دي .كله چې هغه اسرائيل له پښوغورځول او مسلمانان يې دهغوى پرځاى ودرول لامل يې داوو چې د مسلمانانو سره د الله كتاب وو او دهغه دبلنې اوتوحيد توغ يې پورته كړى وو.كله چې مسلمان له هغه څخه غافله او بې پرواه شو نو پردوى باندې ذلت او خواري مسلطه شوه. ددوى سره داسې معامله وشوه لكه يو بادار يې چې د خپل بې وفا نوكر سره كوي د خلكو په وړاندې يې ودروي او څپيړې وركوي.دغه راز الله مونږ ديهودو په ذريعه په څپيړو ووهلو او دايې راته وښوده چې وګورئ ستاسې كوم مقام وو او اوس څومره ذليل شوئ .ولې اسلامي امت له دغه ذلت سره مخ دى؟ داځكه چې قرآن چې كوم نعمت مونږته راكړې او كوم امانت يې چې مونږ ته راسپارلې مونږ دهغه حق نه دى اداكړى. له هغه نه مو د بي پرواهۍ او پردي والي لار خپله كړې ده.

د الله كتاب زموږ سره دى، زموږ د عظمت او سترتوب ټولي خزانې په كې پرتې دي. د كاميابۍ ټولې كيلي ګاني ددې په لمن كې دي، د سر لوړۍ ټولې دروازې ددې دننه دي. د سوكالي، خلاصون، ډاډ او بخښني هيڅ شى له دې نه بهر نشته. موږ هر سهار ورځپاڼې لولو او د ولس پر حالت ژاړو او ساندې پرې وايو خو زه تاسو ته وايم چې يوازي يوه نسخه ده چې زموږ د ولس د ټولو ملي او قومي نارغيو علاج پرې كيداى شي. او هغه يوازينۍ نسخه قران كريم دي.
زموږ د ناروغيو ريښه څه شى ده؟ زموږ د ناروغيو ريښه خو زموږ په زړونو كې ده. قرآن كريم فرمايي: “فی قلوبهم مرض” ددوی په زړونو كې ناروغي ده.

فانها لا تعمی الابصار ولكن تعمی القلوب التی فی الصدور.
( الحج 22:46)

“رښتيا داده چې سترګې ړندې نه دي مګر هغه زړونه ړانده شوي دي چې په سينو كې پراته دي”

په ظاهره سترګې ړندې نه وي بلكې زړونه ړنديږي. كه نني سياست پوهان دي كه تجاران، بيروكراتان دي كه ورور د ورور وينه بهونكي، دا ټول ښه پوهيږي چې بد څه دي او ښه څه دي. د چا په پوهه كې څه كمى نشته. د هيچا سترګې ړندې نه دي، ټولو ته دا ښودل كيږي چې دغه كار بد دى خو بيا هم هغه بد كار سرته رسوي. دا له دې امله چې هغه زړونه چې په سينو كې موجود دي ړانده شوي دي. او كله چې دا حالت وي نو بيا علاج هم په دغه كتاب كې دى ځكه چې همدا ” شفا لما فی الصدور” دی.

د نبي كريم صلى الله عليه وسلم حديث دي چې: د بني آدم په جسم كې د غوښې يوه ټوټه ده كه هغه سمه شوه ټول جسم سميږي او كه هغه خرابه شوه نو ټول جسم خرابيږي.( الاوهی القلب) پوه شه جې دا زړه دى. دا ستاسې د شخصيت مركز دى. دا هغه ځاى دي چيرته چې ليوالتيا، طمع، مينه، كركه، جذبات او هڅونكې ټول را ټول شوي دي. ويلې شئ چې د يو كوچني شي په سميدو او ورانيدو ټول ژوند څرنګه سم يا ورانيږي. نن سبا سرطان ( كينسر) ډيره عامه ناروغي ده. د يو انسان د وجود دننه په ميليونونو حجرې يا ژونكې وي په دوى كې كه يواځې يوه خرابه شي دا هم د مرګ ګواښ ثابتيدلائ شي. دادسرطان علامه ده . له دې وروسته هيڅ مادي مرسته د انسان ځان او ژوند نه شي بچ كولاى، ګويا چې د ناروغۍ ريښه د يوې ژونكې ( حجرې) څخه پيل كيږي.

په حقيقت كې زړه هم له ټولو ارزښتناك غړى دى. په دى كې د الله د رسول او د قرآن سره مينه پيداكيدلاى شي او ددوى نه مخ اړول د تاوان طوفان را منځ ته كولاى شي، د زړه د حالت دښه كونې يوه لار ده،هغه دا چې موږ د يو څه كولو اراده وكړو. كله چې موږ د څه كولو اراده وكړو نو زمونږ حالت به هم ښه كيږي او زمونږ د قوم حالت هم . نن كه مونږ د الله په كلام باندې د پوهيدو اراده وكړو نو دا كوم ستونزمن كار نه دى.

دشاه ولى الله (رح) قبر دې الله (ج) له خپل نور او رحمت نه ډك كړي. هغوى او د هغوى بچيانو چې ددين كوم خدمت سر ته رسولى د هغې له امله [ نن سبا د قرآن ډيرې ترجمې په سيميزو ژبو موجودې دي] تاسې چې كومه ترجمه راوخلئ او دا اراده وكړئ چې له هغه څلرويشتوساعتونوڅخه چې تاسې يې په خپل كاروبار، خپل ژوند او د خپلو بچو او ښځو لپاره په خدمت كې لګوئ يواځې پنځه دقيقې ددې لپاره ځانګړې كړئ چې د قرآن درې ايتونه د ترجمې سره ولولئ يا له بل چا څخه واورئ نو په دغه ډول به تاسې ټول قرآنكريم په څلورو يا پنځو كلونو كې ختم كړئ . اګر چې د ټول قرآن لوستل ډير ستونزمن كار بريښي خو د ټينګ عزم او هوډ سره كه تاسې د قرآن كريم درې ايتونه هره ورځ په دې تصور ولولئ چې تاسې د الله سره خبرې كوئ نو تاسې به يې ډير زر خوند او مزه وڅكئ او بيا به يې د زړه په مينه هر وخت لولئ.

امام غزالي په احياء العلوم كې د يو بزرګ كيسه رانقل كړې ده چې هغه وايي: مابه اول قرآن داسې لوسته چې پخپله يې لولم، له دې لوستنې ما دومره خوند نه اخسته، بيا مې داسې لوستل پيل كړل چې ګويا د نبي كريم صلى الله عليه وسلم څخه يې اورم نو زما خوند اخستنه دو چنده شوه . بيا ما داسې لوستنه پيل كړه چې جبريئل (ع) نيغ په نيغ ماته لګيا وي او دا كلام راته اوروي نو بيا خو يې د خوند څه وايې، په پاى كې ما دا فكر كاوه چې الله پخپله ماسره خبرې كوي نو دغه وخت ماد قرآن اصل خوند وڅكه.

الله (ج) دا كتاب زمونږ لپاره راليږلى دى . هغه مونږ ته بيا بيا دا ويلي دي چې دا كتاب مې ستاسې لپاره راليږلى دى .كه چېرې مونږ هره ورځ د الله ددغه كلام سره يواځې پنڅه دقيقې تيرې كړو، دده په صحبت كې ننوځو او دا اراده وكړو چې كم له كمه به هره ورځ درې ايتونه لولو او دهغې سره سم به خپل ژوند تيروو نو په پنڅو كالو كې به ټول قرآن ختم شي او دا به لوى كاروي . كه د قرآن كريم مفهوم او معنا ددې ولس تر هر وګړي ورسيږي نو ارومرو به ددوى حالت بدليږي.

دوهمه خبره داده چې كه چيرته مونږ د خپل وخت څخه يواځې پنځه دقيقې هره ورځ يواځې ددې لپاره ځانګړې كړو چې يواځې كينو او د ځان سره دا فكر وكړو چې نن ورځ مونږ كوم داسې كاركړى دى چې الله پرې خفه كيده. كه د خپل ځان څخه يواځې همدومره وپوښتو او نورهيڅ ونه كړو يواځې همدا پوښتنه به هم زمونږ په زړونو داسې نشتر ښخ كړي چې زمونږ حالت به مخ په ښه كيدو روان شي. تاسې هيڅ اصلاح مه كوئ يواځې همدومره هره ورځ له خپل ځان نه وپوښتئ چې نن ورځ ما كوم داسې كاركړى دى چې زما رب زما الله پرې خفه كيږي او په اخرت كې پرې زه جهنم ته ځم .كه له دې پوښتنې اخوا تاسې د اصلاح هيڅ ګام وانه اخلئ نو همدا پوښتنه او احتساب په خپله ستاسې د اصلاح پروګرام جوړوي.ليكن خبره يواځې ستاسې د اصلاح او سمونې نه ده بلكې داكتاب خو ددې لپاره راغلى دى چې تاسې داواخلئ او ودريږئ او نورو ته يې ورسوئ. ددې لپاره خپل وخت ولګوئ، او ددغه كتاب سره سم خپل ژوند تيركړئ .دا پرتاسې دالله د كتاب حق دى او د خاتم الانبياء ټول ژوند ددغه كتاب په حق ادا كولو كې تيرشو.

د [سنت] او [حديث] په تعريف باندې خلك ښه پوهيږي . زمونږ د محدثينو په وينا حديث داسې تعريف شوى :

هغه كاريا خبره چې دالله رسول صلى الله عليه وسلم پخپله كړې وي يا دهغه په مخكې شوې وي او هغه صلى الله عليه وسلم يا ستايلى وي يا پرې هم چوپ پاتې شوى وي.داخو دحديث فني تعريف دى چې محدثين يې كوي . خو سنت بيا دې ته وايې چې زمونږ جامه دهغه په څير وي او زمونږ په مخ ږيره وي خو كله زيرشوي ياست چې دهغه صلى الله عليه وسلم ژوندد حرا دغار نه نيولې بيا تر هغه مهاله چې هغه مبارك خپل روح رب ته و سپاره په كوم كار كې تيريده؟

ترټولو لوى سنت كوم يو وو؟ هو! داچې دالله بندګان به يې د الله ددين لورته رابلل. هغه ( ص) سهاراوماښام، شپه ورځ، د مكې په كوڅو او د طايف په دره كې، مدينه او مسجد نبوي كې، د خپلې كوټې دننه او د جګړې ډګرته د لښكر سره يوځاي په تګ كې كوم كارسرته رساوه؟ هغه يواځې دالله ددين بلنه خلكوته رسوله او دهمدې لپاره يې جهادكاوه. ددغې عمل نه پرته د قرآن كارنه بشپړيږي او دهمدې عمل نه پرته د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د مينې حق نه اداكيږي.

كه د باور اوايمان سره دقرآن سره معامله وكړو نو ديو يو وګړي، د پوره قوم او د اسلامي امت ټولې ستونزې به داسې هواريږي لكه بيخې چې ستونزې وي نه كه نه نو دا مسايل به زمونږ په سر باندې مسلط وي، ژوند به همداسې يو عذاب وي او مونږ به په دغه عذاب كې اوسيږو.

همدا د قرآن پيغام دى!!!

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close