ګناهونه

قتل يوه ستره ګناه

 
 
اوس د مٶمنانو لپاره د ابتلا او ازمېښت وخت دى، هره راتلونکې ورځ له ځانه سره نوې نوې فتنې راړي، او هره تلونکې شپه له تګ وروسته د بې شمېره فتنو اثرات او نښې پرېږدي، دا له فتنو ډک دور د مٶمنانو لپاره کومه ناولده دور نه دى، بلکې له نن څخه څوارلس کاله وړاندې رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې فتنو وړاندوينه کړې ده.
 
علماء کرام وايي د قيامت وړې وړې نښې پوره شوې دي، يوازې لويو نښو ته انتظار دى ، په حديثونو کې رسول الله صلى الله عليه وسلم د قيامت ډيرې نښې ښودلي دي ، چې پکې د قتل يادونه هم شوې ده ، چې ډير به عام شي.
 
نن ورځ مونږ په خپلو سترګو وينو چې قتل څومره عام شوى ، په ټولنه کې امن امان نشته ، د هيچا ځان ، مال او عزت خوندي نه دى ، هر کس ځان غير محفوظ ګڼي ، شتمن دى يا غريب ، خاص دى که عام ، عالم دى که جاهل، د هيچا ځان مال او عزت خوندي نه دى ، هر طرف ته د وېرې فضا خپره ده ، هر کس په دې وېره کې دى چې څه وخت به يې ړنده مرمۍ د ژوند څراغ ګل کوي ، د انسان وينه له اوبو نه هم ارزانه شوې ده ، د ذاتي او نفسي مفاداتو لپاره د يوه انسان ژوند اخيستل يوه معمولي خبره ګرځېدلې ده ، حال دا چې د الله تعالى په وړاندي د انسان وينه ډير اهميت لري ، په دې لاره کې چې څوک د الله تعالى را ليږلي حدود مات کړي ، د هغه لپاره په اخرت کې ذلت او رسوايي ده.
 
لاندې په همدې اړه ځيني قراني اياتونه او نبوي حديثونه ذکر کيږي ، تر څو خلکو ته د دې ګناه قباحت معلوم شي ، او د قرآن او حديثو په رڼا کې له دې ګناه نه ځان خبر کړي.
 
الله ﷻ فرمايي : ﴿ وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَن يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَـًٔا ۚ ﴾ [سُوۡرَةُ النِّسَاء : ۹۲] دا د يو مؤمن كار نه دى چې بل مؤمن ووژني، مګر دا چي خطا ورڅخه وشي.
 
څوک چې کوم مسلمان ناحقه ووژني، دهغه په اړه الله تعالى فرمايي : ﴿ وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُۥ جَهَنَّمُ خٰلِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُۥ وَأَعَدَّ لَهُۥ عَذَابًا عَظِيمًا ﴾ [سُوۡرَةُ النِّسَاء : ۹۳] يعنې پاته شو هغه څوك چي كوم مؤمن له پوهې او ادراك سره سره ووژني، نو د هغه سزا دوزخ دى چي په هغه کې به د تل لپاره استوګن وي، پر هغه د الله ﷻ غضب او لعنت دى او الله ﷻ د هغه لپاره لوى عذاب تيار کړی دى.
 
﴿ قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ ۖ أَلَّا تُشْرِكُوا بِهِۦ شَيْـًٔا ۖ وَبِالْوٰلِدَيْنِ إِحْسٰنًا ۖ وَلَا تَقْتُلُوٓا أَوْلٰدَكُم مِّنْ إِمْلٰقٍ ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ ۖ وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوٰحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ ۖ وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِى حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ۚ ذٰلِكُمْ وَصّٰىكُم بِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴾ [سُوۡرَةُ الاٴنعَام : ۱۵۱]. [اې محمده!] دوى ته ووايه چي راشئ، زه تاسي ته اوروم چي ستاسي رب پر تاسي باندي څه بنديزونه لګولي دي: دا چي له هغه سره څوك مه شريكوئ؛ له مور او پلار سره ښه چار چلن وکړئ؛ خپل اولاد د مفلسۍ له وېري مه وژنئ، موږ تاسي ته هم روزي دركوو او هغو ته به یې هم ورکړو؛ او د بې حيايۍ كارونو ته نژدې کېږئ هم مه، كه ښكاره وي او كه پټ؛ او هغه نفس چي الله ﷻ هغه محترم ګرځولى دى، مه وژنئ مګر په حق سره. دا خبري دي چي د دې لارښوونه يې تاسي ته کړې ده، تاسي بايد له پوهې او ادراك څخه كار واخلئ.
 
له پورتنيو اياتونو څخه دا خبره څرګنده شوه ، چې يو مسلمان بل مسلمان قصدا او عمدا نه شي وژلى ، که څوک دا کار وکړي ، د هغه لپاره سخت عذاب دى ، بله دا خبره ور څخه معلومه شوه ، چې د هر انسان وينه چې حرمت يې په شرعي دليلونو سره ثابت وي، هدر کول حرام دي.
 
له ابوهريره رضى الله عنه څخه روايت دى فرمايي :
 
سأل رجل رسول الله – صلى الله عليه وسلم – فقال: يا رسول الله ما الكبائر؟ , فقال: «هن تسع» قالوا : يا رسول الله وما هن؟ , قال «الشرك بالله، والسحر» (وفي رواية: وتعلم السحر) «وقتل النفس التي حرم الله إلا بالحق».
 
يوه سړى له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه پوښتنه وکړه ، چې لوى ګناهونه کوم دي ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل هغه نهه دي. صحابه کرامو عرض وکړ: هغه نهه کوم دي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : د الله جل جلاله سره شريک نيول ، جادو کول ، او هغه نفس وژل چې الله جل جلاله يې وژل حرام ګرځولي ، مګر په حق سره.
 
د قتل د حرمت په اړه زيات حديثونه نقل شوي ، يو څو ورڅخه دلته ذکر کوو:
 
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : « أَوَّلُ مَا يُحَاسَبُ بِهِ الْعَبْدُ الصَّلَاةُ ، وَأَوَّلُ مَا يُقْضَى بَيْنَ النَّاسِ الدِّمَاءِ» (أخرجه البخاري) له بنده سره به لومړی حساب د لمانځه کيږي، او د خلکو تر مينځ لومړۍ پريکړه به د وژنو کيږي.
 
له عباده بن صامت رضى الله عنه نه روايت دى ، چې نبي عليه السلام وفرمايل : «مَنْ قَتَلَ مُؤْمِنًا فَاغْتَبَطَ بِقَتْلِهِ , لَمْ يَقْبَلِ اللَّهُ مِنْهُ صَرْفًا ، وَلا عَدْلا» (أخرجه : أبو داود عقب ۴۲۷۰) چا چې مومن قتل کړ او په قتل يې خوشحالي څرګنده کړه ، الله تعالى به يې نه نفل او نه هم فرض لمونځ قبلوي.
 
ترمذي شريف کې يو بل حديث نقل شوى دى ، رسول الله صلى الله هليه وسلم فرمايي : «لَزَوَال الدُّنْيَا أَهْوَنُ عِنْدَ اللَّهِ من قَتْلِ رَجُلٍ مُسْلِمٍ» (أخرجه : الترمذي ۱۳۹۵) د دنيا ورانېدل د الله جل جلاله په نزد د مسلمان سړي له قتل څخه اسانه ده.
 
په يو بل حديث کې فرمايي :«سِبَابُ الْمُسْلِم فُسُوقٌ وَقِتالُهُ كُفْرٌ» (أخرجه : البخاري ۱/۱۹) مسلمان ته ښکنځل کول فسق او وژل يې کفر دى.
 
د نسائي يو روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي : «يَجِيءُ الْمَقْتُولُ بِقَاتِلِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَيَقُولُ : سَلْ هَذَا فِيمَ قَتَلَنِي؟» (رواه النسائي في تحريم الدم باب تعظيم الدم) مقتول به خپل قاتل د اخرت په ورځ د الله تعالى حضور ته راولي او ووبه وايي ، اى الله! له دې پوښتنه وکړه چې زه يې ولي ووژلم.
 
يوه بل روايت کې راځي « مَنْ لَقِيَ اللهَ لَا يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا لَمْ يَتَنَدَّ بِدَمٍ حَرَامٍ دَخَلَ الْجَنَّةَ» (أخرجه : ابن ماجه ۲۶۱۸ ) څوک چې د الله ﷻ په حضور کې په داسې حالت حاضر شي چې نه يې شرک کړى وي ، او نه يې هم څوک وژلي وي ، هغه به جنت ته داخل شي.
 
له ابو سعيد الخدري رضى الله عنه څخه روايت دى ، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : «لَوْ أَنَّ أَهْلَ السَّمَاءِ وَأَهْلَ الأَرْضِ اشْتَرَكُوا فِي دَمِ مُؤْمِنٍ ؛ لأَكَبَّهُمُ اللَّهُ فِي النَّارِ» (رواه الترمذي)، ( تحفة الأحوذي – (ج ۴ / ص ۳۰).
 
که چېرې د اسمان او ځمکې مخلوقات د يو مومن په قتل کې شريک شي ، نو ټول به دوزخ ته ورواچوي.
ليکوال : عبد الغفور خليلي
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: