قافیه څه ته وايي؟

قافیه عربي کلمه ده، په لغت کې وروسته ته وایي، په اصطلاح کې هغه علم دی چې د دورنو له وروستیو هم اهنګیو (همغږیو) څخه بحث کوي. یا په بله وینا د بیت د پای کلـــمه چې نظم ورباندې ختمېږي او اعاده یې په ورپسې بیتونو کې لازمه وي، قافیه بلل کېږي.

په دې غزل کې قافیه: ګلو، بلبلو، سنبلو، داغلو، کاکلو، منګلو، خپلو کلمې دي، او هم اهنګه برخه یې د (لــــــــو) برخه ده، په پورته کلمو کې.

دور څه ته وایی؟

دور په لغت کې پېر، دوران، حرکت، څرخېدنه، د یو شي په خپل ځای حرکت او ګرځیدنې ته وايي، په اصطلاح کې د بیت یا نظم له پېل څخه د لومړۍ هماهـــنګۍ تر پای پورې یو دور دی، په مصرع بیت او غیر مصرع بیت کې دور فرق پیدا کوي، که د یو بیت هره مسره (نیم بیتي) قافیه ولري نو دا بیت له دوو دورونو څخه جوړ شوي، او مصرع بیت دی. که د یو بیت هماغه ورستۍ مسره قافیه ولري نو دا بیت یو دور لري او غیر مصرع بیت دی. ردیف هم په دور کې راځي.

د نظم اساسي رکن وزن دی او قافیه د شعر اساسي رکن نه ګڼل کېږي، بلکې قافیه د نظــــــم عارضي رکن دی، ځکه چې موږ ډېرو ژبو کې داسې شعرونه ګورو، چې قافیه نه لـــــــــــري ( لکه ازاد او سپین شعرونه).

(زما همدا هیله ده)

زه لا کمکی وم

په ځان پوه نه ومه

په ځان چې پوه شومه بېلتون راغي

اوس مې د زړه په وینو ځان لویوي

ظالم بېلتون دې کانې داسې کوي

لکه رنځور چې په سل رنځ اخته وي

لکه مریي چې د بادار له ظلمه

نه یې اوبه نه یې ډوډۍ معلومه

نه په یو یخ سیوري کې

ویده وي، چې ته به راشي

اخر د رب لپاره څه کوي ته؟

زما د مينې بدل

ما ته !

زما په زړه چړي راکاږي څله؟

زه خو انسان یمه

حیوان خو نه یم

که ګناهګار یم

د الله (ج)بنده یم

ستا د ګناه او د ثواب سره څه

د ګناهونو سزا ته راکوي؟

د نصیبونو سزا ته راکوي؟

زوال خو شته دی کنه !

زما همدا هیله ده!

بېلتونه خوار شي نوره!!

چې دې د غم نه خلاص شم

د هر ستم نه خلاص شم

ورځ د قیامت کې به حساب وکړو

ایمان مې کلک دی عقیده لرمه

صابر کامیاب دې مدام

(ریاضه) صبر کوه!!

ردیف څه ته وایی؟

ردیف په لغت کې دوپشته ته وایي او په ادبي اصطلاح کې هغه هم شکله او هم مانا کلمې چې د نظم تر پای پورې تکرار راځي ردیف بلل کېږي.

راوړي، چې دوی جنګ په څنګ
نه لــــــــري، دوی ننګ په څنګ

څــــــــــوک، چې شي داعي د نفس
ګــــــــرځي دې بدرنګ په څنګ

په خوله چې افغــــــــانیت وايي
دوی نه یو نور تنګ په څنک

یار دې خــــــــــــــفه شوي دی
خوي دې شو ملنګ په څنګ

هــجــر يې یــــوازې کــــړم
ځي ریاض نه څنګ په څنګ

شعر:

قافیه
شعر څه ته وایی؟

شعر د ادبیاتو یوه مهمه برخه ده. شعر له څلورو ضروري توکو څخه جوړ دی: مفکوره، تخیل، احساس(عاطفه) او وزن. د شعر په باب بېلابېل تعریفونه شوي دي. موږ کولای شو، د شعر یو ښه تعریف په دې ډول وکړو:

(( شعر په وزن لرونکې ژبې سره د مفکورې او تخیل عاطفي ترکیب دی.))

د شعر په ذاتي او اصلي ځانګړتیاوو کې: ښکلا، تخیل، تصویر، هنري ژبه، وزن احساسات او جذبات د یادولو وړ دي. د شعر بهرني ارزښتونه په اخلاقو، علم ، فلسفې، سیاست، ایډیالوجۍ (مفکورې) او نورو پورې اړه پيدا کوي.

لیکوال: عبدالله ریاض

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب