غوسه مو ښکلا له منځه وړي

غوسه د هغې بدمرغۍ پیل دی، چې خوښي له منځه وړي او کرکه منځ ته راولي. غوسه د انسان ارزښت کموي یعنې د غوسه کوونکي پروړاندې د مقابل لوري ارزښت ورکونه کم رنګه کېږي. غوسه کېدای شي د تل لپاره د خواشینۍ لامل وګرځي کله، چې یو کس غوسه کېږي او خپل نورمال حالت له لاسه ورکوي، نو داسې وخت هم راځي، چې مقابل لوری یې خپل غبرګون وښئي یا له خپل ځان څخه بشپړه دفاع وکړي او د دواړو د کلکې خواشینۍ او یا د تل لپاره د سترې بدمرغۍ لامل وګرځي، چې بیا وروسته په دې حالت کې شتون ستونزمن دی او بې ارزښته بښېماني کول هم بیا کوم ځای نه نیسي.

په ژوند کې خوشحاله او خوښ کسان تل له غوسې څخه ځان ساتي او په نازکو او حساسو وختونو کې ډېر پام کوي. د خوښو کسانو د خوښۍ بل راز په دې کې دی، چې دوی هېڅکله هم خپل مقابل لوری دې ته نه اړ کوي ترڅو هغه یې د کومې خبرې یا کار پر وړاندې غبرګون وښئي او یا یې خپله ناخوښي یا خواشیني څرګنده کړي یعنې نه په خپله غوسه کېږي او نه خپل مقابل لوری غوسه کوي.

غوسه کول مو خپلو شومو موخو ته د رسېدو وژنه کوي. کله، چې تاسو غواړئ د یوه ځانګړي کار په ترسره کولو سره خپلې ټاکلې موخې ته ځان ورسوئ او د کار کولو په لړ کې مو د هغو کسانو پروړاندې کوم، چې ستاسو د کاري ټیم ستره پایه جوړي له خپلې عادت شوې غوسې څخه مو ګټه اخیستنه ددې لامل ګرځي، چې تاسو د خفګان او بدمرغۍ څښتن شئ او کار یا موخې ته رسېدل مو نیمګړي پاتې شي.

د هرې ستونزې، توتریخوالي او ناندرۍ د حل لاره مو غوسه پرېښودل او تر ټولو کوچنۍ موسکا کول دي.

محمداکبر حقمل

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب