غواړئ چې وزن مو کم شي

روغ صحت او مناسب اندامونه د خداى له طرف نه پېرزوينه وي خو سړي ته د خپل صحت ارزښت هلته معلوم شي چې روغتون کې په راز راز ناورغيو اخته انسانان وګوري او يا هم پخپله ناروغه او د بل اٙسْرې ته کيني
د مريضئ يو لامل  خو د خداى له طرف نه ازمېښت وي خو بل لامل يې زموږ عدم اعتدال دى په خواړو کې حالانکې دين مو د اعتدال امر کوي چې خوراك، څښاك کوئ خو اسراف مه کوئ او موږ خو چې کينو نو دومره وخورو چې بيا د پاڅيدلو توان نه لرو نه شرعي اصول مراعات کوو او نه طبي او دا زموږ د چاغېدو او ناروغېدو ځانګړى لامل دى ځکه چې زيات خوراك سره يو لورې ته معده خرابيږي او د نبى عليه السلام وينا ده چې معده د ناروغيو کور دى چې دا روغه وي نو ټول بدن صحيح سالم وي او که دا خرابه شي نو ټول  بدن خرابيږي او بل لورې ته معده چې څومره بوخته وي هغومره بدن ته انرژي زياته وركوي او بدن کې مو اضافي وازګې او غوښې رامنځ ته کوي چې له امله يې بدن چاغيږي.

چاغ بدن سړى له هر څه باسي نه د ښې وي او نه د بدې تر دې چې انسان خپل روزنيز کارونه هم په اسانۍ سره سر ته نه شي رسولاى او تل له بل نه مرسته غواړي داسې انسان بيا د خلكو په سترګو کې هم وقعت او حيثيت نه لري نو مخکې له دې چې وزن مو زيات شي راځئ په خپلو خواړو کې حد درجه کمى راولو يو خو به له دې سره ديني غوښتنه هم تر پښو لاندې رانشي او بل زموږ د راتلونكي لپاره به خورا اغېزمن ثابت شي چې د بل د احتياج نه خلاص او بدن به د هر ډول مريضئ نه سالم شي.

او که وزن مو زيات شوى وي او ترې کړېږئ نو دا څو لارې درسره مرسته كولاى شي
1 ګهيځ وختي د شلو نه تر دېرش دقيقو پورې مسلسل ورزش وکړئ
2 خپلو خواړو کې سابه او ګوپي ورزيات کړئ
3 د خواړو اندازه تر خپلې وسې پورې راکمه کړئ او ډېرو غوړو نه ځان وساتئ
4 سهر چايو پر ځاى صرف ميوه سره د ليمبو د شربت نه شروع کړئ او تر غرمې پورې نورو خواړو ته زړه مه ښه کوئ ځکه ميوه غوړ نه لري او په ليمبو کې موجود pectin د وزن کمولو کې مرسته کوي
او که دا ټول مو د لاسه نه کېږي نو بيا 3 او 4 لاره کافي اغېزمنه ده ډېر زر به وګورئ چې د بدن زياتي وازګې مو په ويلي کېدو شي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب