د غسل تعریف او طریقه یې

غسل څه ته وايي؟

غسل (د بدن مینځل) په ځینو ځایونو کې ضروري وي او په ځینو ځایونو کي غسل کول سنت او مستحب وي .

مسئله :له جنابت څخه او دغه راز له کور والي کولو څخه وروسته غسل کول ضروري دی .

په قرآن کریم کي الله وايي :نساء ۴۳

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْرَبُواْ الصَّلاَةَ وَأَنتُمْ سُكَارَى حَتَّىَ تَعْلَمُواْ مَا تَقُولُونَ وَلاَ جُنُبًا إِلاَّ عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّىَ تَغْتَسِلُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مِّنكُم مِّن الْغَآئِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا.

ژباړه : ای مومنانو په داسي حال کي لمانځه ته مه نژدې کیږئ چې تاسو نېشه(یا مست)وئ،تر هغه پورې چې پر هغه څه پوه شئ چې تاسو یې وایی،او همداراز نه په جنابت کي مګر دا چي لاروي یاست تر هغو چي لوی اودس وکړئ او که تاسو ناروغ وئ یا په مسافرۍ کې یا کوم یو له متیازو راغلئ،یا مو ښځو سره نږدېوالی وکړ خو اوبه مو ونه موندې نو د پاکي خاورې تیمم وکړئ او په خپلو مخونو او لاسونویې ومښئ ،بې شکه الله بښونکی عفو کونکی دی .

په بل ځای کي الله وایي : وَإِن كُنتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُواْ .مایدة ۶

ژباړه : او که ناولي(جنب)وئ نو ځان ښه پاک کړئ .

[irp][irp][irp]

د غسل فرضونه:

په غسل کې درې فرضونه دي:

۱-خوله مینځل

۲-د پوزې مینځل

۳-ټول بدن مینځل

په حدیث کي راځي : عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ « إِذَا جَلَسَ احدکم بَيْنَ شُعَبِهَا الأَرْبَعِ ثُمَّ جَهَدَهَا ، فَقَدْ وَجَبَ الْغَسْلُ »بخاري،مرقاة ۱ ص ۱۲۳

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول صلی الله علیه وسلم وایي : کله چي له تاسي څخه یو څوک له مېرمن سره کوروالی وکړي،نو غسل پرې واجبیږي .

په یو بل حدیث کي د جنب په اړه داسي راغلي دي :

عن عائشة قالت  : سئل رسول الله صلى الله عليه و سلم عن الرجل يجد البلل ولا يذكر احتلاما قال ” يغتسل ” وعن الرجل يرى أنه قد احتلم ولا يجد البلل قال ” لا غسل عليه ” فقالت أم سليم المرأة ترى ذلك أعليها غسل ؟ قال ” نعم إنما النساء شقائق الرجال ” .

عایشه رضی الله عنها وایي چي له رسول صلی الله علیه وسلم څخه د هغه سړي په اړه وپوښتل شو چي لوندوالی وویني خو احتلام ورته یاد نه وي،رسول صلی الله علیه وسلم ورته وویل : چي غسل پرې ضروري دی،او د هغه سړي په اړه ترې وپوښتل شو چي احتلام ورته شوی خو لوندوالی ونه ویني دداسي سړي په اړه محمد صلی الله علیه وسلم وویل چي غسل پرې نشته،ام سلیم ورته وویل که چیري مېرمن دغه څه وویني آیا غسل پرې شته؟محمد صلی الله علیه وسلم ورته وویل : چي هو مېرمني هم د سړیو په څېر دي .

مسئله : د جمعې په ورځ غسل کول سنت دی .

په حدیث کې راغلي : عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال: (إذا جاء أحدكم الجمعة فليغتسل).

له عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي :کله چي له تاسې څخه یو څوک د جمعې د لمانځه ته د راتګ تکل وکړي،نو هغه ته پکارده چي غسل وکړي .

[irp][irp][irp]

عن ابی هریرة قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : « حَقٌّ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ أَنْ يَغْتَسِلَ فِى كُلِّ سَبْعَةِ أَيَّامٍ يَوْمًا يَغْسِلُ فِيهِ رَأْسَهُ وَجَسَدَهُ »بخاري،مرقاة ۲ ص ۲۲۰

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول صلی الله علیه وسلم وایي : هر مسلمان ته پکارده چي په هرو اوو ورځو کي یوه ورځ غسل وکړي چي په هغې کي دی خپل سر او بدن و مينځي .

عن سمرة بن جندب قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم  : ” من توضأ يوم الجمعة فبها ونعمت ومن اغتسل فهو أفضل ” .سنن ابی داود،مرقاة ۲ ص ۲۲۶

له سمره بن جندب څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : چا چي د جمعې په ورځ  اودس وکړ ښه خبره ده،خو غسل کول غوره کار دی .

مسئله : مړي ته د غسل ورکولو څخه وروسته په خپله غسل کول مستحب (ثواب)دی .

عن أبي هريرة قال  : – قال رسول الله صلى الله عليه و سلم ( من غسل ميتا فليغتسل ) .

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : چا چي مړي ته غسل ورکړ هغه ته پکارده چي پخپله غسل وکړي .

د غسل کولو مسنونه طريقه:

په حدیث کي راځي : عَنْ عَائِشَةَ زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ إِذَا اغْتَسَلَ مِنْ الْجَنَابَةِ بَدَأَ فَغَسَلَ يَدَيْهِ ثُمَّ يَتَوَضَّأُ كَمَا يَتَوَضَّأُ لِلصَّلَاةِ ثُمَّ يُدْخِلُ أَصَابِعَهُ فِي الْمَاءِ فَيُخَلِّلُ بِهَا أُصُولَ شَعَرِهِ ثُمَّ يَصُبُّ عَلَى رَأْسِهِ ثَلَاثَ غُرَفٍات بِيَدَيْهِ ثُمَّ يُفِيضُ الْمَاءَ عَلَى جسده كُلِّهِ .بخاري

وفی روایة لمسلم :یبدأ فيغسل يديه قبل أن يدخلهما الإناء ،ثم يفرغ بيمينه على شماله ،فيغسل فرجه ،ثم يتوضأ .مرقاة 2 ص 128

عایشه رضی الله عنه څخه روایت دی چي محمد صلی الله علیه وسلم به کله د جنابت د غسل کولو تکل وکړ،نو لمړی به یې دواړه لاسونه مینځل او بیا به یې اودس کاو څنکه چي لمانځه ته اودس کیږي،بیا به یې خپلي ګوتي په اوبو کي ډوبي کړي او له هغو ګوتو سره به یې  دسر د ویښتانو خلال کاو بیا به یې په سر درۍ لپي اوبو واچولې او بیا به یې په ټول بدن اوبو اچولې .

د مسلم په یوه روایت کي داسي راغلي دي چي محمد صلی الله علیه وسلم به په لوښي کي د لاسونو له ډوبولو څخه مخکي دواړه لاسونه مینځل،د ښي لاس له لاري به یې په چپ لاس اوبو اچولې بیا به یې استنجاکوله او بیا به یې اودس کاوه .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب