غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي!

خپلواکي مو اخيستې؛ خو څنګه يې وساتو؟

د زمري اته ويشتمه د افغانستان په تاريخ کې هغه وياړلې ورځ ده چې د دې هيواد دوست او دښمن، افغان ولس او بهرنيان يې نه شي هیرولی او تر ابده به د تاريخ پاڼې پرې زرينې وي. افغان ولس يې ځکه نه شي هيرولی چې په دغه ورځ ستر غازي امان الله خان د خپلو نورو مجاهدينو سره اوږه په اوږه د نړۍ د هغه زبر ځواک په مقابل کې بريا ته ورسيدل چې لمر يې په امپراطورۍ کې نه ډوبېده. په دغه ورځ ستر غازي امان الله خان او نورو همسنګرانو يې د افغانستان لپاره او د ټول افغان ولس لپاره تاريخ وياړ (خپلواکي) وګټله. ولس يې د انګليس له جال او غلامۍ خلاص کړ او د عزت او ابرو ژوند خاوندان يې کړل.

او دښمن يې ځکه نه شي هيرولی چې هغوی ته د خپل ظلم، وحشت، بربريت او د دوی د ستر قدرت په مقابل کې د افغانانو او غازي امان الله خان مېړانه ور په يادوي. دوی ته خپله هغه ماتې ورپه يادوي چې غيور افغان ولس ورته په ډيرو ساده وسايلو او نشت امکاناتو ورکړه. دغه ورځ انګليس او د نړۍ پخوانيو او اوسنيو زبرځواکونو ته په يادوي چې افغانان د تاريخ په هيڅ پاڼه کې د پرديو د غلامۍ په نوم څه نه لري، افغانان هيڅکله د چا امر ته غاړه نه ږدي او افغانان خپلواک پيدا شوي، خپلواک اوسېدل غواړي  او خپلواک به واوسي. دغه ورځ نورې نړۍ ته د عبرت درس ورکوي چې افغانان هيڅکله د سر د پاسه سر نه مني.

غازي امان الله خان د افغانستان او افغانانو د سرلوړۍ او سوکالۍ پراخ پلانونه درلودل، خو په څنګ کې يې دښمن هم د غازي د پلانونو د شنډولو لپاره پراخې دسيسې جوړې کړې. غازي يې خپل هدف ته د رسيدو او د سوکاله او پرمختللي افغانستان د ارمان پوره کېدو ته پرېنښود. امان الله خان د ولس د سياسي او اقتصادي خپلواکۍ ارمان درلود. د هيواد د پرمختګ، ساينسي ودې، ټيکنالوژيک پرمختګ او د نړۍ له نورو پرمختللو هيوادونو سره په قطار کې د افغانستان درولو لپاره کار کاوه. که قسمت ورسره ياري کړی وای او دښمن مو د ولس له ناپوهۍ ګټه نه وای اخيستې؛ نن به افغانستان پرته له شکه د اروپايې هيوادونو سره د سيالۍ په ډګر کې ولاړ و.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب