عقد یا قرارداد؛ او لغو کول یې

قرارداد یا عقد تعریف:

مخکی له دې چی د قرارداد په لغو کولو وغږیږو اول باید قرارداد وپیژنو قرارداد چې په انګلیسې کې ورته (Contract) او په عربې کی ورته عقد وایې له دوه برخو څخه جوړ شوی دی چې یو یې ایجاب او بل یې قبول وایې.
ایجاب ته په انګلیسې کې (Offer) او قبول ته په انګلیسې کې (Acceptance)>

کله چې وړاندی شوی آفر یا دعوت (ایجاب) د مقابل لورې قبول شې نو قرارداد بلل کیږې د مثال په ډول که یو شخص خپل موبایل په۵۰۰۰روپئ پلورل وغواړې نو دا یو آفر شو او بل کس موبایل په ۵۰۰۰روپئ یې پیرودل وغواړي او دواړه په سودا تر سره کولو راضي شو  نو یو قرارداد منځ ته راځې.

د قرارداد وضع شوی اصول منل په دواړو لورو لازم دې. د قرارداد موضوع باید د حلال کار تر سره کول وې.

په قران کریم کې قرارداد په ځینو ځایونو کې د عهد، ایمان، میثاق، وعد نومونه سره هم یاد شوی دی.

الله رب العزت هم په قران پاک کې یادونه کړې او مسلمانانو ته په څو وارې ویلې چې په هغو وعدو وفا وکړې کومې مو چې کړی دې (یاایها الذین آمنوا اوفو بالعقود).

اسلام چی یو کامل او بشپړ دین په ټولنه کې منل شوی دی، د هر قسم معاملاتو لپاره مکمل  اصول لرې، دا چې قراردادونو د اسلام په رڼا کې په څه ډول له منځه وړلې شو نو اسلام د دواړو لورې په رضایت سره د یوه قرارداد د لغو کولو تر څنګ مسلمانانو ته په ځینو وختونو کې د قراردادونو یا تعهداتو د ماتولو اختیار ورکړی او کولی شې چې ځینې تعهدات   په  Revocationلغو کړې چې په عربې ژبه کې د الخیارات او په انګلیسې کې د

په نوم یادیږې. الخیارات یا د قرارداد د لغو کولو اختیارات په پنځه ډوله دي.

په لیکنې کې زیاتره مثالونه د راکړې ورکړې (تجارت/ سودا) استعمال شوې.

Revocation of a session –1

خیارالمجلس یا د قرارداد د لغو کولو هغه اختیار په کوم ځای کې چې قرارداد تر سره شوی وي. رسول الله (ص) فرمایلی دې چي البیعان بالخیار مالم یتفرقا. (الحدیث).

 دلته پلورونکی او پیرودونکی دواړه حق لرې چې قرارداد لغو کړې تر هغې چې لا د قرارداد په ترسره شوې ځای کې موجود وې. که یو له دواړو ډلو د قرارداد له ترسره شوې ځای څخه تللی وو نو دواړه ډلې دا حق او اختیار چې قرارداد لغو کړې بایلې او نشی کولی چې ترسره شوی قرارداد لغو او یا ختم کړې.

د مثال په ډول که یو نفر له بارګین (موټرفروشۍ) څخه په پنځه لکه افغانئ موټر واخیستل او لا په بارګین کې د موټرپلورونکې سره ولاړ دی، دواړه کولی شی چې قرارداد لغو کړې. او که یو له دوی څخه هم له دې ځایه تللی وې بیا وروسته یو هم دا حق نلرې چې قرارداد لغو کړې.

2- Revocation of Inspection  ـ خیار الرؤیة 

خیار الرؤیة یا د لیدلو اختیار، د یو شي د لیدلو وروسته د خوښې او نا خوښې اختیار.

دا اختیار یواځې د پیرودونکې سره وې، یواځې اخیستونکې کولی شی چې کوم قرارداد لغو یا ختم کړې، هر کله چې پیرودونکۍ یو څه واخلی او پلورونکی بدل (هغه کوالټې نه وې کوم یې چې په اول کې لیدلی وې) شی ورکړی نو پیرودونکی کولی شې چې دا قرارداد لغو کړې.

علماوو د قیمې شیانو (چې مثل ونلرې) د اخیستلو لپاره ټول له وړاندي لیدل ضرورې ګڼلې او هغه سودا په کومه کې چې قیمې شیان ټول ونه لیدل شې منع ویلی ده. لکه د آسونو ، د بزو او یا داسې نورو شیانو اخیستل.

او د مثلې شیانو ( چې مثل ولرې) د اخیستلو لپاره یوه لپه لیدل ضرورې ګڼلې لکه د وریژو یا د بورې او داسې نورو شیانو اخیستل.

3- Revocation of Stipulation – خیارالشرط

دا اختیار د شرط په ایښودلو پورې اړه لرې. په قرارداد په ایښودلو کې که کوم شرط د کوم طرف له خوا کیښودل شې او مقابل لورې یې ورسره ومنې نو د دارنګې قرارداد د لغو کولو اختیار ته خیارالشرط وایې.

که احمد له محمود څخه موټرسایکل واخلې او ورته ووایې چې زه به یې یو دوه ورځې ګرځوم که خوښ مې شو نو بیا یې اخلم او که نه نو نه یې اخلم. نو دلته د قرارداد د لغو کولو حق د احمد چې پیرودونکی دی لرې.

او که چیرته محمود ورته ووایې چې ته موټرسایکل بوځه زه ورځم او له پلار سره مې مشوره کوم نو دلته د قرارداد د لغو کولو حق د محمود سره شو. او که دواړه شرطونه کیږدې نو دواړه دا حق پیداکوې چې قرارداد لغو کړې.

د امام ابوحنیفه(رح) په نزد د خیار الشرط وروستۍ موده درې ورځې او د امام حسن شعبانې او شافعي په نزد یې موده کوم خاص وخت نشته، محدود کړې یې نه دې.

4- Revocation of Defect: خیارالعیب

دا اختیار یا حق هم د اخیستونکې سره وې. اخستونکې ته دا حق ورکول شوی دی چې په سودا کې د څه عیب په لیدلو سره قرارداد لغو او ختم کړې. دلته ځینې شرطونه دې چې باید په نظر کې ونیول شې.

۱-عیب باید پټ وې او اخیستونکې د معاملې په دوران کې باید نه وې لیدلې.

۲-عیب باید مخکې له معاملې څخه موجود وې، وروسته له معاملې اخیستونکې نشې کولی چې سودا واپس کړې، او تر سره شوی قرارداد لغو کړې.

اصحابه و (رضی الله عنهم) د دې مشکل په لیدلو سره د بیع البراءة په نوم خرڅلاو معرفې کړ په کوم کې چې د سودا اخیستونکې د معاملې د لغو کولو حق بایلې که خرڅوونکې د عیب څخه نه وو خبر.

د بیع البرا‌ءة سره توپیر لرې. Caveat Empter Sale  په یاد مو وې چې

 کې Caveat Emptorپه بیع البراءة کې پلورونکې د عیب څخه نه وې خبر او په

پلورونکې که خبر وې او کنه ذمه وار نه دی.

Revocation of Misrepresentation and the Hazard –۵-خیار التغریر/ التدلیس:

که چیرته په یوه معامله کې پلورونکی د پیرودونکی سره فریب یا دوکه وکړی او یا یوڅه  د بازار څخه څو چنده لوړ خرڅ کړې نو پیرودونکی کولی شی چې قرارداد لغو کړې.

اسدالله مبارز

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب