عضلات او حرکات، عضلو جوړښت او ډولونه

عضلات او حرکات

تاسې اړتیا لری، چې د خپل ورځني ژوند پر مهال ګڼ حرکات ترسره کړئ. عضلات له تاسې سره په دې کار کې مرسته کوي. په دې درس کې تاسو ته د عضلو د جوړښت په اړه او په حرکاتو کې د عضلو د رول په اړه معلومات درکوو.

د عضلو جوړښت

عضلې د الیاف په نامه له ځانګړو حجرو یا د عضلې له تارونو څخه جوړې شوې دي، چې یو د بل تر څنګ پراته دي. د عضلې د حجرو په دننه کې پروتین ډوله نري تارونه شته، چې د انقباض یا کېکاږل کېدو وړتیا لري. کله چې د عضلې ټولې حجرې کېکاږل شي، عضله هم منقبض کېږي او په نتیجه کې د یو غړي د حرکت لامل ګرځي.

د عضلو ډولونه

عضلې درې ډوله دي. مخططې یا سکلیټي عضلې، ښویې عضلې او د زړه عضله

  1. سکلیټي عضلې

د انسان سکلیټي عضلې د بدن تقریبآ  ۴۰٪ وزن جوړوي. سکلیټي عضلې د حرکت لپاره د بدن په هډوکو پورې نښتې دي او کولای شي سلګونه ډوله حرکت منځ ته راوړي. کېدای شي دا حرکتونه د یو غوسه شوي شخص په څېره کې ولیدل شي. کله چی د حرکت اراده وکړو؛ نو له مغز څخه پیغام سکلیټي عضلو ته لېږدول کېږي او په نتیجه کې یې حرکت منځته راځي. د پلې (Tendon) رشتې سکلیټي عضلې له هډوکو سره نښلوي.

کږوونکې او سموونکې عضلې(Flexor and Extensor Muscles)

عمومآ د بدن عضلې په جوړه ډول کار کوي، چې له دې جوړې څخه یوه یې د بدن یوه برخه کږوي او بله همدغه بېرته خپل سم حالت ته راوړي. بېلګه یې د مټ دوه سرې (Bicep) او درې سرې (Triceps) عضلې دي، کله چې دوه سرې عضله انقباض وکړي، مټ د اوږې خواته وړي او کله چې درې سرې عضله انقباض وکړي، مټ بېرته خپل پخواني حالت ته ځي.

نو دې پايلې ته رسېږو چې هره عضله چې د بدن یا سکلیټ یوه برخه کږوي یا منقبض کوي، د کږوونکې یا فلیکسر په نامه یادېږي او مقابله عضله یې چې کږه شوې برخه خپل حالت ته راولي یا یې سموي، د سموونکې یا ایکسټنسر په نامه یادېږي. لکه د مټ دوه سرې عضله کږوونکې او درې سرې عضله سموونکې عضله ده.

  1. ښویې عضلې

ښويې عضلې مخططې برخې نه لري. د دې عضلې حجرې اوږدې او دوک ډوله دي، ارام حرکت کوي او لږه انرژي مصرفوي. د پاڼې په شکل جوړې شوې دي او د هضمي سیستم، تنفسي سیستم، د وینې د رګونو او تکثري مجراوو کې شتون لري. دا عضلې غیر ارادي عضلې دي. 

  1. د زړه عضله

د شمزۍ لرونکو حیواناتو زړه له دې عضلو څخه جوړ شوی دی او داسې معلومېږي، چې نه ستړې کېدونکي عضلې دي. دغه عضله د ښويې او مخططې دواړو عضلو ځينې ځانګړتیاوې لري لکه جوړښت یې مخطط دی او دنده یې غیر ارادي ده. د زړه عضلې په خپلو حجرو کې دوه هستې لري.

ارادي او غیر ارادي عضلې

  1. ارادي عضلې

ارادي عضلات هغه دي چې ستاسې بدن يې په لوی لاس کنټرولولی شي، دا عضلات ستاسې په هډوکو پورې يا په مستقيمه توګه او يا د يو ډول پنډو فيبري بنډلونو په مرسته نښتلي دي، چې عضلي وتر (Tendon) يې بولي.‌ د دې عضلي وترونو له منځه يو هم اکيلس وتر چې تاسې يې په ښه توګه حس کولی شئی او د ښنګري تر څنګ موقعيت لري. خو د ارادي عضلاتو کار يوازې اطراف ته په حرکت ورکولو پورې رالنډ نه دی.‌ ستاسې ژبه، سترګې او ژامه له دې عضلاتو پرته حرکت نه کوي.‌

  1. غیر ارادي عضلې دا هغه عضلې دي، چی زموږ په اختیار کې نه دي لکه د زړه عضلې، د معدې عضلې او داسې نورې عضلې، چې حرکت یې موږ نه شو کنترولولی.

د غړو د انقباض لپاره انرژي

عضلاتي حجرې د هوازي او غیر هوازي انرژۍ په واسطه په پرله پسي ډول ATP تولیدوي، د حجرې د استراحت په وخت کې دا انرژي غیر فعاله وي؛ خو کله چې انګېزه د غړي د حجرې مرکز ته ورسېږي او د کلسیم ایون اندوپلازمیک ریتیکولم څخه ازاد شي، نوموړې قوه فعالېږي او تقلص پیلېږي. د دې ټول بهیر لپاره انرژي د ATP څخه په لاس راځي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب