ادیبان، لیکوالان، شاعرانافغانستان مشاهیر

عبدالشکور رشاد

Abdul Shakoor Rashad

عبدالشکور رشاد د ۱۹۲۱ د نوامبر د مياشتی پر ۱۴ نيټه په کندهار کی زيږيدلئ دی .

په کال ۱۹۳۳ د شپږم صنف نه فارغ شو . یو کال وروسته په ۱۹۳۴ کی د ۱۳ کالو په عمر د معلم په توګه مقرر شو . عبدالشکور رشاد په ۱۹۴۸ کی و هندوستان ته سفر وکړ تر څو هلته د پښتو ژبی په اړوند لا زيات معلومات لاس ته راوړی . ده په هندوستان کی لمړئ هندی ژبه زده کړه او بيا يی دده لمړنی کتاب د »لودی پښتون« په نامه وليکئ .

ښاغلئ رشاد په ۱۹۵۷ کی په کابل کی د پښتو ټولنی (پښتو اکاډيمی) غړئ شو. په همدغه وخت کی ښاغلئ رشاد د کابل پوهنتون د ادبياتو په فاکولته کی د استاد په حيث مقرر شو. په همدغه فاکولته کی دی ده د پروفيسور په حيث و پيژندل شو . په ۱۹۶۱ کال کی ښاغلی رشاد په زانکت پيترسبورګ کی د شرقی اسيا په انستيتوت کی د پښتو دا دبياتو د استاد په حيث تدريس کاوه . د ۱۹۶۳ کال په مابين کی کوم وخت چه ښاغلی رشاد د پيترسبورګ نه وطن ته راستون شو ، د کابل په پوهنتون کی د پښتو دديپارتمنت د آمر په حيث و ټاکل شو. پرو فيسور رشاد د خپلی مورنئ ژبی پښتو په بغل کی په فارسی ، اردو ،هندی ، عربي ، روسی ، انګريزی ، سانسکريت او جاپانی ژبه خبری کولای سوای . ده زیات شمير کتابونه او اشعار په مختليفو ژبو ليکلی دی .

پرو فيسور رشاد په کال ۱۹۴۷ کی کوم وخت چه ده ۲۶ کاله عمر درلود د افغانستان اولنی سياسی پارټئ ته چه د ويښ زلميانو په نامه ياديده شامل سو . په ۱۹۵۲ کی پروفيسور رشاد د افغانستان په اولين پارلمان کی د استازی په توګه وټاکل شو ، خو له بده مرغه په هغه وخت کی د کندهار دوالی »عبدالغنی خان« د مقاومت له کبله اجازه ور نه کړه شوه چه په پارلمان کی د و کيل په توګه ګډون واخلی . ښاغلی پروفيسور رشاد د کمونستانو د حکومت په دوره کی زيات شمیر ليکنی تر سره کړيدی چه د هغه وخت د امنيتی موخی په اساس په معما توګه خپريدل .

ښاغلی پروفيسور رشاد په کال ۱۹۷۸ تقاعد شو .
پروفيسور رشاد د ۲۰۰۴ کال د دسامبر د میاشتی پر اوله نيټه د ۸۳ کالو په عمر په کابل کی ددنيانه سترګی پټی کړی . دده تر وفات وروسته زيات شمير ښوونځئ د رشاد په نامه و نوميدلی .

لوي ترين ملی کتابتون (کتابخانه) په کندهارکی و پوهنتون ته نژدی دده په نوم ياديږی .

ټول افغانستان ویبپاڼې څخه په مننې

 

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: