ګناهونه

ظلم كول- ګناه

قوله تعالى : إِنَّ اللّهَ لاَ يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ وَإِن تَكُ حَسَنَةً يُضَاعِفْهَا وَيُؤْتِ مِن لَّدُنْهُ أَجْرًا عَظِيمًا (40)

ژباړه.بيشكه چي الله (جل جلاله) په خپل بنده باندي ظلم نه كوي ديوي ذري په اندازه سره اوكه وي دغه يوه ذره دنيكی نوالله  (جل جلاله)  به يي دوه چنده اوياڅوچنده عوض ورکړي اووربه کړي دغه نيكي كونكي ته تفضلاً له طرفه خپل ثواب ډيرلوی.

 وقوله تعالى:  وَلاَ تَحْسَبَنَّ اللّهَ غَافِلاً عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الأَبْصَارُ (42)

ژباړه: ګمان مکوه په الله باندې دغافله دهغه څخه چې ظالمان يې عمل اوفعل کوې په تحقيق سره چې الله دوی ته ترهغي ورځي پوري مهلت اووخت ورکوي په کومه ورځ چې رډي اودباندې به ولاړه وې سترګې دانسانانوچې دقيامت اودحساب ورځ ده.

مُهْطِعِينَ مُقْنِعِي رُءُوسِهِمْ لاَ يَرْتَدُّ إِلَيْهِمْ طَرْفُهُمْ وَأَفْئِدَتُهُمْ هَوَاء (43)

ژباړه منډي به وې اوسرونه به يې اوچت اولوړنيولي وي ددوی نظراوسترګې به دوی ته نه راګرځي اوزړونه به يې دعقل اواحساسه خالي وي په هيڅ سره به نه پوهيږي.

 وَأَنذِرِ النَّاسَ يَوْمَ يَأْتِيهِمُ الْعَذَابُ فَيَقُولُ الَّذِينَ ظَلَمُواْ رَبَّنَا أَخِّرْنَا إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ نُّجِبْ دَعْوَتَكَ وَنَتَّبِعِ الرُّسُلَ أَوَلَمْ تَكُونُواْ أَقْسَمْتُم مِّن قَبْلُ مَا لَكُم مِّن زَوَالٍ (44) وَسَكَنتُمْ فِي مَسَـاكِنِ الَّذِينَ ظَلَمُواْ أَنفُسَهُمْ وَتَبَيَّنَ لَكُمْ كَيْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَكُمُ الأَمْثَالَ (45)

ژباړه: او ويره وه اي محمد (صل الله عليه وسلم) خلك د هغي ورځاني  دراتلوڅخه چې رابه سي دوی ته عذاب، يا قيامت يا مرګ، نو وبه وايي دغه ظالمان دډيره وهمه او ويري، اي ربه مهلت راکړه موږ ته اووروسته کړه عذاب زموږڅخه تر هغه نيټي پوري چې موږ ستا دعوت قبول کړو، او متابعت ستا درسولانو وکړو، نو ددوی په جواب کې به رب جل جلاله توبيخاً ووايي ايا نه وای تاسو چې قسم به موكاوه په دنيا کې په دې سره چې موږ ته زوالنستهسودمن او ګټمن به يو  په دي سره چېنستهزوال ستاسوددنيا څخه واخرت ته(يعني دوی داخرت په حساب اوکتاب باندې عقيده نلرله) او اوسيدلي واست تاسو دهغه چا په مينه او كورونوكي چې هغوی په خپلو ځانونو باندي ظلم کړي وو په سبب دكفر او نورو معاصيو سره ،ښكاره سوي ده تاسو ته دا خبره چې څه وکړه موږ په هغوی باندي دعذابه او اهلاكه، او بيان کړي وه موږ تاسو ته مثالونه دهغه قوم چي هغه څوك وه اوڅنګه موږهلاك کړي وه،لكه عاداوثمود،قوم لوط اونورقومونه ،په تيرو ايتونو کې الله عزوجل خپلوبندګانوته واضحه کړه چې اللهجل جلاله ظالم نه دی، دخپل ډير قوت سره سره په خپل يوه عاجزه بنده باندې ديوي ذري په اندازه ظلم هم نه كوي، ددې ايتونودمفهوم څخه دا معلومه سوه چې دغه رب به هيڅ كله خپل يوه بنده ته دا اجازه ورنکړي چې دهغه په بل بنده باندي ظلم وکړي، همدارنګه الله جل جلاله دهغو خلكواوقومونو چې په خپل وخت کې يې ظلمونه کړي وه امثال وړاندي کړه، چې ددوی دظلم له کبله په هغوی باندې څنګه عذابونه  نازل سوي دي اوعاقبت يي څنګه اوڅهشي سو، ظلم دالله جل جلاله په كتاب کې عام ذکرسويدی  چې هغه لفظ هرنوع ظلم ته شاميليږياول ظلم دبنده په خپل نفس  باندې او بياديوه بنده ظلم په بل بنده باندې دی، چې په حقيقت کې داټول ظلم دبنده په خپل نفس باندې دی ځکه چې همدغه بنده يې دعاقبت سره مخا مخ کيږي، ظلم په خپل نفس باندي،يودادی لكه څوک دالله جل جلالهسره شرك ونيسي کوم چې الله پاک په خپل کلام کې په ظلم عظيم سره ذكر کړيدی وقوله (( وإن الشرك لظلم عظيم)) بيشكه چې شرك لوی ظلم دی، په بل ايت کې رب ذكر كوي وقوله ((وما ظلمهم الله ولكن كانوا انفسهم يظلمون)) يعني الله جل جلاله په دوی باندې ظلم نه دی کړي مګردا دوی وه چې په خپلو نفسونو باندې يې په سبب دمعاصيو ظلم کړی دی،همدارنګه درسول الله صل الله عليه وسلم په مبارکوحديثونو کې دظلم په ارتباط او دهغه دعقاب په ارتباط مفصل معلومات سته چې دضرورت په اندازه حسب الطاقة به يي راوسپړو.

{وعن ابي ذر رضي الله تعالى عنه عن النبي (صل الله عليه وسلم) فيما يروي عن ربه عز وجل انه قال يا عبادي إني حرمت الظلم على نفسي وجعلته بينكم محرما فلا تظالموا} رواه مسلم والترمذي وابن ماجه  {وعن جابر (رضي الله عنه) ان النبي رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:اتقوا الظلم فان الظلم ظلمات يوم القيامة واتقوا الشح فان الشح هلك من كان قبلكم حملهم على ان سفكوا دمائهم واستحلوا محارمهم} رواه مسلم وغيره.

دحضرت ابي ذرالغفاري (رضي الله عنه) څخه روايت دى، هغه درسول الله (صل الله عليه وسلم)څخه په هغه څه کې روايت كوي چې دی مبارك يعني رسول الله(صل الله عليه وسلم يي دخپل رب له طرفه حكايت كوي رسول الله وايي چي رب (جل جلاله) يي خپلوبندګانوته خطاب كوي دا چي اي زما بندګانو په تحقيق سره چي ما په خپل ځان باندي ظلم حرام ګرځولی دی، همدارنګه مي ستاسو په منځنو کې په تاسو باندي يوپربل باندې ظلم حرام ګرځوليدی، نو تاسو يو په بل باندې ظلم مه سره كوی، مسلم و غيره، دحضرت جابر رضي الله تعالى عنه څخه روايت دیهغه وايي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)فرمايلي دي داچې پرهيز او اجتناب وکړی تاسو دظلم کولو څخه، په تحقيق سره چې ظلم کول په ورځ دقيامت باندې دانسان لپاره تاريكی دې  ډيري زياتي لپاره دظالم يا ظلم كونكي، او پرهيز وکړی تاسو، ځانونه وساتی دبخل څخه په تحقيق سره چي بخل هلاك کړي دي ډير خلك چې ستاسو وړاندي تير سوي وه،  دبخل په سبب سره دهغوی ويني مباح وګرځيدي او محارم مالونه يانفسونه دهغوی حلال وګرځيدل .

{ وعن ابي هريرة رضي الله عنه ان رسول الله (صل الله عليه وسلم) قال اتدرون ماالمفلس؟ قالوا المفلس فينا من لا درهم له ولا متاع. فقال:رسول الله (صل الله عليه وسلم ان المفلس من امتي من يأتي يوم القيامة بصلاة وصيام وزكاة ويأتي اخرفيقول قد شتم هذا وقذف هذا، واكل مال هذا، وسفك دم هذا، وضربني هذا، فيعطي هذا من حسناته وهذا من حسناته، فان فنيت حسناته قبل ان يقضي ما عليه اخذ من خطايا هم فطرحت عليه ثم طرح في النار} رواه مسلم و ترمذي.

دحضرت ابي هريره (رضي الله عنه) څخه روايت دى، هغه وايي چې  رسول الله (صل الله عليه وسلم)موږته وويله ايا تاسو پوهيږی چې مفلسه څوك دی؟ صحابه كرامو (رضي الله عنهم) په جواب کې وويل چې په موږ کې خو مفلسه هغه چا ته ويل کيږي چې نه پيسه لري او نه بل دقيمت شي چې خپل لاس ورباندې وچلوي، نو رسول الله وويل: چې په تحقيق سره مفلس  زمادامت هغه څوك دی چې په ورځ دقيامت دحساب لپاره په ده سره راتګ وسي، چې ډير لمونځونه به يي کړي وي، ډيري روژي به يي نيولي وي، ډير زكاتونه به يي مسكنانواوفقيرانوته ورکړي وي،نو بيا به نور خلك راسي و الله (جل جلاله) ته به عرض وکړي يوبه وايې چې ياالله (جل جلاله)دغهسړي ماته په دنياکې په ناحقه سره ښكنځل کړيوه، بل به وايي چې دغه سړي په ماباندې په ناحقه سره بهتان ويلي وه، بل به وايي چې دغه سړی په ناحقه سره زما مال  خوړلی وه، بل به وايي چې دغه سړي په ناحقه سره زما وينه توی کړيوه، بل به وايي چې دغه سړي  زه په ناحقه سره وهلي وم،نو دغو ټولو ته به ددغه سړي دحسناتو څخه فديه وركول کيږي ترڅو يي ټوله حسنات خلاص سي، كه يي نيکيوياحسناتو كفايت و نه کړي نو بيابه د هغوی ګناهونه او خطاګاني  په ده باندې اچول کيږي ترڅو يي حسنات خلاص سيدپرديوخلګوپيټي يي ورپه شاسي بيا به په جهنم کې وغورځول سي، مسلم و ترمذي العياذباالله.

{وعن ابن عباس (رضي الله عنهما) ان رسول الله (صل الله عليه وسلم) بعث معاذا الى اليمن فقال اتق دعوة المظلوم فانه ليس بينها وبين الله حجاب } رواه البخاري و مسلم والترمذي والنسايي وغيره

دحضرت ابن عباس رضي الله تعالى عنهما څخه روايت دى هغه وايي چې رسول الله(صل الله عليه وسلمحضرت معاذ بن جبلرضي الله عنه دامر په توګه يمن ته واستاوه، حضرت رسول اكرم داستولوپه وخت کې هغه ته وصيت كاوه او ورته ويي ويل: چې اي معاذه ځان وساته دښيرا دمظلوم څخه، ځکه دمظلوم دښيرا او دالله (جل جلاله) په مينځ كي حائل او مانع نسته.

{وروي عن علي (رضي الله عنه) قال قال رسول الله (صل الله عليه وسلم) يقول الله عزوجل اشتد غضبي على من ظلم من لا يجدله ناصرا غيري} رواه طبراني.

دحضرت علي (رضي الله عنه) څخه روايت دی،هغه وايي چې فخر الموجودات ((صل الله عليه وسلم)فرمايلي دي دا چې الله پاک  وايي سختيږي غضب او قهر زما په هغه چا باندي چې ظلم وکړي په هغه چا چې بيله ما بل مدد ګاره او مرسته كونكی نلري طبراني .

{و عن ابي هريرة(رضي الله عنه) ان رسول الله (صل الله عليه وسلم) قال: المسلم اخو المسلم لا يظلمه، ولا يخذله،  ولا يحقره، التقوى هاهنا، التقوى ههنا، التقوى ههنا، ويشير الى صدره بحسب لامرئ من الشر ان يحقر اخاه المسلم، كل المسلم على المسلم حرام دمه وعرضه وماله } رواه مسلم.

ژباړه.دحضرت ابي هريره رضي الله تعالى عنه څخه روايت دى، هغه وايي چې  رسول الله (صل الله عليه وسلم)فرمايلي دي دا چې يو مسلمان دبل مسلمان ورور دی، دی به خپل په دغه  ورورباندې ظلم نه كوي، هغه دې نه دوكه كوي په چل اوفريب سره، هغه ته دي  په سپكه او حقارت سره نه ګوري، بيا  خيرالبشر(صل الله عليه وسلم)وفرمايل چې تقوى دلته ده، تقوى دلته ده، تقوى دلته ده، ده مبارك هغه وخپلي مباركي خپلي ته اشاره کوله، كافي ده يوه سړی لپاره په داسي اندازه شر،دا چې هغه دخپل مسلمان ورور سپكوالی اوحقارت كوي، هر مسلمان په بل مسلمان باندي حرام دی له طرفه دالله (جل جلاله)چې تويه وې وينه دهغه، رژه وې عزت او عفت دهغه او ضائع كول دمال دهغه، صحيح مسلم.

{وعن انس رضي الله تعالى عنه قال: قال رسول الله (صل الله عليه وسلم) انصر اخاك ظالما او مظلوما، فقال رجل من المسلمين، يا رسول الله انصره اذ كان مظلوما ، افرأيت ان كان ظالماً كيف انصره، قال تحجزه او تمنعه عن الظلم فان ذالك نصره} رواه البخاري.

دحضرت انس رضي الله تعال. عنه څخه روايت دى، هغه وايي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم) وويل مرسته وکړی تاسو دورور خپل ظلم كونكي او پر ظلم كيدونكي باندي ددواړوسره، نويوهسړیدمسلمانانو له منځه څخه  پوښتنه وکړل چې يا رسول الله موږ مرسته او كمك كولایسودهغه چا سره چې ظلم ورباندې کيږي، ايا تاسو ته داسي معلوميږي كه څوك ظالم وي ظلم كوي نودهغه څنګه  مرسته وکړو؟ نو رسول الله صل الله عليه وسلم ورته وويل:  پرده واچوي دده اودده ظلم په مخ کې، يا دا چې منعه يي کړي له ظلم کولوڅخه نو په تحقيق سره دغه بندول دده له ظلمه څخه دده سره مرسته او كمك دی.

{ وعن سهل بن معاذبن انس الجهني عن ابيه (رضي الله عنهما) عن النبي (صل الله عليه وسلم) قال: من حمي مومناً من منافق اراه قال بعث الله ملكاً يحمى لحمه يوم القيامة من نار جهنم } رواه ابو داود.

ژباړه..حضرت سهل بن معاذ بن انس الجهني (رضي الله عنه) روايت كوي درسول اكرم (صل الله عليه وسلم) څخه هغه وايي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)وفرمايل هغه چا چې دفاع وکړه دمسلمان ورور دمنافق له ظلمه څخه، دی وايي چې زما په ياد کې دي چې ويي ويل: الله (جل جلاله)به په ورځ دقيامت يوه ملكه  ده ته واستوي چې دده دغوښو دفاع به كوي داوره دجهنم څخه، ابو داود. په لوړو ايتونو او احاديثو مباركه  ووكي، دظلم بدوالی او دظلم مختلف اقسام ذكر سوي دي، ظلم هر هغه څه ته ويل کيږي چې  دبل انسان دنفس، مال، عزت او عفت زوال پكښي راځي، لكه قتل، وهل، سپكه ول، تحقيرول، مال مځکه  اونورڅه ځيني اخستل، حتى په يوچاباندې پسخندوهل او مسخري ورباندې كول په داسي توګه سره چې هغه ورباندي ځوريږي اوازاريږي، كه داکاريوڅوک په خپله کوي او كه دبل چا په واسطه سره يېکوي هغه ته ظلم ويل کيږي،همدارنګه په خپل ځان باندې ظلم په داسې توګه سره چې يوانسان دداسې اعمالومرتکب سې چې دهغه ګناه په سبب سره دالله دعذاب مستحق وګرځي ځکه چې ترټول اول پرانسان باندې دخپل نفس ژغورل فرض دې چې هم يې دحقيقي اوهم يې دحکمي عذابونوهمدارنګه دتحقيره اوسپکوالي اونورومنهياتوڅخه وژغوري،همدارنګه ټولنيزمظالم دي لکه خيانت،حق پوټول،غلطي فيصلي کول،دسيسي جوړول،دباطل اوظالم سره مرسته کول،دخلکوغولول،دخلکودښه ګمان څخه بده استفاده کول اوداسې نور.. ظلم په كبائروكي ډيره لويه ګناه ده او ډير بداودانسان لپاره مهلک مرض دی دايوبي ساری ساري مرض دی چېسړیورباندي مبتلا وي، هغه مسلمان سالم مسلمان بلل کيږي چې نور مسلمانان يي دلاس ژبي له ضرره په امان کې وي، لكه رسول الله (صل الله عليه وسلم)  چې  فرمايي،{ المسلم من سلم المسلمون من لسانه ويده}ژباړه سالم مسلمان هغه څوك دی چي نورمسلمانان يي دژبي اود لاس دشره څخه په امن كي وي،يعني نه په ژبه چاته ضرر رسوي اونه په لاس باندي، زموږ په ټولنه کې متاسفانه هر نوع دظلم اقسام وجود لري، دمسلمان دوژلو او وينو تويولو څخه را شروع بيا تر قومي سپكتيا وو پوري، دژبي او لاس ازار خوبيخي عادي ګرځيدلی دی، دخلكو په مال، سر، حتى ځيني وخت په ناموس باندي دخلكو تجاوز کيږي همدالوی علت دی چې زموږهيواددبي امنی اوبي ثباتی سره مخامخ دی اولسګونوکلونوداوراوظلم ميچني کله دپردواوکله دخپلودلاسه راباندې چليږي اوپه ډول ډول ستونزو اوکړاونوسره ځوريږو ځکه چې موږټوله په مستقيم اوياغيرمستقيم ډول سره ياخوخپله ظالمان يواويادظالمانوسره مرسته کوو په يوه حديث کې راځي چې حاکميت دکفرسره دوام پيداکولای سي خودظلم سره نسي پاته کيدلای ځکه نوپه ټولنه کې عدالت ډيرمهم دی که عدالت نوې هيڅ ټولنه دامن اواستقرارڅخه برخورداره کيدلای نسي، دغه ظالمان بايد په دې سرهښه پوی سي چې دغه دنيا بي وفا ده، په ورځ دمحشر کې به دټولو مظلومانو حق وركول کيږي  چون هلته ډالر،پونډ،ايرو او افغانی نستهنوبيا به دده دنيك عمل څخه ومظلوم ته حيصه اوعوض وركول کيږي، كه دچاښه او نيك عمل  ختم سي بيا به دمظلومانو بدی اوناوړه اعمال په دویباندي باريږي چې په دغه ورځ ښه عمل که څه هم لږوې تربل هرشي زيات ارزښت اوقيمت لري ځکه چې په دغه ورځ ټوله داراومداردعمل په کرنسی سره کيږي بل هيڅ شی انسان ته په ښه نه ورځي نه مال اودولت،نه زوراوقوت،نه واوسطه اوقوميت،نوظالمان به په هم دي ډول سره  دالله په عذاب او اورکې لويږي الله (جل جلاله)  مودي په خپل لوی فضل اومهربانی سره ځيني وساتي.

safi foundation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: