بیلابیل اسلامي لیکنېڅیړنیز بحثونهمعلومات

طبعي ناورينونه، ازمايښت او که الهي عذاب!؟

الحمدلله رب العالمين، والصلاة والسلام علی الرسول رحمة للعالمين. وبعد

الله جل جلاله ټول کائنات په حقه پيدا کړي، ځمکه يې د انسان د اوسېدو لپاره مناسبه ګرځولې او غرونه يې پرې مېخونه لګولي، اسمان يې له ستنو پرته درولی، د کائناتو بې حسابه برخې، ستوري او سيارې، لمر او سپوږمۍ او ټول نظامونه يې په ولکه کې دي، ټولو ته يې خپل خپل بريدونه ټاکلي دي او ټول د الله جل جلاله په ارادې سره حرکت کوي  او که الله وغواړي، د سترګو په رپ کې د کائناتو ټول نظام ړنګولای او بدلولای شي.

له بلې خوا يې پر ځمکه د انسان لپاره ځانګړي قوانين او حدود ټاکلي دي او دا يې پرې لازمه کړې چې زما پر ځمکه به زما په قانون چلېږي؛ نو که انسان د الله له قانونه سرغړونه وکړي الله ورته په لومړي قدم کې شرعي سزا ټاکلې ده، چې له حد، کفارې او استغفار څخه عبارت دی، خو کوم خلک چې د ګناه په صورت کې “شرعي” سزا پلې نه کړي، بيا الله په خپله “قدري” سزا ورکوي، شرعي سزا خاص وي او يوازې ګناهګار ته رسېږي؛ خو قدري سزا بيا عامه وي او يوازې تر ګناهګارانو محدوده نه وي،الله جل جلاله وايي: وَاتَّقُوْا فِتْنَةً لَّا تُصِيْبَنَّ الَّذِيْنَ ظَلَمُوْا مِنْكُمْ خَاۗصَّةً[الانفال ۲۵]

ژباړه : او له هغې فتنې ځان وساتئ چې له تاسې به په ځانګړې توګه يوازې هغو خلكوته نه رسيږي چې تېری يې كړی وي.

د زلزلو، ځمکښويېدنې، سونامي او نورو قدرتي پېښو د رامنځته کېدو څرنګوالی ښايي په ښکاره همهغه وي چې ساينسپوهان يې وايي، خو له اصلي علتونو او لاملونو يې هغوی هم نه دي خبر چې داسې پېښې ولې او د څه له امله را منځته کېږي؟ الله جل جلاله يې علت په ګوته کوي: ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ اَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيْقَهُمْ بَعْضَ الَّذِيْ عَمِلُوْا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُوْنَ[الروم:۴۱]

ژباړه: د هغه څه له امله په وچه او لمده کې فساد څرګندشوی چې د خلکو لاسونو ترسره کړي، څو هغوی ته د ځينو هغو(کړنو) سزا وروڅکي چې کړي يې دي.

وَمَآ اَصَابَكُمْ مِّنْ مُّصِيْبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ اَيْدِيْكُمْ وَيَعْفُوْا عَنْ كَثِيْرٍ[سورة الشوری ۳۰]

ژباړه: او تاسو ته چې كوم مصيبت در رسيږي نو د هغه څه له امله چې لاسونو مو ترسره کړي دي او هغه (لا) له ډېرو تېريږي.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: “لا يصيب رجلا خَدْش عود، ولا عثرة قدم، ولا اختلاج عِرْق، إلا بذنب، وما يعفو الله أكثر”.

ژباړه: څوک چې په يو لرګي شوکاري شي، يايې پښه وښويېږي او يا يې رګ وشکېږي، دا هرڅه يې د خپلې ګناه له امله وي، او کوم چې الله بخښي هغه تر دې خورا ډېر دي.

بل ځای کې الله تعالی فرمايي: { مَا أَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللهِ وَمَا أَصَابَكَ مِنْ سَيِّئَةٍ فَمِنْ نَفْسِكَ }[النساء ۷۹]

ژباړه: (خبره داده) كومه ښېګڼه چې در ورسي د الله له خوا ده او كه څه كړاو در پېښ شي نو ستا له خپله ځانه ده.

او کله ناکله دنيايي مصيبت په ښکاره مصيبت وي خو هغه د مؤمنو نېکانو لپاره امتحان، د درجو  لوړوالی، او د برياليتوب لامل وي، لکه په دې حديث کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي:”مَا يُصِيبُ الْمُسْلِمَ مِنْ نَصَبٍ وَلَا وَصَبٍ وَلَا هَمٍّ وَلَا حُزْنٍ (حَزَنٍ) وَلَا أَذًى وَلَا غَمٍّ حَتَّى الشَّوْكَةِ يُشَاكُهَا إِلَّا كَفَّرَ اللهُ بِهَا مِنْ خَطَايَاهُ”([1])

ژباړه: مسلمان ته چې کومه ستوماني، ناروغي، خپګان، تکليف يا غم پېښېږي، تر دې چې له يو ازغي څخه دردمن کېږي الله  يې په بدل کې ګناهونه له منځه وړي.

مَآ اَصَابَ مِنْ مُّصِيْبَةٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ   ۭ وَمَنْ يُّؤْمِنْۢ بِاللّٰهِ يَهْدِ قَلْبَهٗ وَاللّٰهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيْمٌ [سورة التغابن ۱۱]

ژباړه: د الله له ارادې پرته هيڅ مصيبت نه رسيږي او څوك چې په الله ايمان راوړي دهغه زړه ته به لارښوونه وكړي او الله په هر شي ښه پوه دى.

علامه ابن کثير رحمه الله ددې آيت په تفسير کې ليکي:

چاته چې يو مصيبت ورسېږي او نوموړی پوه شي چې دا د الله تعالی خوښه او پرېکړه ده، نو صبر وکړي، هيله وکړي او د الله پرېکړې ته غاړه کېږدي، الله به يې زړه ته  لارښوونه وکړي او څه چې يې په دنيا کې له لاسه وتلي، په بدل کې به يې د زړه هدايت ورکړي، رښتونی باور به ور په برخه کړي او د هغه بدل يا به تر هغه ښه شی ورکړي.

اعمش رحمه الله د ظبيان له خولې روايت کوي، وايي يو ځل موږ له علقمه رحمه الله سره ناست و چې يو چا دغه ايت ولوست او بيا له نوموړي پوښتنه وشوه چې له دې څخه مراد څوک دی؟ هغه وويل: له دې نه هغه څوک مراد دی چې مصيبت ور ورسېږي او نوموړی پوه شي چې دا د الله تعالی له خوا دی؛ نو پرې راضي شي او غاړه کېږدي.

او سعيد بن جبير او مقاتل بن حيان رحمهماالله وايي: له دې څخه مراد هغه څوک دی چې مصيبت ورته ورسيږي او دی { إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ } ووايي.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: “عجبًا للمؤمن، لا يقضي الله له قضاء إلا كان خيرًا له،([2]) إن أصابته ضَرَّاء صبر فكان خيرًا له، وإن أصابته سَرَّاء شكر فكان خيرًا له، وليس ذلك لأحد إلا للمؤمن”

ژباړه: مؤمن ته تعجب دی، الله چې يې په هکله هره پرېکړه کوي دده لپاره پکې خير وي، که ضرر ور ورسېږي او صبر پرې وکړي، ورته خير وي، که خوښي ورته ورسېږي او شکر پرې وباسي، هم ورته خير دی، او دا ځانګړتيا يوازې د مؤمن ده.

مؤمن ته بې صبري نه ښايي

ځينې خلک چې د الله تعالی له لورې يو مصيبت سره مخ شي، د دې پرځای چې الله ته ور وګرځي، عبادت زيات کړي، په خپلو بدو عملونو پښيمانه شي او صبر وکړي، برعکس نورو ګناهونو ته لاس اچوي، بې صبري کوي، د الله عبادت ته نوره هم شا ور ګرځوي او آن کله ناکله د الله جل جلاله په شان کې هم ناوړه خبرې کوي چې دا يو ستر جنايت دی، يو حديث کې دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو سړی راغی پوښتنه يې وکړه چې کوم عمل غوره دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: پر الله ايمان او باور لرل او د الله په لار کې جهاد کول، هغه وويل: ای د الله رسوله! تر دې اسانه عمل غواړم، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: الله چې دې په هکله کومه پرېکړه وکړي بد پرې مه وايه.

الله تعالی کله هم پر چا ظلم نه کوي، په دنيا کې چې انسان ته کومه بدي رسېږي هغه يې له خپله لاسه وي؛ خو کله انسان په خپلو بديو پوهېږي او کله ترې ناخبره وي.

د الله د عذاب راتلو لاملونه

د محمدي امت يوه ځانګړنه دا ده چې الله يې د پخوانيو امتونو په څېر ټول  يو ځل نه هلاکوي، دا خبره د رسول الله صلی الله عليه وسلم له يو حديث څخه ثابتيږي چې وايي: سألت ربي ثلاثًا فأعطاني اثنتين ومنعني واحدة سألت ربي أن لايهلك أمتي بالسنة فأعطانيها وسألته أن لايهلك أمتي بالغرق فأعطانيها, وسألته أن لا يجعل بأسهم بينهم  فمنعنيها.([3])

ژباړه: ما له خپل رب څخه درې شيان وغوښتل؛ دوه يې راکړل او يو يې رانکړ، له خپل رب څخه مې وغوښتل چې زما امت په عمومي کاختۍ نه وژني؛ نو رايې کړ، او سوال مې ترې وکړ چې زما امت په غرقولو سره هلاک نه کړي، دا يې هم راکړ، او بل مې سوال ترې وکړ چې د دوی تر منځ دې سختې جګړې نه کېږي، نو دا يې را نکړ.

خو ځينې محدود او ځانګړي عذابونه د دې امت لپاره هم شته، او دا په هغه وخت کې راځي چې ټولنه فاسده شي، ظلم زيات شي، ګناهونه ډېر شي، صله رحمي له منځه ولاړه شي او فحاشي عامه شي، بيا چې د الله عذاب راشي ډېر نېکان او بزرګان خلک هم رانغاړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم  وايي: “إن الله عز وجل، لا يعذب العامة بعمل الخاصة حتى يروا المنكر بين ظَهْرَانَيْهم، وهم قادرون على أن ينكروه فلا ينكروه، فإذا فعلوا ذلك عَذَّب الله الخاصة والعامة”.([4])

ژباړه: خبره داده چې الله جل جلاله  تر هغه د ځانګړو خلکو له امله ټول وګړي نه په عذابوي څو چې په خپل منځ کې ناروا وويني او دوی يې ترې راګرځولو وس ولري خو را ويې نه ګرځوي؛ نو چې داسې وکړي، الله عام او خاص ټول په عذاب اخته کړي.

دلته يو څو داسې حديثونه ستاسو مخ ته ږدم چې هغه ګناهونه پکې په ګوته شوي چې د الله د عذاب د راتللو لامل ګرځي.

شراب او سندرې عامېدل

عَنْ عِمْرَانَ بْنِ حُصَيْنٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: فِي هَذِهِ الْأُمَّةِ خَسْفٌ وَمَسْخٌ وَقَذْفٌ فَقَالَ رَجُلٌ مِنْ الْمُسْلِمِينَ يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَتَى ذَاكَ قَالَ إِذَا ظَهَرَتْ الْقَيْنَاتُ وَالْمَعَازِفُ وَشُرِبَتْ الْخُمُورُ.([5])

ژباړه: له عمران بن حصين څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: په دې امت کې به ځمکننوتنه، مسخ کېدل او کاڼي ورېدل وي، نو له مسلمانانو يو تن پوښتنه وکړه: يارسول الله! دا به کله وي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: کله چې سندرغاړې او د موسيقۍ آلات څرګند شي، او شراب وڅښل شي.

نن که زموږ ټولنې ته وکتل شي، سندرې يوه عامه خبره ده او ډېر خلک يې د روح غزا بولي، په موټرو کې يې غږول دومره عام دي لکه د موټر ماشين چې په سندرو چلېږي، داسې ډېرې راډيوګانې شته چې شپه او ورځ يوازې سندرې خپروي، په تلوېزونو کې داسې خپرونې وړاندې کېږي چې عام ځوانان سندرو ويلو او فحاشۍ ته هڅوي، شراب په بازارونو کې ښکاره پلورل کېږي او بې حيايي ورځ تربلې زياتېږي، په ودونو کې د هلکانو ګډول عادي خبره ده، دا د لوېديځي ډيموکراسۍ يوه لويه لاسته راوړنه ده چې زموږ هېواد ته يې راوړې ده؛ خو په حقيقت کې دا د الله د عذاب بلونکي ګناهونه دي. ربناالمستعان.

بل حديث کې چې ام سلمې رضي الله عنها روايت کړی رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: “إذا ظهرت المعاصي في أمتي، عَمَّهم الله بعذاب من عنده” . فقلت: يا رسول الله، أما فيهم أناس صالحون؟ قال: “بلى”، قالت: فكيف يصنع أولئك؟ قال: “يصيبهم ما أصاب الناس، ثم يصيرون إلى مغفرة من الله ورضوان”([6])

ژباړه: زما په امت کې چې کله ګناهونه ښکاره شي، الله پرې له خپل طرفه عام عذاب راولي، ام سلمه رضي الله عنه وايي چې ما وويل: اې د الله رسوله! ايا په دوی کې به نېکان خلک نه وي؟ ويل: وي به، ويل: نو هغوی به څه کوي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: څه چې خلکو ته رسېږي دوی ته به هم رسېږي او بيا به دوی د الله بخښنې او خوښۍ ته ورځي.

امر بالمعروف او نهي عن المنکر پرېښودل

يو له هغو ګناهونو چې د الله عذاب ته بلنه ورکوي، امربالمعروف او نهي عن المنکر پرېښودل دي، که په يوه سيمه کې ځينې خلک په يوه ګناه اخته وي او نور خلک اګر که نېکان هم وي؛ خو له وس لرلو سره سره ګناهګاران سمې لارې ته نه رابولي، په داسې وخت کې چې د الله عذاب راشي ټول رانيسي، هغه که ګناهګار وي او که نه وي، رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي:

“والذي نفسي بيده، لتأمرن بالمعروف، ولتنهون عن المنكر، أو ليوشكن الله أن يبعث عليكم عِقابا من عنده، ثم لتَدعُنّه فلا يستجيب لكم”([7])

ژباړه: زما دې په هغه ذات قسم وي چې زما روح يې په ولکه کې دی! امربالمعروف او نهي عن المنکر کوئ؛ کنه نژدې ده چې الله به عذاب درباندې راولي، بيا به دعا کوئ؛ خو نه به قبلېږي.

بل حديث کې وايي:”ما من قوم يعملون بالمعاصي، وفيهم رجل أعزّ منهم وأمنع لا يغيرون، إلا عمهم الله بعقاب”. ([8])

ژباړه: کوم قوم چې ګناه کوي او په دوی کې تر دوی زورور او منع کوونکی څوک وي؛ خو منع يې نه کړي، الله به پر ټولو عذاب راولي.

بل ځای داسې وايي: “ما من قوم يُعْمَل فيهم بالمعاصي، هم أعَزّ وأكثر ممن يعمله، لم يغيروه، إلا عمهم الله بعقاب”([9])

ژباړه: په کوم قوم کې چې ګناهونه کېږي او په ګناه کې له اخته کسانو نور خلک ځواکمن او ډېر وي؛ خو د دوی مخه نه نيسي، الله به پر ټولو عذاب راولي.

بل حديث کې چې عائشې رضي الله عنها روايت کړی وايي: “إذا ظهر السوء في الأرض، أنزل الله بأهل الأرض بأسه” . قالت: وفيهم أهل طاعة الله؟ قال: “نعم، ثم يصيرون إلى رحمة الله”. ([10])

ومثله قول زينب بنت جحش : يا رسول الله أنهلك وفينا الصالحون؟ قال : « نعم إذا كثر الخبث»([11])

ژباړه: کله چې بدي پر ځمکه ښکاره شي، الله د ځمکې پر خلکو خپل عذاب نازلوي، عائشې رضي الله عنها پوښتنه وکړه چې په دوی کې به د الله منونکي وي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: هو، هغوی به بيا د الله رحمت ته ځي.

همداسې د زينب بنت جحش رضي الله عنها په روايت کې دي چې هغې رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې په موږ کې به نېکان خلک وي بيا به هم هلاکېږو؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: هو، کله چې ګناهونه ډېر شي.

خيانت، درواغ او خپلوي پرېکول د عذاب لاملونه

دغه درې ګناهونه هم له هغو دي چې په دنيا کې د الله د عذاب راتللو سبب کېږي، او د تاسف ځای دا دی چې همدغه ګناهونه زموږ په ټولنه کې ډېر عام دي،  رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: ما من ذنب اجدر ان يعجل الله تعالی لصاحبه العقوبة في الدنيا، مع ما يدخره له في الآخرة من قطعة الرحم، والخيانة، والکذب.

ژباړه: خپلوي پرې کول، خيانت او درواغ هغه ګناهونه دي چې مرتکب ته يې الله تعالی تر ټولو ژر په دنيا کې سزا ورکوي، سره له دې چې په آخرت کې يې هم ورته زېرمه کوي.

الله دې موږ ته د نېکو عملونو توفيق راکړي او د بدخشان، جوزجان او ټولو سيمو غمځپلو ته دې صبر او په دنيا او آخرت کې غوره بدلې ورکړي.

وصلی الله وسلم علی سيدنا محمد وآله وصحبه وسلم


([1] ) صحيح البخاري حديث شمېره: ۵۶۴۱.

([2] ) مسند احمد, مسند أنس بن مالك.

([3] ) مسند احمد، مسند سعد بن ابي وقاص، حديث شمېره: ۱۵۷۴.

([4] ) اخرجه احمد۴/۱۰۲ والطبراني ۱۷/۱۳۹ بهذالاسناد. (ابن کثير۳/۲۹۲) د دارالکتاب العربي، بيروت چاپ

([5] ) سنن الترمذي حديث شمېره: ۲۲۱۲.

([6] ) اخرجه احمد۶/۲۹۴-۲۹۵. (تفسير ابن کثير:۳/۲۹۳).

([7] ) سنن الترمذي، حديث شمېره: ۲۱۶۹. حديث حسن

([8] ) اخرجه ابوداود ۴۳۳۹ واحمد ۴/۳۶۱ و اسناده حسن في الشواهد. (تفسير ابن کثير ۳/۲۹۳، د دارالکتاب العربي، بيروت، چاپ)

([9] ) اخرجه احمد، وابن ماجه، وابن حبان، والطبراني، والبيهقي، واسناده حسن في الشواهد والمتابعات((تفسير ابن کثير ۳/۲۹۳)

([10] ) اخرجه احمد(تفسير ابن کثير ۳/۲۹۴، د دارالکتاب العربي، بيروت، چاپ)

([11] ) صحيح البخاري حديث شمېره: ۳۳۴۶.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: