طالب العلم ته مسيج یا مشوره

علم د انسان په ژوند کي يوه لويه هستي ده ، د دى حاصلول څه اسانه کار ندې ، انسان هميشه دا کوشش کوي چي ښه علم حاصل کړي ، لکن بعضو ته الله تعالى ښه علم ورکوي او بعضو ته بيا هيڅ نه حاصليږي ، دا وجه ټوله نيت پوري رابطه لري.

طالب العلم لپاره ضروري ده چي کوم علم کوي د هغي لپاره بايد د دى نيت صاف وي ، د نيت صافوالي مطلب دا دې چي کوم علم کوي ټول هر څه به د الله تعالى د رضاء پخاطر به وي.

هر هغه څوک چي بي د الله متعال د رضاء څخه علم کوي په هغه کي به نه برکت وي ،حتى د شخص ته به د الله متعال لخوانه وعيد ورکول کيږي نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايې ، مٙنْ تٙعٙلّٙم لِغٙيْرِ اللهِ فٙلْيٙتٙبٙوء مٙقْعٙدۥه مِنٙ النٙار.

ژباړه ـ څوک چي علم د الله تعالى د رضاء ماسواء بل څه لپاره زده کوي نو ده ځان لپاره په جهنم کي يو ځاي جوړ کړ.

نو ضروري ده چي علم د الله تعالى د رضاء پخاطر وکړو ، اصلا کي علم وسيله ده او عمل ( رضاء ) يې هدف ده.

هارون رشيد په خپل وخت کي يوه لويه مدرسه جوړه کړه ، پدى مدرسه کي ډير شاګردان درس وايه ، يوه ورځ هارون رشيد پدى تکل کي شو چي يو ځل مدرسي ته ورشي خير له ورځو نه يوه ورځ مدرسي ته لاړ.

يوه شاګرد نه يې پوښتنه وکړه بچيه ته چي دا درس وايې څه لپاره يې وايې او آينده کي چي فارغ شوي څه بکوي ؟؟

شاګرد ځواب ورکړ زه غواړم چي يو قاضي جوړ شم او هر څه مي چي په لاس کي وه هغه به کوم ، هارون رشيد ورته کړل چي کينه.

بل شاګرد نه يې پوښتنه وکړه چي بچيه ته چي دا درس وايې څه لپاره يې وايې او آينده کي چي فارغ شوي څه بکوي؟؟

شاګرد ځواب ورکړ زه غواړم چي يو ښه مسجد جوړ کړم او په هغه کي به ښه خطابت کوم ، هارون رشيد ورته کړل چي کينه.

بل شاګرد نه يې پوښتنه وکړه چي بچيه ته چي دا درس وايې څه لپاره يې وايې او آينده کي چي فارغ شوي څه بکوي ؟؟

شاګرد ځواب ورکړ زه غواړم چي يو لوي مفتي جوړ شم او خلک به رانه د مسألو پوښتني کوي ، هارون رشيد ورته کړل کينه.

هارون رشيد وزير ته وايې رازه کار خراب شو ، څه لپاره چي ما مدرسه جوړه کړي وه هغه خو پکي نشته رازه چي زو امر کوم چي دا مدرسه دى ورانه شي ، کله چي له مدرسي نه وتل دروازي سره يو کمزورۍ شاګرد ناست دې او لګيا ده خپل درس وايې ، دې ورته ودريده وزير يې ورته وايې چي له ده نه هم تپوس وکړه هارون رشيد ځواب ورکړ چي دې به څه ووايې ، وزير بيا ورته وويل چي يو ځل لدينه تپوس وکړه ، خير تپوس ترينه کوي.

هارون رشيد ورته وايې السلام عليک ، شاګرد ورته ځواب نه ورکوي بيا ورته السلام عليک طالب جانه سلام مي درباندي واچوه ځواب دى رانکړ زه اميرالمٶمنين يم هارون رشيد او زه ستاسو د مدرسي مهتمم يم ، شاګرد په ځواب کي ورته وايې زه فقير سړۍ يمه زما له اميرالمٶمنين او مهتتم سره څه دى زما خو هر څه د کتاب سره دى.

هارون رشيد ورته کړل يو تپوس درنه کوم دومره حق خو مې درباندي کيږي ، هغه ورته کړل وکړه تپوس ، هارون رشيد ورته کړل چي بچيه ته دا درس څه لپاره وايې او آينده کي چي فارغ شوي څه بکوي؟؟

ورته وايې هارون رشيد صاحب قسم ده چي زما بل څه اراده وي زما اراده په علم سره داده چي د الله تعالى د رضاء لاري پيدا کړم او علماوو ته د الله تعالى د رضاء د پاره لنډي لاري وي نو د الله تعالى د رضاء لنډه لار پکي ګورم ، هارون رشيد ورته کړل ستا پخاطر دا مدرسه پريږدم او نه يې ورانوم.

پوهيږۍ دا ماشوم يا شاګرد څوک وو ، دا ماشوم يا شاګرد امام غزالي رحمه الله وو ، ګورۍ د هغه خاص د الله تعالى رضاء وه چي آخر داسي ځاي ته ورسيده چي حتى نن ورځ د امام په نامه پيژندل کيږي.

په هر څه کي د الله متعال رضاء پکار ده او د الله متعال د رضاء پخاطر هر کار مخکي تللۍ شي ، بدبختانه زمونږ د ټولنی ځوانان داسی جوړ شوې دی چی هر کار د مشهوریدلو پخاطر کوی  دا مشهوریدل له ریا څخه شمیرل کیږی حتی په ښکاره شرک کول دی نو راځی له مشهوریدلو نه ځان وساتو او هر څه د الله متعال د رضاء پخاطر وکړو  .

ليکوال: عبدالعزيز حقمل

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب