اقتصادتاریخجغرافیه

صنعتي انقلاب څه شی دی؟

صنعتي انقلاب

د اوه لسمې پیړۍ تر وروستیو پورې د تولید اصلي عامل د انسان مټ او د لاس ځواک و او نور عوامل ډیر کمزورې ونډه په تولید کې لرله.  په اروپا کې خلک په لاسی کارونو لکه اوبدلو  مصروف وه خو ددې پیړۍ په وروستیو کې د صنعتي انقلاب په رامنځته کیدو لومړی د اوبو محرکه ځواک او وروسته د بخار ځواک د تولید په خدمت کې ورکړای شو.

ولې صنعتي انقلاب د لومړي ځل لپاره  انګلستان کي منځ ته راغی؟

صنعتي انقلاب د لومړي ځل لپاره انګلستان کي منځ ته راغي .د دغه صنعتي انقلاب، انګلستان نړۍ کې په یوه بډای هیواد بدل کړ. د بخار د ماشین. د ټو کروداوبدلو ماشین او د اوسپنې د ویلې کولو د فابریکو اختراع، د پرمختللو صنعتي ماشینینو د جوړولو په لور د بشر په پرمختګ کې مهم ونډه درلوده.صنعتي انقلاب چې د انساني ځواک په بدل کې د ماشین د ځواک کارول څخه عبارت دی،لومړي له انګلستان څخه پیل شو او ورو، ورو نورو هیوادونو ته يې براختیا وموندله د بخار د ماشین په کشفولو سره تولید بهیر ګړندی شو،دتولید لګښتونه را ټیت شول او دعامې هوساینې کچه يې په صنعتي هیوادونوکې ډیره کړه.

د اروپایي هیوادونو په صنعتي کیدویو لړ لامړونه لکه د کافي طبیعي زیرمو شتون، ارزانه انساني ځواک،ډیره مادي پانګه، کارپوهه ځواک، د دولت ملاتړ اودخرڅلاو د بازار اړتیا پیدا شوه او له هغه ځایه چې په دغو هیوادونو کې هغه ټول عوامل په لاس کې نه و، دولتونو په یو لړاستعماري او توسعه طلبانه اقداماتو لاس پورې کړ. له همدې امله صنعتي انقلاب په خپله د دوو اقتصادي،ټولنیزو پېښودراپیدا کیدو او پرختیا لامل شو.

1712

 

1764

1768

1771

1785

د توماس نیوکامین لومړنی اختراع د اوبو هغه واټر پمپ وه د بخار ماشین  په وسیله چې له بريښنا پرته له څاه   څخه اوبه خيژول.

د اوبدلو  ماشین “سپینینګ جینی”،  لاسی کار وه.

د اوبدلو  ماشین د اوبو ځواک کارول .

لومړی فابریکه

دنساجی  په  صنعت کې د جیمز واټس د بخار مشین  وکارول شو.

 

صنعتي انقلاب په انګلستان کې تر ټولو لومړی په دریو برخو کې رامنځته شو چې عبارت دي له اوبدل، ډبرو سکاره او د اوسپنې ویلې کیدل چې په پایله کې يې انګلستان په یوه صنعتي ځواک بدل کړ.په دې لړ کې یو شمیر کارخانې د لوړو دودکشونو او تورلوغړن لوګي په درلودلو چې په هواکې تتیده، د شنو او ښاسشته کلو او بانډو ځای ونیوه. ددغو کارخانو په شاوخواکې د کوم پلان او نقشې پرته رامنځته کیدل. دغه ښارونه ډیر چټل او ککړ و او وږي او ستړي کارګران دې ته اړو چې له دوولس ساعته سخت کار څخه وروسته په هغو کې ارام وکړي.

د صنعتي انقلاب پر مهال هره نوې اختراع ددي سبب کبدل چې نوي ماشینونه دې یو شمیر کارګرانو پر ځای په کار پیل وکړي او یو شمیر خلک بیکاره کړي. په پایله کې کارګران بیکاره شول، ماشینونه یې د ځان د بدمرغۍ مسؤول ګنلو او ځینې وختونه یې ماشینونه ماتول که څه هم وروسته په دې پوه شول چې ماشین کومه ګناه نلري بلکې نوی اقتصادي نظام د هغوي د بې کارۍ مسؤول دي نوو کارخانو ډیر شمېر پخواني لاسي صنایع او کوچنۍ دستګاوې تسخیر کړلې او د کسب او پخواني لاسي صنایعو خاوندان د لویو کارخانو اجیر کارګران شول.

د صنعتي انقلاب په لومړیو کې د کارګرانو مزدوري ډیره لړه وه او کارګران د خپلو خېټو د مړولو لپاره دې ته مجبور شول چې خپلې ښځې او ماشومان  د کار لپاره کارخانوته بوځي. د معدن کارګرانو ټوله ورځ په کارکولو بوخت و. ځینې وختونه یې تر څو میاشتو د ورځې روښنایی په سترګه نه لیده.

د اوولسمۍ پیړۍ نه را په دېخوا، کله چې نړۍ صنعتي شوه او په نړۍ باندې پانګوال نظام حاکم شو، د روزي پیدا کولو دوهمه طریقه ډېره عامه شوه؛ ځکه چې هر صنعتي شرکت کارګر ته ضرورت لري. د نړۍ په صنعتي هیوادونو کې د کارګرو غوښتنه لوړه شوه، په دې هیوادونو کې د روزي پیدا کولو تر ټولو اسانه لاره په صنعتي شرکتونو کې کار و.
د شرکتونو مالکان پانګوال ول. هغوی د خپلی ګټي فکر کاوه نور د کارګرو د حق فکر ورسره نه و. انسان ته یې د انسانیت په سترګه نه کتل. هغوی ته یوازې د شرکت ګټه مهمه وه، دا ګټه که د کارګر د ژوند په قیمت هم تر لاسه کېده پروا یې نه لرله.

د کارګر د نړيوالې ورځې فلسفه

کارګرو د خپلو حقوقو د دفاع لپاره اتحاديې جوړې کړې، تر څو د خپلو حقوقو څخه دفاع وکړي. په کال ۱۸۸۶ز د مۍ په اوله د امریکا د شیګاګو په ښار کې کارګرو د دې لپاره مظاهرې وکړې؛ تر څو په ۲۴ساعتونو کې یوازې اته ساعته کار وکړي. له دې پخوا د کار لپاره کومه محدود وخت نه و، په دغو تظاهراتو کې تر دری سوه زرو ډېر کارګرو برخه اخیستې وه؛ تر څو له خپلو حقوقو څخه دفاع وکړي.
دې تظاهراتو دوام وکړ. د مۍ په څلورمه د نامعلومو کسانو له لورې په پولیسو باندې د لاسي بمونو حمله وشوه چې نتیجه کې څلور پولیس ووژل شول. د دې کار په عکس العمل کې پولیسو په عامو کارګرو باندې ډزې وکړې چې له امله یې اووو کارګرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او پاتی نور په سلګونو زخمیان شول. د وخت محکمې د کارګرو د اتحادیې په مشرانو د اعدام حکم وکړ او هغوی یې اعدام کړل.
نن چې د کارګرو نړیواله ورځ ده، په دې ورځ کارګر قرباني ورکړې او د خپلو هغو بې ګناه ملګرو د وژل کېدو په یاد نن ورځ یې رخصتي ده او خپل د نن ورځې پیسې پرته له کوم کار څخه تر لاسه کوي.

 

کارل مارکس د کارګرانو فلسفه شوه

د پانګوالو د دغه ناوړه چلنده په نتیجه کې یوه ډله مفکرین چې تر ټولو مشهور یې کارل مارکس دی، د پانګوال نظام د فکری مشر ادم سمیت د پانګوال نظام نظریه یې رد کړه او پر ځای یې د مساواتو غوښتنه وکړه، د مارکس نظریې په لږه موده کې ډیر پلویان پیدا کړل چې په نتیجه کې لینیین چې له دې نظریې نه متاثره و په کال ۱۹۱۷ز کې په تزاري روسيه کې کودتا وکړه او د قدرت واګې یې خپلې کړې. دا لومړی خوځښت و چې د مارکس نظریه د یو حکومت نظریه شوه. ورپسې د نړۍ په نورو سیمو کې هم په پرلپسې انقلابونه منځته راتلل او د مارکس نظریه په نړۍ کې مخ په پراخیدو وه، تر دې چې نړۍ دوه قطبی شوه، د یوه قطب اقتصادی نظریه پانګوال وه او د بل قطب نظریه بیا ټولنیزه اقتصادي نظریه وه.
مارکس د مساواتو لپاره مبارزه وکړه د دغه فکر لپاره په عملی میدان کې هم ډېر کار وشو او دغه فکر ډېر انسانان وخوړل؛ خو متاسفانه چې دغه فکر د انسان له طبیعت سره برابر نه دی؛ ځکه دغه دنیا د کار او زحمت دنیا ده که استعدادونه فرق کوی یو انسان یو څه کې کامیاب وی او بل انسان په بل څه کې، انسان باید د خپل کار او زحمت مطابق اجوره لاسته راوړي. په ټولنه کې باید عدالت حاکم وي، نه مساوات. که چېرې مساوات حاکم شي بیا هم ټولنه ظالمه پاتې کېږي. د با استعداده او خواریکښو انسانانو حق تلف کېږي. استعداودنه ځپل کېږي، ټولنه د پرمختګ په ځای په شاتګ کوي، موثریت له منځه ځي، هغو هیوادونو کې چې د مارکس اقتصادي نظریه حاکمه شوه، هغوی تر دې دمه له بحران سره مخ دي، ځکه هغوی ونشوای کولای چې هر انسان ته په عادلانه توګه د هغه حق ورکړي.
دواړه اقتصادي نظریو کې کارګر مظلوم پاتی کیږی هیڅ یو هم د کارګر حقوق په سمه توګه نه دي مراعت کړي. که په پانګوال نظام کې په کارګرو کار زیات دی او سرمایه داران یې حقوق په سمه توګه نه مراعت کوي نو سوشلیزم کې هم بیا په سرمایه دارنو ظلم کیږی. هغوی چې ډیر زحمت کړی سرمایه یې تر لاسه کړی له هغوی سره ناوړه چلند کیږي. د هغوی د استعداد قدر نه کیږي، ځپل کیږي. که هغوی څومره زحمت کاږي، بیا هم د یو تنبل انسان معامله ورسره کیږي چې دا بیا په خپل ځای ظلم دی. د اسلام اقتصادي نظام په عدل باور لري نه په مساواتو د استعدادونو قدردانی کیږي. هر انسان چې څومره کار کوي د همغه کار مطابق ورته اجره ورکوي. د مال حرکت په ټولنه کې ستایي، سرمایه داران تشویقوي چې زکات او صدقات ورکړي تر څو ټولنه په ارامي او خوشالي کې ژوند وکړي، انسان نیکبخته وي.

پوښتنې

  • صنعتي انقلاب د لومړي ځل لپاره چيرته څه وخت او ولي منځ ته راغي؟
  • د بخار ماشین په تولید کې څه بدلونونه رامنځته کړل؟
  • ولې کارګرانو د ماشینونو پر وړاندې غبرګون ښوده؟
  • د انګلستان د صنعتي انقلاب پایلې څه وي. په ګوته یې کړئ.
  • انقلاب یعنې څه؟
  • صنعتي انقلاب څه معنا لرۍ؟

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close