جنت او دوزخ

شپږ كارونه د جنت ضمانت وركوي

۱- كله چې خبرې كوئ، رېښتيا وايئ.
۲- چې وعده وكړئ، پوره كوئ يې!.
۳- د امانت ساتنه كوئ.
۴- خپل عورتونه (شرم ځايونه) وساتئ.
۵- له نارواوو څخه سترګې وساتئ.
۶- او له ظلم او تيري څخه لاسونه وساتئ.


ابو ذر (رض) وايي، چې ماته رسوال الله صلى الله عليه وسلم د اوو شيانو امر كړى:
۱- له مسكينانو سره مينه او هغوى ته نږدې كيدل.
۲- په دنياوي چارو كې له ځان څخه لاندې كسانو ته كتل.
۳- د خپلوۍ پالل، كه څه هم هغه يې نه درسره پالي.
۴- له چا نه، د هېڅ شي غوښتنه نه كول.
۵- حق ويل، كه څه هم ترخه وي.
۶- د خداى په دين كې د چا له ملامتيا څه نه ويرېدل.
۷- د (لاحول ولا قوة الا بالله) ډېر ويل.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: