شهــــادت – شعر

شهادت ابدي ژوند دی، شهادت د رب نعمت دی

شهادت لويې اعزاز دی، شهادت ستر سعادت دی

*

شهادت د ژوند زکوة دی صدقه ده نذرانه ده

شهادت د رب لقاء ته لنډه لار ده، قرابت دی

*

شهادت د ژوند بقاء ده ابتداء ده انتهاء ده

شهادت د رب رضا ده کاميابي ده بشارت دی

*

شهادت د عشق آغاز دی نورو مينو نه ممتاز دی

شهادت په وچو شونډو د وصال شرين شربت دی

*

شهادت د مينې حق دی شهادت پر عاشق پور دی

شهادت کې عجيب خونددی،شهادت کې ډېرلذت دی

*

شهادت د محمد رسول الله يو ستر ارمان ؤو

شهادت د اصحابانو ستر مقام او شان شوکت دی

*

شهادت “عُقابي” غوره طريقه د بندګۍ ده

شهادت عبادتونو کې ځانګړی عبادت دی

شاعر : عُقابي جانان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب