شهزادۍ ختلون څوک وو؟ کیسه

د هغې شهزادۍ کیسه چې هلکان به یې غېږ‌ نېونه کې ماتول او د واده شرط کې به یې اسونه ترې ګټل

‘د مغولو په واکمنۍ کې د پاچا “کیدو” یوه لور وه چې “ایګیارنې” نومېدله. په تاتارۍ ژبه کې یې مانا “روښانه سپوږمۍ” ده. دا نجلۍ هم ښکلې ډېره وه او هم ډېره تکړه او زړوره وه. د پلار په ټوله پاچاهۍ کې یې داسې نر نه و چې د زړورتیا په کارنامو کې تر دې مخکې شي’

دا د یوې ځواکمنې شهزادۍ په اړه د ایټالوي سوداګر او لیکوال مارکو پولو خبرې دي چې په خپل کتاب “بوک آف ونډرز” یا “د عجایبو کتاب” کې یې لیکلې دي.

دا شهزادۍ د “ختلون” په ګډون په څو نومونو پېژندل کېده خو مارکو پولو په خپل کتاب کې هغه د “ایګیارنې” په نوم یاده کړې ده.

په ۱۳مه پېړۍ کې د مغولو پاچاهي د اروپا د هنګري له پولو رانیولې بیا په ختیځ کې تر چین سمندره غځېدلې وه. پر دې ټولې سیمې د چنګېزخان ځایناستو حکومت کاوه.

ختلون یاني‌ دا شهزادګۍ د چنګېز خان کودۍ او د اوګودې کړوسۍ کېدله. هغه سړی چې چنګېز خان خپل ځای‌ناستی ټاکلی و. دی د مغولو د یوې ډېرې ځواکمنې کورنۍ مشر و.

خو تر نسل او نسب د مارکو پولو پام د شهزادۍ خپل شخصیت او زړورتیا ته ډېر اوښتی و. هغه که یو خوا تکړه جنګیالۍ وه نو بلخوا یې د ژوند جالب اړخ دا و چې له واده یې انکار کړی و.

یوازې په دې شرط یې واده ته غاړه ایښودله چې ‘که داسې یو سړی پيدا شي چې دې ته ماته ورکړي’

خو دا اسانه خبره نه وه، ځکه چې د نورو مغولو ښځو او نارینه‌و غوندې دا هم په غشي ویشتنې کې تکړه وه، هم په اس ځغولو کې ماهره وه او پر دې سربېره په منګولیا یا مغولستان کې د [بوک] په نوم دود غېږ نیونه کې هم څوک نه شول ورته ټينګېدلی. د دا ډول غېږ نیونې پر مهال هغه کس بایلونکی دی چې پر ځمکه تر بل وړاندې ولګېږي.

مینه وال ډېر پیدا شول او ټولو ته شرط مالوم و. که شهزادګۍ یې ماته کړه نو واده به ورسره کوي او که دی مات شو نو سل اسونه به ورکوي.

د شهزادۍ غېږ نیونې سیالۍ او د شرطونو ګټل

په ۱۵مه پېړۍ کې د مارکو پولو په یوه کتاب کې دا عکس خپور شوی چې ختلون پکې د غېږ نیونې پر مهال ښودل شوې، پاچا کیدو او د هغه ښځه یې په دربار کې د سیالۍ ننداره کوي.

دا خبر په شاوخوا ټولو هېوادونو کې خپور شو. زلمي راډېر شول خو یو په بل پسې مات شول او له شهزادۍ ختلون سره په شرط کې د ګټل شویو اسونو شمېر لسو زرو ته ورسېد.

مارکو پولو په خپل کتاب کې لیکي‌ چې د یوه بل هېواد شهزاده وویل چې که دی مات شي نو د سلو پر ځای به زر اسونه شهزادۍ ته ورکړي، ځکه چې هغه پوهېده چې که شرط وګټي نو څه په لاس ورځي.

دا شهزاده ډېر ښکلی او د یو بل لوی پاچا زوی و.

ویل کېږي چې ‘کیدو یاني د شهزادۍ پلار ډېر خوشاله و او خپلې لور ته یې زارۍ کولې چې ځان ورته مات کړي او شهزادۍ پرېږدي چې شرط وګټي او زوم یې شي.”

خو ختلون شهزادګۍ انکار وکړ او د نندارچیانو منځ ته له شهزاده سره غېږ نیونې ته ورغله. هلته ډېرو نندارچیانو هم غوښتل چې شهزاده سیالي وګټي چې “دا ښکلې جوړه سره یو ځای شي او واده وکړي.”

‘دواړه سیالۍ ته راووتل. یوه بل ته یې غېږې سره ورکړې. خو ډېر ژر شهزاده مات شو او شهزادګۍ ختلون شرط وګاټه.’

ختلون ته زر اسونه ورکړل شول او زلمی شهزاده ځوړند سر د هغې له هېواده ووت او خپلې سیمې ته وکوچېد.

که څه هم مارکو پولو باندي له تاریخي پلوه دا باور نه کېږي چې د تاریخي پېښو د باور وړ مستند سازي دې یې کړې وي. خو کتاب او پکې شته داستان ځکه د خلکو خوښ شو چې د مغولو په اړه یې هغسې کیسې نه دي کړې چې په اړه یې فکر کېږي. یاني بې رحمه او خونخواره او داسې وګړي چې دنیا یې وژله او خوړله بلکې په دغه کتاب کې هغوی ډېر مذهب انسانان ښودل شوي.

خو بیا هم د مارکو پولو ځینې لیکنې دروغ ښکاري، که څه هم تجربې یې رومانوي اړخ لري.

د ختلون شهزادۍ د شخصیت په اړه هم ګڼې افسانې او خیالي کیسې شته خو ځينې یې پر تاریخي لیکنو استناد کوي. په ځانګړي ډول د راشد الدین همداني لیکنې.

هغه د “جامع التواریخ” په نوم کتاب کې په ۱۴مه پېړۍ کې د مغولو د پاچاهۍ په اړه لیکلي دي.‌

خو د ځینو پېښو په اړه داسې تفصیل پکې شته چې سر نه سره خوري.

خو د ختلون شهزادۍ کیسه نیمايي داستان دی او نیم یې پر امکاناتو لیکل شوی چې ښايي‌ داسې به شوي وي.

موږ پوهېږو چې هغه د کیدو پاچا یوازېنۍ لور وه. که سیاسي پرېکړې وې، که د عدالت او انصاف اړوند موارد وو او که د جګړې ډګر و، هغه د خپل پلار یاني پاچا تر ټولو مهمه سلاکاره وه. په داسې حال کې چې تر دې یې ۱۴ مشران وروڼه هم وو.

پاچا هغه بېلابېلو جګړو ته له ځانه سره بیولې وه.

مارکو پولو وايي، “هغه به کله د دوښمن پوځ ته نږدې ورغله، له منځه به یې یو سړی راونیو او پلار ته به یې راوست. داسې لکه یو باز چې پر مرغۍ برید وکړي”

د هغې د بدن په اړه مارکو پولو لیکلي چې، “په ونه دنګه او ځواکمنه وه، لکه دېو داسې وه”

ویل کېږي چې هغه وروسته واده ته رضا شوه خو هیچا هم ماته نه شوه کړای. یو وخت خو یې دېښنو دا اوازه خپره کړې وه چې ګواکې پاچا له خپلې دې لور سره جنسي اړیکې لري. خو دوی دا ادعا رد کړې وه.

خو تر ننه دا په ډاګه نه ده چې هغې له چا سره واده وکړ.

د اوسنیو ځينو ویډيويي لوبو او فلمونو “اتله”

شهزادۍ
شهزادۍ ختلون

په ۲۱مه پېړۍ کې اوس ختلون په ویډيويي لوبو او ادبیاتو کې د یوې اتلې په توګه پېژندل کېږي

د “جامع التواریخ” کتاب لیکوال راشد الدین همداني وايي چې ختلون شهزادګۍ د “غازان” په نوم یوه ځوان باندې مینه شوې وه چې په ۱۲۹۵ کې د فارس خان و خو واده یې سره ونه کړ.

په ځینو تاریخي حوالو کې ویل کېږي‌ چې “دا نېکمرغه او ښکلی سړی یو قاتل و او د قبلايي په نوم یوه مشر د خپل پلار وژلو ته ساتلی و خو وروسته یې کومه کارنامه کړې وه، ځکه وبښل شو.”

ډېری تاریخ لیکونکي پر دې خبره همغږي دي چې کیدو پاچا غوښتل خپله دا لور د خپل میراث واکداره کړي خو نه دې په خپله دا کار مانه او نه یې هم وروڼو داسې غوښتل. د هغې یوازې د جګړې له ډګر سره مینه وه.

دا زړ‌وره او نه ماتېدونکې شهزادۍ ختلون په ۱۳۰۶ کال کې د نامالومو لاملونو له کبله مړه شوه. ځینې خو وايي‌ چې په مشکوک ډول مړه یا وژل شوې.

په اړه یې ډول ډول کیسې لیکل شوې دي.

اوس په ۲۱مه پېړۍ کې هغه په ویډيويي لوبو او ادبیاتو کې د یوې اتلې په توګه پېژندل کېږي.

له ډلې یې یو کتاب “ختلون شهزادۍ ۲۰۱۷” دی چې ګڼې جایزې یې ګټلې دي او منګولیایي خبریال، لیکوال او فلم جوړوونکي شودرټسیګ باتارسون لیکلی دی.

دا تاریخي ناول په مغولستان کې پوره یو کال تر ټولو ډېر پورل کېدونکی اثر و او فلم هم پرې جوړ شوی چې “ختلون، د واریېر پرنسس ۲۰۲۱” نومېږي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب