تکثري سیستم

شنډېدل او عقامت (infertility)

نن سبا په يو شمېر زياتو کورنيو کې، ميندې د حمل د نه اخيستو او د اولاد د نه لرلو له ستونزې سره مخ دي، د دې ستونزې له وجې په ځينو کورنيو کې د بېلابېلو شخړو، آن د طلاق او جدائۍ خطر تر سترګو کېږي.

د دې لپاره چې وپوهېږو چې ولې، ځينې کورنۍ ماشوم نه شي لرلی، لازمه ده چې په دې هکله د انسان په فزيولوژۍ يا په نارمل وظيفوي تغيراتو رڼا واچول شي.

په داسې حال کې چې يونارمل نارينه، د مياشتې په هره ورځ، د دې ذاتي خصوصيت لرونکی دی، چې د اولاد د نطفې په تشکيل کې برخه واخلي، خو مېرمنې يا ميندې په متوسط ډول په هره مياشت (يا بهتره وويل شي په هرو ٢٨ورځو کې) يو ځل تخمه ازاده وي، د تخمې ازادېدل، د مياشتني عادت په نيمائي کې واقع کېږي، په دې معنی، چې کله چې يوه ميرمن، خپل مياشتنی عادت يا وينه وګوري، نو په څوارلسمه ورځ تخمه يا مونثه هګۍ ازادېږي.

نو که يوه جوړه (ماندينه او ميړه) غواړي چې د اولاد څښتنه شي، د دوي چانس له ١١مې ورځې څخه تر ١٤ کې ډېروي (هدف، د ميرمنې د ٢٨ ورځني، مياشتنی عادت دی).

د مېرمنو د باردارۍ چانس، د عمر په تېرېدو سره کمېږي، په دې معنی چې له٣٠ کلنۍ نه وروسته، د هر کال په تېرېدو د حمل چانس لږ شي.

تر ٣٠ کلنۍ پورې، په هره مياشت کې د باردارۍ يا حمل چانس په سلو کې ٣٠ دی، مګر کله چې د ميرمنې عمر تر ۴۰ کلو پورته شي دا چانس په هره مياشت کې ۵ فيصده او حتی يو فيصد ته راښکته کېدلی شي.

که يوه ځوانه کورنۍ په ١٢ مياشتو کې د اولاد څښتنه نه شي (په ١٢ مياشتو کې حمل واقع نه شي)، اړينه ده چې له ډاکټر سره په اړيکه کې شي.

په لومړي ګام کې ښځه او مېړه بايد د تخمۍ د ازادېدو د وخت، په هکله معلومات حاصل او د ضرورت په مهال، د خپلو اړيکو په هکله تغيرات راولي.

که يوه مير من، په متوسط ډول، په ۴ اونيو کې يوځل “مياشتنی عادت يا وينه“ ګوري، د دې معنی دا چې تخمه تقريبا په منظم ډول ازادېږي.

مګر که يوه ميرمن په کال کې يوازې يو څو محدود او يا هيڅ، د عادت وينه نه ګوري، يا دا چې عادت ژر ژر واقع کېږي، معنی دا شوه، چې نوموړې ميرمن په منظمه توګه تخمې نه ازادوي، او د حمل چانس يې کمزوری يا ډېر کمزوری دی.

نارينه هم بايد د خپل جنسي توان په هکله، ډاکټر ته په رښتيني ډول معلومات ورکړي. له دې وروسته ډاکټر، ميړه او ماندينې ته لازم معاينات ورکوي.

د دې لپاره چې پوه شو چې يوه ميرمن په هره مياشت کې تخمه ازادوي او که نه، د ويني معاينې ته اړتيا ده، دا معاينه د مياشتني عادت په ٢١مه ورځ ترسره  کېږي.

په دې معاينه کې، د يوه هورمون چې پروجسټرون نومېږي، اندازه کول، په همدې مياشت کې د تخمې د ازادېدو په هکله معلومات راکوي. او همدا رنګه د نارينه semen analysis ، د تخمونو د شمار او فعاليت په هکله معلومات راکوي.

که د نارينه د تخمونو معاينه، نارمله نه وي، نو په دی حالت کې، په طبيعي ډول د حمل چانس خورا لږ او يا هم نه وي، مګرد خانګړو طبي تخنيکونو څخه په ګټې اخستنې سره د نارينه او ميرمنې، تخمونه په لابراتوار کې سره يو ځای (artificial  insemonation) او د ميرمن رحم ته منتقل کېږي‎،

د مصنوعي القاح طريقه د (Invitro fertalisation (IVF په نامه يادېږي، په دې تداوۍ کې د موفقيت چانس، نسبت د ميرمنې عمر ته توپير لري.

په ځوانانو کې د بري چانس زيات وي، په عمومي توګه، په يوه ځوانه ميرمن کې، په هر ځل IVF سره د ماشوم د لرلو چانس ۵۰ فيصده تخمين شوی دی.

دا تداوي يا درملنه، په بې وزله هيوادو کی مروجه شوې نه ده، د تداوۍ لګښت هم زيات دی، مثلا په غربي نړۍ کی له ۴ څخه تر ٨ زرو ډالرو لګښت پرې راځي.

د يادولو وړ ده چې ځينې نارينه، په ذاتي ډول، ځيني ناروغي لري چې د پلار کېدو امکان يي نه وي، د دغه راز نارينه وو شمېر خورا کم دی، او بايد له کوژدې يا واده تر مخه، ډاکتر ته مراجعه وکړي، ترڅو تشخيص کړی شي او د مېرمنې ژوند، له ستونزو وژغورل شي.

که نارينه روغ وي او ستونزه په ميرمن کې وي، نوميرمنه طبي او نارينه رواني مرستې ته اړتيا لري.

هغه مېرمنې چې وزن يي زيات يا چاغوالی ولري، بايد کوښښ وکړي چې خپل وزن کم کړي.

هغه مېرمنې چې عمر يي له ۳۵ او په ځانګړي ډول له ۴۰ څخه زیات وي، که له ٦ مياشتو څخه تر ١٢ پورې موده کې، حامله داره نه شي نو بايد ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د دې برخې متخصصين، د لازمو معايناتو تر تکمېلولو وروسته، د مخصوصو دواګانو (هورمونونو) په مرسته، ميرمنو ته دا چانس برابروي چې تخمې ازادې کړي.

خو تر نن ورځې داسې درمل  نه دي پيدا شوي چې د نارينه د تخمونو د کمبود يا بهبود سره مرسته وکړی شي، خو هغه نارينه چې erectile dysfunction لري، بايد ډاکټر  ته ورشي.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: