
شعر په انگرېزي (Poem) هغه کلام ته وائی چې بحر،وزن،ردیف او قافیه ولری . ځنی نور بیا د شعر لپاره دغه شرط نه گنی او د شعر تعریف داسې کوی چې انسان د خپلو احساساتو جذباتو او عواطفو اظهار په داسی ادبی رنگ کې وکړی چې د اور یدونکی یا لوستونکی احساسات هم په هغه شان راوپاروی لکه څنگه چې د شاعر را لړزیدلی وی. که داسی کلام د بحر، وزن، ردیف او قافی د قید دننه وی هم شعر دی او که ددی څخه ازاد وی هم شعر دی .
شعر د یو ځانگړي ذهني او عارفانه حالت زیږنده دی چې دهغه په نتیجه کې شاعر دچاپیریال دشیانو او انسانانو سره یو ډول روحي اوذهني اړیکه پیداکوي چې دغه اړیکه د احساس او فکر دتحریک سبب گرځي اوشاعر خپله پنځونه پدې انفعالي حالت ( الهام )کې وړاندې کوي . شعر په موزون بیان د خیال او فکر عاطفي تړون دی .