شاعرانه خیال!

خیال د شعر د اساسي توکو یو اصل دی، ډېر کله به مو د مختلفو شاعرانو په شعرونو کې ددې اصل، احساس کړی وي.
استاد ناګار صیب د خیال په اړه وایي : (( خیال په لغت کې ګومان ته وایي او په اصطلاح کې هغه قوه ده ، چې مشترک حس یې د مادې د پټیدلو وروسته د محسوسو صورتونو څخه درک کوي هغه هم په داسې حال کې چې مشترک حس یې هر وخت توجه ورته وکړي ))
خیال د فکر نه لوړ دی لومړی د یو شي په اړه خیالي اټکل کیږي وروسته فکري چوکاټ ته اچول کیږي د حواسو سره د ذهن د مخامخ کیدو په پایله کې د محسوس شوي شي یاد جسم صورت یا شکل پیداکیږي د حسي ادراک په واسطه کیږي یاحسي ادراک بلل کیږي خو کله چې دغه صورتونه د شیانو سره د مخامخ کیدو پرته په ذهن کې پیداشي خیال بلل کیږي .
د ستر عارف اوراښاد الفت صیب په خبره :
(( که په شعر او ادب کې له خیال او تخیل څخه کار واخیستل شي او له خیاله نه استفاده وشي له ړندو سترګو هم اوښکې توییږي او له کاڼو نه سخت زړونه نرموي بل ځای وایي: خیال پټ معنوي قوت دی ، چې له واقعاتو اومحسوساتو نه هغه خواځیني شیان ویني او په غیبي حقایقو پورې زړه تړي په کومه لار چې خیال تللی شي هلته عقل دړندو په شان ټپریږي او څه نه ویني دانسان د فکر او عقل ماڼۍ په خیال ولاړه ده ))
نو؛ خیال د شعر د معنوي جوړښت ښکلا ده، بغیر له خیال پردازۍ نه شعر خام کمرنګه، او بې مزې وي.
په شعر کې د خیال په اړه قلموالو اوږدې فلسفې او تبصرې کړي، ما ځکه په لنډو کې خلاصه کړ؛ چې ستاسو ارزښتمن وخت قرباني نکړم.
درنښت!

لیکنه: فهیم مخلص

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب