سګریت څکول جنسي ځواک کمزوری کوي

څیړنې ښيي، چې سګریت څکول د ګڼو نورو روغتیايي ستونزو تر څنګ د نارینه جنسي قوت کمزوری کوي.

د امریکا د نارینه و د ناروغیو د تشخیص د ادارې یو پروفیسور زیوست وايي: ((سګریت څکول په متسقیمه توګه د نارینه جنسي قوت له ګواښ سره مخ کوي.))

ډاکتران دلیل راوړي، چې سګریت څکول په بدن کې د وینې جریان ضعیفوي او نه پریږدي، چې وینه په وخت او منظم ډول د بدن ټولو برخو ته ورسیږي. د همدې له امله د نارینه تناسلي اله په پوره توګه وینه نشي اخیستي او نارینه نه شي کولای، چې خپل مخاطب خوشاله کړي.

دوی وايې، چې سګریت څکول د نارینه تناسلي الې ته ۲۵ سلنه د وینې پمپ کول کموي. ۵۰ سلنه احتمال دی چې انسان د زړه په ناروغیو اخته کړي او ۴۰ سلنه امکان لري، چې د انسان ټول د ویني او رګونو سیستم ګډوډ کړي.

د ارواپوهنې له نظره سګریت څکول د میرمن او خاوند اړیکې هم خرابوي.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب