سړه جګړه څه ته وايي؟ ( Cold War)

سړه جګړه چې په انګریزي یې (Cold War)بولي د شلمې پیړۍ په دویمه نیما یي کې هغه سیاسی اصطلاح وه چې د تودې جګړې په ضد کارول کېدله او دا هغه جګړه وه چې دپخواني شوروي اتحاداو امریکې تر مینځ سیاسی ترینګلتیا او کشمکشونو ته ویله کیږي . دسړې جګړې اصطلاح ددویمې نړیوالې جګړې وروسته دسیا سي ادبیاتوقاموس ته ورننوتله.

موږ او تاسو ټولو ته څرګنده ده چې شوروي اتحاد او دامریکي متحده ایالتونه دوو متضادو سیسټمونه او نظامونو درلودونکي وو، شوروي اتحاددسوشلسټي( سو سیالیستي ) سیسټم درلودونکی و اودامریکي متحده ایا لتونه دکپیټالیستي یا پانګوالي سیسټم درلودونکی و. کله چې دویمه نړیواله جګړه ( ۱۹۳۹-۱۹۴۵)زیږدیز/میلادي پای ته ورسیدله نو نړۍدوه قطبي شوه .یوې خواته دامریکي متحده ایالتونه او لویدیز کپيټالیستي او پانګه وال نظامونه سره یوموټی شول او له بلې خوا شوروياتحاد اودهغه دملګروسو سیا لیستي هیوادونودوارسا په نامه یو پوځي تړون جوړکړ.

باید زیاته کړوچې په دغه تقریبا نیمه پیړۍ کې دغو دواړو زبرځواکونو( امریکې او شوروي اتحاد ) ترمینځ پوځي او ایديو لو جیکه جګړه روانه وه چې یو بل ته دجاسوسا نو روزل او د صنعتي اوپو ځي تجهیزاتو او په اقتصادي او فضایي برخو کې سیالي او رقابتونه روان ول.
دسیاستپوهانو په اندسړه جګړه په ۱۹۸۰ زیږدیز کې هغه وخت پای ته ورسیدله کله چې په شوروي اتحادکې ګربا چوف دگلاسنوست او پرسترویکا (بیا جوړونې )پالیسي رامینځ ته کړه چې وروسته شوروي اتحاددیوزبرځواک ( Super Power) په توګه په ۱۹۹۱ زیږدیز کا ل کې ړنګ شواو ډیر جمهوریتونه چې پخوا ددوی هیوادپه نقشه کې ګډ ول ترې جلا شول او سوسیالیستي کمپ او دوارسا دتړون هیوادونه له مینځه لاړل او نړۍ یوه قطبی شوه او دامریکې لاس ته ورولویدله.

دا خبره هم دیادولو وړده که څه هم امریکې او شوروي اتحاد دسړې جګړې په دوران کې سره په مستقیمه توګه نه دي جنګیدلي،خو دسړې جګړې په دغه موده کې ځینې جګړې رامینځ ته شوي دي چې دغه دواړه اړخونه پکې په غیر مستقیمه توګه دخیل ول لکه : د کوریا جګړه(1950ء-1953ء)، د ویتنام جګړه (1959ء-1975ء)،د کیوبا دمیزائل کړکیچ (1962ء) اود افغان-شوروي جګړه (1979ء-1989ء) .او داوکراین اوسنۍ جګړه

په اوسني وخت کې ځينې سیاسي شنونکي په دې اند دي چې دغه سړه جګړه لا پای ته نه ده رسیدلې ، بلکې ددغې سړې جګړې یونوی دورپیل شویدی چې اوس یې یوه بیلګه دامریکې او دچین تر مینځ سوداګریزه او اقتصادي سړه جګړه ده.دروس او امریکې ترمنځ وسله والې سیالۍ هم لا روانې دي او نیتونه یې لا هم یوبل ته سم نه دي .

لیکنه: لطیف یاد

  • د نصاب کتابونه
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ