سیرت النبي لیکنې

سيرت النبي د څه لپاره؟

د رسول الله صلى الله عليه وسلم دمبارک سيرت لوستل اودهغه يادول- لکه دنورو پاچايانو يا تاريخي واقعاتو- يواځې د تاريخي پيښو د معلومولو لپاره ندې . دسيرت په لوستلو او يادولو کې تر ټولو ستر هدف اومطلب دادى چې د نبي صلى الله عليه وسلم دژوند ټول اړخونه انسان ته څرګند شي اودهغو په رڼاکې مخ په وړاندې ولاړ شي ، ځکه د هغه مبارک ژوند دمسلمان لپاره يوه غوره نمونه اومثال دى چې په پيروۍ  سره يې يوي مسلمان نيکمرغه راتلونکى سمبالولى شي.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سيرت د يادولو څو مهمې گټې دا دي :
1- دنبي صلى الله عليه وسلم شخصيت پيژندل :
په سيرة النبي کې مونږ دنبي عليه السلام شخصيت په پوره توګه پيژندلى شو ځکه چې  دهغه د ژوند ټول  هغه حالات اوشرايط په کوموکې چې هغه مبارک ژوند تيرکړى، ځمونږ په وړاندې راځي . نبي عليه السلام له يولوري دانساني نبوغ اواعلى ذهانت لرونکې شخصيت وو ا وله بلې خوا هغه دالله تعالى استازى اوپيغمبر هم وو چې  تل ورته وحې کيدله او لدې لاره د هغه لارښوونه کيدله ، دانساني ذهانت اونبوغ سره يې الهي لارښوونه اولاس نيوى هم کيده چې همدا دکمال خبره ده اوهمداسې شخصيت د انسانانو لپاره لارښود ،رهنما،رهبر اوقائد کيدلاى شي اوخپل هدف اومقصدته رسيداى شي
2- دنمونې مثال،قدوې اوماډل پيژندل:
دسيرة النبي عليه السلام له لارې مونږ کولاى شو دانسان لپاره يوه داسې نمونه، مثال اوماډل پيداکړو چې ترټولو غوره ،اعلى،پورته اودکمال لرونکى وي تر څو دهغې په پيروۍ سره نه چاته شک پيداشي اونه دچا څخه په پرمختګ کې وروسته پاتې شي.
الله پاک خپل نبې اوپيغمبر دهمدې لپاره راليږلى چې انسانان هغه دقدوې اونمونې په توګه ومني او د هغه په پيروۍ سره هم د الله رضا اوهم داخرت برى اوکاميابي تر لاسه کړي الله تعالى په خپل عظيم کتاب کې فرمايې:( لقد کان لکم في رسول الله اسوة حسنة….) (سورة الاحزاب 21)
3- دقران مجيد دپوهيدلو لپاره:
قرآن مجيد دنبي عليه السلام دمبارک ژوند په 23 کلونوکې نازل شويدى اوډيرزيات قرآني آياتونه دهغه دژوند دمختلفو پيښو،عقائدو،شرائطواوددښمنانو په سلوک اورويې پورې اړه لري چې دسيرت له مطالعې څخه پرته په هغو مبارکو آياتونو باندې پوهيدنه  ګرانه ده نو د قرآن مجيد د پوهې لپاره د سيرة النبي لوستل، مطالعه کول اوليدل ډير مهم رول لري اوډيره آساني راپيداکوي ،ځکه دپيښې د سمې پيژندنې څخه پرته دهغې په هکله د فيصلې اوپريکړې کول امکان نلري اوسيرة النبي همدا پيښې اوواقعې په پوره  اوڅرګند ډول سره وړاندې کوي.
4- په اسلامي ثقافت پوهيدل:
د نبي عليه السلام د مبارک ژوند څخه مونږ ته د اسلامي علومو، معارفو، ثقافت اوکلتور زيات شيان په لاس راځي او د هغې په سمه اوصحيحه معنا باندې پوهيدلى شو ځکه چې هرڅه په اصلي بڼه اواصلي شکل کې هلته موجود وي د نبې عليه السلام ژوند د اسلام د بنسټونو اواحکامو ژوندۍ نمونه اومثال وي اوله هغې څخه ډيرزيات شيان څرګنديداى شي.
5- دښوونې اوروزنې غوره نمونه:
نبي عليه السلام ترټولو زيات غوره اوخير خواه معلم اوروزونکى وو چې د هغه د ښوونې اوروزنې طريقې اولارې چارې د انسانانو اوخصوصا د مسلمانانولپاره د لارې مشال دى او د هغه په پيروۍ سره مسلمانان کولاى شي خپل دنيوي او اخروي ژوند په ښه توګه سمبال کړي.
نبي عليه السلام دخپل مبارک ژوند په مختلفو مراحلواوپړاونوکې د ښوونې اوروزنې لپاره ځانګړې طريقې اولارې چارې په کار اچولي چې د دعوت،بلنې،ښوونې اورزنې لپاره داغوره نمونې دي
6- دژوند په هر اړخ کې نمونه وړاندې کول:
دنبي عليه السلام مبارک ژوند چې دانسان د ژوندټول اړخونه په کې موجود وو، د انساني ژوند د ټولو خواوو لپاره يوه غوره نمونه اوماډل دى .
نبي عليه السلام دفرد په حيث څه ډول ژوندکړى؟ ديوځوان په حيث  يې څه ډول ژوندتير کړى؟ د يوشريک اوملګري په توګه يې څه ډول رويه اوسلوک غوره کړى؟ لنډه داچې نبي عليه السلام د يوپلار،خاوند،ملګري،رهبر،قائد اوسياست مدارپه حيث څه ډول ژوند تيرکړى؟ دا هر څه د هغه په ژوند کې خورا څرګند دي چې د هغه په پيروۍ سره دالله تعالى مينه اومحبت ترلاسه کيداى شي اوهم دنېغې لارې په پيداکولو او وهلوکې ورسره مرسته کوي.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سيرت ماخذونه
دنبي عليه السلام دمبارک ژوند په هکله  چې له کومو مصادرو څخه استفاده کيږي په لاندې توګه دي:
الف: قران مجيد:
د نبي عليه السلام د ژوند زيات اړخونه د قرآن کريم څخه راڅرګنديږي چې ټرټولو غوره او د باور وړ دى. قران مجيد د نبي عليه السلام د ژوند په مختلفو اړخونواو د هغه په شا اوخوا کې په محيط،شرائطو اوحالاتوباندې تبصره اوکتنه کړې اوهغه ئې په ډير غوره توګه د انسانانولپاره وړاندې کړى ترڅو له هغې څخه د خپل ژوندپه ټولواړخونوکې ګټه پورته کړي.
ب: نبوي احاديث:
د نبي عليه السلام څومره مبارک احاديث چې د مختلفو پوهانو اوعالمانو له لورې راټول اوترتيب شوي په هغوکې د نبي عليه السلام د ژوند ټوله پانګه موجوده ده او له هغې څخه دسيرة النبي صلى الله عليه وسلم په هکله پوره معلومات په لاس راځي،څرنګه چې نبوي احاديث دمسايلو ،احکامواورواياتو پر اساس ترتيب شوي نو د نبي عليه السلام د مبارک ژوند اړوند مواد پکې خواره واره پراته دي ، چې دعمومي مطالعې څخه دا هر څه خورا ښه څرګنديږي.
ج:دسيرة النبي په هکله ځانګړې ليکنې:
د قران کريم اونبوي احاديثو څخه برسيره دسيرة النبي عليه السلام په هکله ځانکړې ليکنې،پلټنې،تحقيقات اوچاڼ شويدى چې په منظم اومرتب شکل ورڅخه د نبي عليه السلام ټول ژوند او د هغه په اړوند معلومات څرګندشوي . پدې برخه کې مهمې ليکنې دادى:
1-    دحضرت عروة بن الزبيرليکنه چې تابعي دى او په 93هـ کې وفات شوى دى.
2-    د حضرت ابان بن عثمان ليکنه چې تابعي دى اوپه 105هـ کې وفات شوى.
3-    د حضرت وهب بن منبه ليکنه چې تابعي دى اوپه 110هـ کې وفات شوى دى.
4-    د حضرت شرحبيل بن سعدليکنه چې تابعي دى اوپه 123هـ کې وفات شوى.
5-    د امام ابن شهاب الزهري ليکنه چې په 124هـ کې وفات شوى.
6-    له هغوى څخه وروسته علامه ابن اسحاق دالمغازي ليکنه چې په 152هـ کې وفات شوى او تر ټولو زيات د اهميت وړ کتاب دى .
7-    د علامة ابن سعد الطبقات الکبرى چې لومړۍ برخه يې ټوله په سيرت پورې اړه لري او د پاملرنې وړکتاب دى.
له دوى څخه وروسته په سل ګونو نورکتابونه هم ليکل شويدي چې دپورتنيو دري ماخذونو څخه پکې کاراخستل شوى دى.

د عربو ټاپووزمې د وروستي رسالت غيږه
د نبي عليه السلام د راپيداکيدو اوبعثت په وخت کې نړۍ په دوه لويو امپراتوريو-فارس او روم- ويشل شوې وه اوځيني نور هيوادونه هم و لکه هندوستان، يونان  چې دا ټول دولتونه اوامپراتورۍ په يو مادي او غيراخلاقي تمدن کې پريوتې وې، هلته هرڅه  د مادياتو تر اثر لاندى راغلي وو، مذهبونه اواديان هم د همدې مادي اوغير اخلاقي تمدن ښکارشوي و اوخپله اصلي بڼه اوشکل يې له لاسه ورکړى وو، د هغوى تمدن ،کلتور اوفرهنګ ازمايل شوى اوککړشوى وو.
خوپه جزيرة العرب کې د دې تمدنونو اثر د نيشت برابر وو اوهغوى پخپل اصلي حالت کې پاتې وو چې اسلامي تمدن اواسلامي کلتور پکې پوره وده او نمو کولاى شوه اوبالاخره دهغوى له منځه څخه يوخالص اسلامي تمدن راڅرګنديداى شو. د وروستي رسالت لپاره د عربو د ټاپووزمي په ټاکنه کې لاندې حکمتونه پراته و.
1-    لومړى حکمت اومصلحت دا و چى عربان هيڅ تمدن او کلتور نه درلود او د نوي کلتور اوتمدن لپاره يې پوره وړتيا اوقابليت درلوده.
2-    جزيرة العرب په جغرافياوي لحاظ پداسې برخه کې پروت وه چې د هغې وخت ټولو لويو وچو او انساني ټولنوسره يې په اسانه اړيکې نيولاى شوي او د هرلوري سره ئې لارې لرلې او د ټولو په منځنۍ برخه کې واقع وه.
3-    دبيت الله شريف موجوديت کومه چې دانسانانو لپاره لومړنى دعبادت ځاى ټاکلى شوى وو هم دنبي اخرالزمان د دعوت لپاره داهميت وړ وو ځکه دا د ابراهيم عليه السلام په لاس جوړ شوى وو اونبي اخرزمان هم د ابراهيم عليه السلام له نسل اولړۍ څخه وو.
4-    د عربي ژبې موجوديت کومه چې دځانگړو امتيازاتو لرونکې وه او د نورو ژبو په نسبت کامله اوپوره ژبه ده اوپه همدې توګه سوچه پاتې شوې وه.

استاد عبد الواسع صابر

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: