سور مرچ کولیسټرول کموي

د لاتیني او اسیايي پخلنځيو یوه خآنګړنه داده،چې  په خپلو خوړو کې یو شمېر مزه دارې  مسالې کاروي،چې یوه  یې سور مرچ هم دی که څه هم دا مرچ ډېر تریخ وي ، خو یو شمېر غذايي ګټې لري .

سور مرچ له هغو ترخو مسالو څخه دی ،چې 80%  دخوړو په هضم کې رول لوبوي او په پایله کې یې انسان په تدریجي توګه خپل  زیات وزن له لاسه ورکوي  ددې ترڅنګ کوم کسان ،چې سور مرچ کاروي   دوی په ورته وخت کې کمه ډوډۍ خوري .

اوس نوو څېړنو ثابته کړې ده،چې  ترخه خواړه  دزړه حمله ، دماغي سکتې په مخنیوي کې دپام وړ  رول لري  او لامل یې دادی ،چې سور مرچ  په  بدن کې  زیان رسونکي کولیسټرول  راکموي .

ددې ترڅنګ سور مرچ په  دسرطان مخنیوی کولای شي ځکه سور مرچ  سرطاني حجرو د ودې مخه نیسي  او یا یې له منځه وړي .

دا هم د یادونې ده ،چې  سور مرچ  رواني اغیز هم لري ، سور مرچ او نورې ترخې مسالې  په بدن کې  اندروین ، سیروتونیین  کچه  زیاتوي او دا هورمونونه  دسړی مزاج ښه کوي او درد راکموي .

دلته باید  دا له یاده ونه ویستل شي ،چې ډاکترانو  دمرچو په خوړو کې   داعتدال  سپارښتنه کړې ده  ، دمرچ ډېره کارونه  پر معده اغیز پریباسي .
له روهي نه په مننه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب