شعر

سملاسي (فی البدیهه) مشاعره ٥

دا مشاعره د جولای په ۱۹ مه نېټه شوې. د شعرونو راټولوونکې: ملالۍ بشیر
پيل د عابده سپوږمۍ په غزل:
پيمانې په لاس کې مه شرنګه وه هسې
ساقي راوړه خمار مه ځوروه هسې
زما سترګو کې تاثير دى دا منمه
خو لاسونه په لار مه زنګوه هسې
عابده سپوږمۍ
زه خو ستا له جفاگانو لاس په سر شوم
اوس مې زړه په ظلم مه ماتوه هسې
سهيلا حسرت نظيمي
ستا که زړه رانه خپه وي راته وايه
د سفر بهانې مه جوړوه هسې
آسيه محرابی
زړه مې ژاړي چې ما د هېرولو هڅې وکړې
ځه نور ولاړ شه زړه مې مه بوږنوه هسې
مريم ساپۍ
چې د زړه ته لاره ونه کړه نو تیر شه
بې مطلبه سترګې مه جنګوه هسې
نعيمه غني
زه سوالگره د ديدن يمه دلبره
په کچکول کې سکې مه راکوه هسې
مريم ساپۍ
که اظهار د مينې نشې ته کولی
لار بدله کړه ما مه زوروه هسې…
سپوږمۍ اکبرزۍ
لاس مې خوشې کړه چې ورور مې راپسې دی
ته مړېږې نه ما مه ځنډوه هسې
 مريم ساپۍ شينوارې
ستا په مينه کې وفا نه وه پوه نه شوم
د هجران په اور مې مه سوځوه هسې
خالده فوجون
ستا د غېږې خوشبويې ده جنت نه دی
ماته هغه کيسې مه غږوه هسې
مريم ساپۍ شينوارې
عقله ګوره د جانان يادونه راغلل
دزړګي دروازې مه بندونه هسې
عارفه عمرلور بشير
زه سپېڅلې يم سپېڅلې به شم پاتې
اې رقيبه نغارې ډنگوه هسې
پروانه ضيايي
ليونيو لره لويه چاره عشق دى
دګناه تورونه مه لګوه هسې
عارفه عمرلور بشير
زمانې د زړه ارمان مې راپوره کړه
دا خیالي نړۍ مې مه ړنګوه هسې
نعيمه غني
چې مجنون د ليلی نشې څه ېې خوند شو?
 عشق چې نه وي ژوندون مه تېروه هسې
آسيه محرابي
 مورې زړه به مې له ياره صبر نشي
تاويزونه راته مه ځړوه هسې
مريم ساپې شينوارې
زه د مینې انتها ته رسیدلې
د نفرت دامونه مه خوروه هسي
هما ظغر احمدزۍ
چې سفر ته تلې ويده دې پرېښودلم
اوس په سکايپ کې دې لاس مه ښوروه هسې
مريم ساپۍ شينوارې
زه خو ستا د مینې دام کې یم نښتې
ګرانه زړه مې راته مه ماتوه هسې
ناجيه نجات
ناز نخرې خو دي معشوقه  بې ننګي ده
په عاشق باندې تور مه لګوه   هسې
آسيه محرابی
زنده گي ټوله هستي مې له تا جار شه
ناز همدومره نور مې مه تنگوه هسې
مريم ساپۍ شينوارې
ستا دعشق په اور کې زه سوزېږم ټوله
د دوزخ لمبې نو مه پو کوه هسې
سهيلا حسرت نظيمی
بيا به سرې سترگې خوبلن دفتر کې ناست يې
ياره يخې شړومبې مه غړنگوه هسې
مريم ساپۍ شينوارې
زه په قول د پښتو درته ولاړه
ته نظر د مینې مه بدلوه هسي
هما ظفر احمدزۍ
زما له ياره يار له مانه بېلتون نشته
بنې جانې نوکان مه جنگوه هسې
مريم ساپۍ شينوارې
نوربه وانخلم ستا نوم په محبت کې
خو رقيبه ته مې مه تنګوه هسې
ناجيه نجات
مخامخ کتلې نشې راته ياره
پټ په غلا مې انځور مه ښکلوه هسې
آسيه محرابی
ته قدم قدم قدم په کږلیچونو
په ما لار د مینې مه  کږوه هسې
معصومه غرنۍ
چې دې زړه رانه نور صبر شي جانانه
یو تعویذ په ګریوان وځړوه هسې
ناجيه نجات
که په نشت درته حساب یم پروا نشته
ما د تلې په تول مه کموه هسې
هما ظفر احمدزۍ
يو کتاب يو کتابچه او يو قلم
راته راکړه ښوونځي مه سوزوه هسې
عابده سپوږمۍ
که په نشت درته حساب یم پروا نشته
ما د تلې په تول مه کموه هسي
هما ظفر احمدزۍ
لا پخوا دې په جفا ومه وژلې
نور د زهرو ګولۍ مه راکوه هسي
هما ظفر احمدزۍ
زه دا خپله تنهايي په کې رانغاړم
شاعرې نه مې زړه مه توروه هسې
معصومه غرنۍ
چې وعدې دي پوره نه کړې دروغجنه
 په دروغو مې زړه مه خوښوه هسې
آسيه محرابی
زما له شور زما له ښکلا زما له بنګړيو
ځانته نوم د غيرت مه جوړوه هسې
عابده سپوږمۍ
ستا د مینې منظرونو ته ورګورم
زما د زړه برجونه مه ړنګوه هسې
معصومه غرنۍ
زه د ژوند له ښکلاګانو ډکومه
ته د زهرو ګوټى مه راکوه هسې
عابده سپوږمۍ
د نامزدې کور ته وڅکې وړه چې خوند کړي
ټوله شپه گازرې مه کرپوه هسې
 مريم ساپۍ شينوارې
لا د سترګو په لیدو دې زړه کې څړیکې
 بله خوا دې سترګې مه اړوه هسي
هما ظفر احمدزۍ
پیغلتوب مې له بنګریو نه خوند اخلي
په لمنه مې داغ مه لګوه هسې
معصومه غرنۍ
تا چې څه وکړل ياره ښه دې وکړل
اوس د زړه دردونه مه ويښوه هسې
خالده فوجون
د مالت د رواجونو اقتضا کې
زندګي راباندې مه تنګوه هسې
معصومه غرنۍ
زه ملاله زه افغانه يم ستومانه
د غرور ماڼۍ مې مه ورانوه هسې
عابده سپوږمۍ
هم زما او هم دې خپل قسمت خراب وو
ما یوازي په بخت مه ګرموه هسي
هما ظفر احمدزۍ
ژونده ستړو ستړو ستړو کې دی ګوره!
نرۍ ملا مې راته مه ماتوه هسې
معصومه غرنۍ
یا مې ونیسه په غیږ کې یا مې پریږده
انتظار باندي مې مه ستړیوه هسي
هما ظفر احمدزۍ
ژوندون ښکلى دى او خوند ورځينې اخله
په غمونو زړگى مه پړسوه هسې
مريم ساپۍ شينوارې
ژونده بس کړه دا ظالمونه کړاونه
نور مې زړه ته غوټې مه اچوه هسې
فرشته سهاک
ما سپوږمۍ سپوږمۍ دیدن درته راوړی
ته بلۍ نه غیږه مه تاووه هسې
معصومه غرنۍ
بنې! پام کوه چې يار زما په وار دى
له لستوڼي جانان مه کشوه هسې
مريم ساپۍ شينوارې
بنې! حق به درويښيېم چي څه دی
د مېړه واری مې مه تېروه هسې
آسيه محرابی
راشه راشه ښه په نره یاري وکړه
نن سبا کې مې ژوند مه تیروه هسې
معصومه غرنۍ
د پلو پېڅکې درټولې کړه په هيلو
دا نهيلې غوټې  مه خلاصوه هسې
آسيه محرابی
زه په ګوډ او مات حالت درته لګیا یم
زما خبرې په شعر مه یادوه هسي
هما ظفر احمدزۍ
د ازل په ویش خو زما څه ګناه نشته
له پلو مې هیلي مه تویوه هسې
معصومه غرنۍ
زړه دې غر، مټې مظبوطې کړه ملالې
همت ټینګ کړه، پېښې دي مه لرزوه هسې
عابده سپوږمۍ
چې خبرې دې مانا نه لري واوره
دا مړژواندې خوله دي مه خوځوه هسې
آسيه محرابی
زه خمار خمار خمار د یار په مینه
د شرابو خمار مه یادوه هسي
هما ظفر احمدزۍ

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: