اسلام او ساینستعریفونه | تشریحات او اړوندفلسفه

ساینس (science) څه ته وايي؟

 
ساینس د لاتيني کلمې (Scientia) څخه اخستل شوى چې د پوهې په معناسره ده، يعنې سایينس په لغت کې پوهې ته وايي، او په اصطلاح کې د طبيعت د قوانينو د کشفولو او پېژندلو منظمې زده کړې ته چې د تصديق شوو حقايقو، کتنو، مشاهدو او تجربو په واسطه منځ ته راغلى وي سائينس وايي.
دغه علم زياتې برخې لري لکه: کيميا، فزيک، بيولوژي، جيولوژي، رياضي او …
د اسلام په مقدس دين کې د مسلمانانو د خپل ښه ژوند سرته رسولو لپاره خپلو پيروانو ته د دې ترغيب ورکوي چې ترڅو داسې د ابرو او عزت نه ډکه معاشره کې خپل دا قيمتي عمر تېر کړي،او د ژوند په اوږدو کې هيڅکله هم خپل نفسونه د ذلت، ظلم او هلاکت کندو ته ونه رسوي، نو د دغه حق او رښتيني دين فضيلت او برتري پر نورو باطلو اديانو باندې ځکه لکه لمر ښکاره ده، همدغه مبحث په څو مختصرو جملو کې ان شاء الله بيانووم .
ډبرې ( بتان )، لمر، سپوږمۍ، ستوري، اور او داسې نور دا ټول د الله ﷻ مخلوقات دي، زوال پرې راځي، او د دغو شيانو په عبادت، تعظيم او سجدو کې د اشرفو انسانانو ذلت او ناکامي څرګنده ده، او د واحد او لا شريک الله ﷻ په تعظيم اوعبادت کې وقار، عزت او کاميابي موجوده ده.
په غلا، رشوت، خيانت، ظلم، غصب او ګدايي کې رسوائي او ذلت دى، چې د دې په مقابل کې د رزق او مال لپاره د کسب، زراعت او تجارت مشروع ليارې ښودل شوي دي، البته د آلاتو او اسبابو ايجادول ورلره حتمي او ضروري دي، چې دا بې غير د پوهې نه امکان نلري. مثلاً: زراعت لپاره واټرپمونه، کوهيان، دوا، درمل او ….
دخپل دين،ناموس او وطن د حفاظت لپاره دفاع او جنګ (جهاد) پر مسلمانانو فرض دى، چې دا کار يو شمير اسلحو او آلاتو لکه: الوتکو، ټانګونو، بمونو او نورو ضروري وسايلو د موجودوالي په صورت کې ترسره کېږي، که مسلمانان د نبى کريم ﷺ او د صحابه ؤ د د دور معاشرتي، اقتصادي او نظامي اړخونو ته وګورو نو هغه ټول د دې شاهد دي چې د دښمنانو د ځواکونو د شمير، د جنګي او د فاعي اسلحو، د حمل او نقل او خوراکي توکو د ظرفيت او اندازې سره يو برابر ؤ، او يواځې په دعاء او غوښتنو يې د برۍ او کاميابۍ لپاره بسنه نه کوله، په داسې حال کې چې د نبي کريم ﷺ او صحابه ؤ دعاوې الله ﷻ ډېرې ژر او ښې قبلولې، نو مسلمانانو ته لازمه ده چې پر الله ﷻ د يقين او دعاګانو ترڅنګ د همدغه الله ﷻ دا حکم ومنو چې فرمايلي يې دي:
﴿ وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ ﴾ [سورة الأنفال: ۶۰].
ژباړه: او تياروئ (اى مؤمنانو) لپاره (د جنګ) د دغو (کفارو) څومره چې توانېږئ تاسې له قوت (اسباب د جنګ) او له روزل شوو ساتل شوو آسونو (لپاره د جهاد) چې وېروئ تاسې په دغه (قوت) سره د الله ﷻ دښمنان او دښمنان ستاسې.
په الله ﷻ د توکل او باور کولو معنا دا نه ده چې ضروري او مشروع اسباب دې پريښودل شي او دا ځکه چې په هر وخت کې په مسلمانانو فرض دى تر هغې پورې چې توان لري د جهاد ټول سامان او لوازم دې تيار وي، د نبى کريم ﷺ په مبارک عهد کې د آسونو سورلۍ، توره وهل، غيشي ويشتل او نور جنګي مشقونه (تمرينونه) د جهاد له لوازمو څخه وو، لکن په نن عصر کې ټوپک، توپ، ټينګ، راکټ، زره پوښ او نورې ارابې، آلوتکې، جنګي او ګوټ، تحت البحري اوبتلونه، اټم بم، درې ډوله فوځې ځواک (زميني، بحري، هوائي) او داسې نور. جنګې مهمات او لوازم ، تجهيزات تيار ولري او د عصري او حربي فنونو زده کول، ورزش او په دې ډول نور عمليات کول، د جهاد سامان او لوازم دي. همدارنګه د جنګ ټول آلات او اسباب چې وروسته له دې نه ايجاد او اختراع کېږي، هغه ټول د دې مبارک ايت ﴿ وَأَعِدُّوا ﴾ په منشاء کې داخل دي.
نو د نن ورځ د دښمن د جنګي آلاتو د ظرفيت کچه د مسلمانانو د محاربوي اسبابو په نسبت ډېره زياته ده، او د دغه انډول په منظورد سائينسي زده کړو اعلىٰ تعليم او تعلم په عملي او نظري ډول پرمسلمانانو لازم دى، ترڅو د خپلې پوهې او مالونو د شريکولو په صورت کې په دې لړ کې پرمختګ وکړي، چې د دې عصر د مسلمانانو د وروسته والي د ډېرو عواملو څخه يو عمده عامل د پرمختللې ټيکنالوجۍ او د ساينسي نوو ايجاداتو نه شتوالى دى، خو بيا هم الحمدلله مسلمانانو خپل شجاعت، غيرت، صبر او استقامت په پوره ډول ساتلى دى.
 
ځينى خلک د نوو سائينسي ايجاداتو د غلط (منفي) اړخ په استعمالولو سره د ساينس د علم د مذمت لپاره استدلال نيسي، نو د دې نظر په بنا خو د توري او چاقو جوړول هم بد دي، ځکه چې انسان پرې وژل کېږي، خو داسې نه ده! عاقل او بااحساسه غيرتي مسلمانان لمړى بايد خپل ديني ضرورى علوم زده کړي او ددې ترڅنګ معاشرتي، اقتصادي او ساينسي علوم حاصل کړي او د خپل ايماني او فطري حياء او غيرت په سبب د نوو ساينسي ايجاداتو د غلط او بې ځايه استعمال څخه ځانونه وساتي. البته روشن خياله دُنيا دې په غور سره واوري چې د سائينس په حيرانوونکو آلاتو که دوی آسمان او سيارو ته رسيدى شي د سمندرونو له پاسه او دننه تلى شي ليکن سکون او اطمنان چې د دې ټولو کارخانو او ايجادو اصلي موخه ده، هغه نه دوی ته په يوه سياره کې په لاس راتلاى شي او نه په کوم نوي ايجاد کې، بلکې هغه ټول د نبي کريم ﷺ په ارشاداتو او د هغوی ﷺ په کړو کې، د الله تعالى په منلو او يادولو کې ميندل کيږي. ﴿ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ ﴾ [الرعد: ۲۸]. يعنې خبردار شئ! چي په ذکر د الله سره مطمئن کیږي ارام نیسي زړونه (د مؤمنانو).
له بله اړخه قرآن حکيم د دنيا د نظام او سوکالۍ بنياد عدل او انصاف او په دې عمل ښودلى دى. په قرآن کريم کې ارشاد مبارک دى ﴿ وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ جَنَّتَانِ ﴾ [الرحمن: ۴۶] د دې يو تفسير دا هم دى چې څوک له الله ﷻ وېريږي هغو ته به دوه جنتونه ورکړ شي يو په آخرت کې او بل نقد په دنيا کې، چې په سترګو به يي ووينئ ، د نبي ﷺ د خلفاء راشدينو او دوی نه پس د شريعت او سنتو پيرو پاچايانو په وخت کې د بېزې او شرمخ په يو ګودر کې د اوبو څښلو فرضي مثال په حقيقت کې خلکو په رڼا سترګو وليدلو. د قانون پلي کولو باندې يې تاريخ ګواه دى چې د عام وګړو د سوکاله ژوند مثال يې د ځمکي پرمخ تر دې دمه چا په سترګو ونه ليدلو.
لیکنه: سید حبیب الله سمسور

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: