اسلام او ساینساسلام مشاهیراسلامي نړۍ او امتمسلمان پوهان

ساينس د مسلمانانو پرونۍ هستي او نننۍ ورکه

د نړۍ روان حالت ته په کتلو سره داسلامي امت او اسلامي نړۍ د ځوړتيا يو عمده لامل دمدني پياوړتيا د وسايلو نه لرل او په همدې ډګر کې نورو ته اړتيا پيښيدل دى، پر اسلامى نړۍ په بيلا بيلو زمانو کې د نامسلمانو د چپاوونو او يرغلونو په پايله کې واکمن شوى استعمار ګرو هميشه هڅه کړې چې د مسلمانانو علمي کهول دساينسي او تجرباتي تحقيق پر ځاى هنري زده کړو ته سوق کړې، چې په همدې کې دمسلمانانو ځيني ګوډاګيو واکمنو هم ورسره مرسته کړې او پايله دا شوه، چې مسلمانان دساينسى پوهي پر ځاى په روزمره هنرى زدکړو يا ارټ ګروپ (Arts Group ) تعليم باندى بوخت پاتى شول، دبيلګى په توګه مسلمانان په اوسني پير کې غوره تاريخپوهان، لرغون پوهان، اديبان، معماران او فلسفيان لري، خو ساينسدانان يې د ګوتو په شمار هم نه دي، په داسى حال کې چې تاريخ شاهد دى، دساينس د اکثره ځانکو بنسټګر مسلمانان دي، پر دې حقيقت معاصر سياينسدانان هم اعتراف کوي.

د بيلګې په توګه: لاندى يو څو نومونه دهغو مسلمانو ساينسدانانو دي چې نړيوال يې نن هم دساينس بنسټګرو په نامه پيژني:

1. عبدالملک اصمعى:

عبدالمللک اصمعى په ٧٤١ ميلادي کې دعراق دبصرې په ښار کې زيږيدلى نوموړي د حيواناتو او نباتاتو په اړه يو اوږد تحقيق کړى او په همدې اړه يې زيات شمير کتابونه ليکلي دي، په لويديځ کې نن هم هغه دحيواناتو او نباتاتو ماهر پيژندل کيږي، د نوموړي په کتابونو کې دوه مشهور کتابونه ((الوحوش)) او ((خلق الانسان)) دى، په الوحوش کې دځنګلي ځناورو دبدني ساختمان او عاداتو په اړه زوره څيړنه شوې او په ((خلق الانسان)) کې دانسانى بدن دبرخو تفصيلي څيړنه ده، چې نني بيالوجستان يې هم خوښوي.

2. على ابن ربن طبري:

نوموړى په ٧٧٥ ميلادي کې په طبرستان کې زيږيدلى په طب کې يې پوره څيړنه کړې، پردې برسيره يې پر فلسفه، حيوانات، نفسيات او فلکيانو باندى هم بحث کړى ،په طب کې دهغه مشهور کتاب د ((فردوس الحکمة)) په نامه ياديږي.
3. الجاحظ:نوموړى دبصرې اوسيدونکى و، دحيواناتو په اړه يې خپل ذاتي مشاهدات په ساينسى بڼه ليکلي، دبيلګى په توګه دکبانو پر موسمى نقل او حرکت او دميږيانو دژوندانه په نظام يې څيړنه کړې، مشهور کتاب د (الحيوان) په نامه دى.

4. ابو حنيفه الدنيورى:

نوموړى په نهمه سليزه کې دخپل وخت مشهور بيالوجست و ،په نباتاتو يې تفصيلى څيړنه کړې وه او دهغوي اقسام يې تعريف کړي دي، مشهور کتاب يې((النبات)) دى.

5. الفارايى:

نوموړي زيات شمير کتابونو ليکلي دي، دوه مشهور کتابونه يې ((کتاب النباتات)) او ((کتاب الحيوانات)) دى،

6. ابو القاسم الزهراوى:

نوموړى دګردې(پښتورګو) نه دکاڼى ويستلو ماهر و،

7. ابن الهيشم:

دا د يولسمي پيړۍ مشهور ساينسدان و، نوموړي دساينس پر مختلفو اړخونو او موضوعاتو تقريباً دوه سوه کتابونه ليکلي، دوه مشهور کتابونه يې ((کتاب المناظر)) او ((ميزان الحکمة)) دى، چې په لاطيني،عبراني ،يوناني او نورو غربي ژبو ژباړل شوي دي.ابن الهيشم دسترګى پر جوړښت او افعالو هم تحقيق کړى،

8. بو على سينا:

نوموړى په ٩٨٠ ميلادى کې له بخارا سره نژدې د(خرميشن) په کلي کې زيږدلى، بوعلى سينا دعلم طب په بنسټکرو کې ګڼل کيږي، تر ډيره دهغه کتابونه دلويديځ په پوهنتونونو کې لوستل کيدل،

9. ضياء الدين ابن بيطار:

داد ديارلسمى پيړۍ دعلم النباتات ماهر و، په دې اړه يې دنړۍ بيلا بيلو برخو ته سفرونه کړى او دهرې سيمي نباتات يې څيړلي اود درمل جوړوني ماهر پيژندل کيږي.

10. ابن النفيس:

نوموړى په ديارلسمه پيړۍ کې د وينى پر حرکت څيړنه وکړه،

11. کمالدين الدميرى:

نوموړى دخپل وخت مشهور حيوان پيژندونکى و، په څوارلسمه پيړۍ کې هغه د ((حيات الحيوان)) په نامه يو کتاب ليکلى چې نژدې زر ډوله حيوانات پکې څيړل شوي.

12. على ابن عيسى:

على ابن عيسى دسترګو دنارغيو مشهور طبيب و، هغه دسترګى په جوړښت افعالو او علاج څيړنه کړې وه ، دسترګو پر نارغيو يې درې کتابونه ليکلي وو،چې پکى دسترګو د١٣٠ نارغيو يادونه شوې وه، دا کتابونه په ګڼو ژبو ژباړل شوي وو،

13. ابو القاسم مجريتى:

نوموړي د (( څارويو نسل )) په نامه يو کتاب ليکلى، ددې کتاب له امله هغه نن هم په اروپا کې په درانه نامه ياديږي، پورتنۍ بيلګې تر ډيره حده موږ ته مسلمان بيالوجستان را پيژنى خو پردې برسيره دساينس بله ارزښتمنه ځانګه کيما( chemistry) هم دمسلمانانو ساينسدانانو له ابتکاراتو نه راټوکيدلې.

د٦٠٠ ميلادى او ١٦٠٠ ميلادى تر مينځ دور دکيميا په دور سره شهرت لري، چې دمسلمانانو له خوا په دې دور کې دکيميا په اړه ډير پرمختګ شوى، په ځانګړي ډول د ليبارټري (لابراتوار) لومړى شکل او تصور او په دى اړه کاريدونکي لومړني وسايل او الات په همدې دور کې مسلمانو ساينسدانانو رامينځ ته کړي، هغوى په لوړه پيمانه کيميايي مرکبات او دپيمايش، مشاهدې او تجربى لپاره الات ايجاد کړي، دموادو دسوخت بټۍ، دوزن او کشيده کارى الات، ريزه کول ويلى کول، تقطير، تخمير، او نوري باريکي عمليې يې بريالي کړې دي، چې له همدې لارى يې بيلا بيل تيزابونه طبى الکحل او درمل تيار کړل.

د مسلمانو کيميا پوهانو يو څو مشهور نومونه دبيلګى په توګه راوړو،

1_ جابر ابن حيان ژوند له ٧٢١ نه تر ٨٠٣ م:

نوموړى په عامه توګه دکيميا دساينس پلار ګڼل کيږي، هغه يواځنى کيميا پوه و، چې په هغه وخت کې يې دتجربو لپاره څانګړى مرکز لاره، هغه ((دهايډرو کلوک ايسيډ)) او(( نائټرک ايسيډ)) دجوړوني کيمياوي طريقې رامينځ ته کړې دي….

2 _ محمد ابن ذکريا الراضى ژوند له ٨٦٤ نه تر ٩٣٠ م:

الراضى نه يوازى الکيمسټ و، بلکې هغه يو بريالى طبيب هم و، هغه دبې هوشي لپاره دافيون داستعمالولو دطريقې لومړى ايجاد کوونکى دى، هغه په لومړى ځل ماده تقسيم کړه، دهغه کتابونه تر پيړيو پورى په اروپا کې درس کيدل،

3_ البيرونى ژوند له ٩٣٧ نه تر ١٠٤٨ م. پوري:

ابو ريحان (البيرونى) دکيميايى اختلاط او دکيميايې اجزاو په اړه پوره عالم و، هغه دبيلا بيلو اجزاوو کثافتونه معلوم کړي و، البيرونى په رياضي، طبيعيات، مابعدالطبيعيات، تاريخ او جغرافيه کې هم ډيري کارنامې تر سره کړې،

4_ ابن سينا ژوند له ٩٨٠ نه تر ١٠٣٧ م:

نوموړى د درملني او درملو په کيميا کې دپام وړ کار کړى او لومړى ساينسدان و، چې دسرو زرو دايجاد زاړه افکار يې رد کړل،پورتنۍ کرښې په دې موخه وي، چې موږ دمسلمانانو په حيث په دې اړه غور وکړو، چې په مدني ډګر کې زموږ دسلفو ميراث ولي رانه بل چا وړي؟ او يا ولى موږ په دى ميراث کې شريک نه يوو، ددى تاريخي پس منظر او فعلي عواملو لټول پکار دى او دجبيره کولو هڅې يې دهر مسلمان دنده ده، هر مسلمان لومړى دالله دوحدانيت ربوبيت او اسمانى تعليماتو په اړه مکلف دې چې خپل دين خپله عقيده او دخداى او امر او نواهى وپيژني، تر څو دهغه مسلماني يقينى شي، په دوهم قدم کې دهمدى خالق دمخلوقاتو په اړه دپوهاوي هڅي وکړي، دخداى ورکړې استعداد او انساني حواسو نه ګټه پورته کړي، چې همدا دساينس بنسټ دى،

الله دانسانى خلقت په پيل کې دانسان وجود دساينسى پوهاوى او ارتقا وړ ګرځولى. دانسان په لومړى پيدايښت کې الله ملائکه وو ته امر کړى، چې له حضرت ادم نه داشياوو نومونه زده کړى(سورة البقره٣٢ اية) ، دځمکې پر مخ دمخلوقاتو پيژندنه دساينس لومړى بنسټ دى، چې الله دانسان په لومړى خلقت کې هغه دهمدې وړګرځولى او ملائکه يې هم دهغه په شاګردي امر کړې دي، همداراز قران کريم په صريحو الفاظو کې فرمايي: ( وانزلنا الحديد فيه باس شديد ومنافع للناس )[الايه]((او ما اوسپنه پيدا کړى، په دې کې جنګ دى سخت او ګټى دى انسانانو لره))
هو! په اوسپنه او فولادو کې جنګ هم دى: ددنيا ټولې جګړې داوسپني او فولاد په الاتو او وسلو کيږي، ځکه خو مسلمان هم بايد دخپلى دفاع دين او هيواد ساتني لپاره همدا وسايل ولري، همداراز ګټې هم لري، چې دژوند ټول وسايل، دسفر، خواراک، څښاک وسايل ټول ورنه جوړ دي، نو دهمدې اسماني کتاب پيروان ولې دخپل اسماني کتاب له تعليماتو نه په دې اړه غافله دي؟

مشهور محديث ( ابن ابى شيبه) په خپل کتاب (مصنف) کې درسول الله صلى الله عليه وسلم يو حديث راوړى چې دحديثو عالمانو تائيد کړى !(العلم علمان علم الاديان وعلم الابدان)[علمونه دوه دي ددين علم او د بدنونو علم]
رسول الله دوه علمونه علمونه ګڼلى ددين علم او د بدن پوهني علم، چې موږ ورته بيالوجى ويلى شو،
دژويو دبدنى جوړښت ناروغي او درملنې په اړه پوهاوي ته زموږ پيغمبر علم ويلى، ددين او بيالوجى نه پرته نورو علوم په اسلام کې کسبونه نومول شوي، چې دهغوى دزده کړې په اړه هم ډيري ترغيبي يادونې شته،اويا دا معناچې دا دواړه علمونه پرنورو علمونه غوره او اصلي علمونه دي. بيالوجى او کيميا يو له بل سره تړلي علمونه دي ، له همدى امله په اول کې يو علم تصور کيدلو،

دپورتنيو کرښو نه دا څرګنديږى چې هر مسلمان دمدنى ارتقا په لارو کې هيڅ ديني او مذهبى عذر نلري او داسلام مقدس دين دهر ډول انساني ارتقا هادى او حامى دى، دا دمسلمانانو کمزوري ده، چې دخپل دين په مقتضياتو ځان نه پوهوي، داسلام دلو مړنيو پيړيو مسلمانانو دا حقيقت در کړى و ،ځکه خو دساينس له بنسټګرووګڼل کيږي، خو نن مسلمانان لکه څنګه چې له اسلامي تعليماتو نه بى پروا دي، چې دبري اصلي راز دى ،همداسى دمدني ارتقا نه ورسته پاتي دي،ددى کمښت په ليرى کولوکې مسلمان حکومتونه، پوهان او دينى عالمان مسئوليت لرې چې پوره اوچټکي هلې ځلې وکړي.

د ورسته والى لامـلونه:

دلته غواړم يوڅو هغه لاملونه په ګوته کړم،چې زموزټولنه يې له ساينسي اوعامو مدني زدکړومحرومه کړې:
١_ دنا مسلمانو يرغلونه او دهغوي له لورى دپوهنيزى ځوړتيا شعوري هلي ځلي-
٢_ د دينى عاليمانو له مدني ټولنى ليروالى او …..-
٣_ دحکومتونو بې کفايتي او په دې اړه دمسئوليت نه احساس-
٤_ داسلامى تعليماتو په اړه ناسم پوهاوى-
٥_ دناوړه تعليمي بنسټ او نصاب درلودل او دعلمي کادرونو نه لرل-
٦_ اقتصادى ستونځى او کورنۍ شخړي-
٧_ په عصري ښونځيو کې په شعوري توګه دبې ديني خورول اوله امله يې دمسلمان ولس زړبداوى اوکرکه پيداکيدل-
٨_ دپردو په مشوره اواشاره عصرى ښونځي له اسلامي لباس، تهذيب او مقرراتو ليرى کول او جلا کول، اوغير اسلامى ععنعات اوحرکات پکې دودکول-

له دې حالت نه دراوتلو لپاره ابتدايي لارې چارې:

١_د ابتدايې ښونځيو نصاب، دتعليم طرز او استاذان معياري کيدل ،تر څو له بنسټ نه زده کونکي دساينسي زده کړو ور وګرځى-
٢_ متوسطه او ثانو يه زده کړو ته معيارى چوکاټ او قابل استاذان برابرول، ترڅو زدکوونکې په دې وتوانيږي چې دفاکولتې (پوهنتون) دورې ته دساينسي مضامينو دزده کړې وړ وګرځي-
٣_ دمعارف وزارت له لوري له پيل نه په نصاب کې دضروري، اسلامى زده کړو او اسلامى مقرراتو درعايتولو منظم پلان جوړول او دښونځيو دکيفيت دارزيابى په بورډ کې زيرک دينى عاليمان هم شاملول ، تر څو د ولس او ښونځي تر مينځ فکرى تړون نور هم مضبوط شي-
٤_ دساينس دعالي زده کړو لپاره دعملي تجربې لرونکي، ماهر استاذان انتخابول او دعملي ساينس لپاره دعملي تجربې هر ډول معاصر سامان الات او فضا برابرول-
٥_ دمسلمان ،منصف او عادل حکومت درلودل ،چې دمسلمانانو دپوهاوي او مدني پر مختګ زهن او هوډ ولري او اسلام او خپل ولس ته هوډمن او مخلص وى،دپردو له ذهني غلامي ازاد وي-
٦_ دخپل منځى شخړو پر مهال ښونځۍ او تعليمى مرکزونه له سياسى تحرکاتو او ليکچرونو نه ليري ساتل او تعليم يو عامه ولسى پروسه ګرځول ،تر څودذدکړي پروسه له هر ډول ګواښ نه خوندى پاتى وي او دوام وکړى شي-
٧_ ساينسي زدکړو ته پوره مالي بوديجه ورکول-
٨_ دتعليمى مرکزونو مسئولين او دتعليم وزارت چارواکي مخلص ،علمي اوماهرخلګ ټاکل، چې علمى ذوق اوکاري ابتکار يې پر هر څه غالب وي ترڅوپه تعليمي ادارو کې ددرغليو او سفارشونو کلک مخنوى وکړى شي-
٩_ ساينسى زده کړي عام کول، مفت کول او يا وړيا کول چې داقتصادي ستونځو له امله څوک ترې محروم نشى-…. پاى،

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close