صحابه کرامو سیرت

زینب (رض)؛ د سر ښندنې او استقامت بیلګه

زینب کبری (رضی الله عنها) د رسول الله صلى الله عليه وسلم لور، د سر ښندنې او استقامت بیلګه
زینب (رضی الله عنها) د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو مشره لور وه. مور يې خدیجه رضى الله عنها او خويندې يې رقیه، ام کلثوم او فاطمه له لومړنيو مسلمانانو څخه وو.
مخکې له دې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم مبعوث شي، زینب رضى الله عنها د خپل خاله زوی ابوالعاص بن ربیع سره واده كړى وو. د رسول الله صلى الله عليه وسلم په بعثت سره زینب رضى الله عنها اسلام راوړ خو میړه یې ابوالعاص په خپل شرک باندې پاتې شو؛ دی په شرک باندې د پاتې کیدو سره سره د زینب رضى الله عنها لپاره د ژوند ډير ښه ملګری وو او کله یې هم له زینب رضى الله عنها نه يې ونه غوښتل چې له اسلام نه لاس په سر شي. رسول الله صلى الله عليه وسلم هم د یوه ښه زوم په شان له ده نه خوښ وو اما د اسلام د نه راوړلو له کبله دومره زیات هم د رسول الله صلى الله عليه وسلم په زړه کې نه وو.
خو كله چې د اسلام دین له مشرک سره د مسلمان واده هم منع کړ نو د دې حکم په بنسټ باید زینب رضى الله عنها له ابوالعاص څخه بیله شوې وای.
د بدر په غزا کې چې مسلمانان په مشرکانو باندې بریالي شول، ابوالعاص د مشرکانو په لښکر کې د جګړې د ګډونوالو څخه وو چې مسلمانانو ته ژوندی په لاس ورغی.

د خاوند لپاره اميل په فديه كې وركوي

کله چې د ابوالعاص د نیول کیدلو خبر زینب رضى الله عنها ته ورسید، کوم امیل چې مور یې خدیجې رضى الله عنها دې ته د واده په ډالۍ کې ورکړی وو هغه یې مسلمانانو ته ولیږه چې که یې په فدیه کې له دې نه ومني او په بدل کې یې ابوالعاص را خوشی کړي.
كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم امیل ولید نو يې په خپله لور يې زړه وسوځید او امیل یې بیرته ورولیږه. ابوالعاص یې هم پرته له فدیې آزاد کړ او ویې ویل: څرنګه چې مشرک دی زینب رضى الله عنها ورته حلاله نده او باید هغه پریږدي او بیرته یې مدینې ته ولیږي.
ابوالعاص هم ومنله او ژمنه یې وکړه چې مکې ته په رسیدلو سره به زینب رضى الله عنها بیرته رسول الله صلى الله عليه وسلم ته رالیږي.
زید بن حارثه (رضی الله عنه) په مکه کې دې ته منتظر وو چې زینب رضى الله عنها مدېنې ته ورسوي؛ زینب رضى الله عنها ډیره هڅه وکړه چې ابوالعاص ته قناعت ورکړي چې اسلام ومني خو ابوالعاص ونه منله او په خپل شرک باندې هماغسې پاتې شو.
زینب رضى الله عنها چې كله د هجرت هوډ وكړ نو څلور میاشتنی ماشوم يې په ګيډه وو؛ ابوالعاص د هغې د سفر بار او بستره وتړله او زینب رضى الله عنها یې په اوښ باندې سپره کړه، وروسته یې له خپل ورور کنانه بن ربیع نه وغوښتل چې د مکې تر دروازې پورې هلته چې زید رضى الله عنها منتظر وو د هغې ملګري وکړي.
کله چې کنانه، زینب رضى الله عنها له مکې نه ویستله نو د قریشو یوې ډلې دوی دواړه ولیدل او د بدر په غزا کې د مسلمانانو په لاس د وررسیدلو زیانونو له کبله دوی ته ډیره بده ښکاره شوه چې زینب رضى الله عنها دې په دومره آسانۍ سره رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ورسیږي او له هغه سره دې یو ځای شي، دوی دا یوه مبارزه وبلله او د انتقام په نيت راووتل.
لدې جنایتکارانو څخه يوه ځوان، هبار بن اسود په خپله نیزه د زینب رضى الله عنها اوښ ته ضرر ورسولو او اوښ په ناکرارۍ شو  او زینب رضى الله عنها يې په ځمکه وغورځوله، زینب رضى الله عنها په یوه لویه تیږه ورولویدله، مبارک بدن یې په وینو رنګ شو او خپل د څلورو میاشتو ماشوم یې هم له لاسه ورکړ؛ کنانه چې د خپل ورور د ښځې دا مظلومیت ولید، خپله نیزه یې راوښکله او په زوره یې غږ وکړ: په خدای قسم چې که له تاسو یو هم رانږدې شي نو د غشو باران به درباندې جوړ کړم!.

مشرکانو چې کله د کنانه جدیت ولید او پوه شول چې حتمي به د غشو باران ورباندې جوړیږي نو یې پښې سپکې کړې. په همدې وخت کې وو چې ابوسفیان بن حرب د مکې مشر او د جنګ قوماندان له یوې خوا نه راپیدا شو او وېې لیدل چې کنانه د مکې خلک په خپله لینده او غشو ډاروي.

ابوسفیان کنانه ته وویل: اې کنانه لینده او غشي دې لرې کړه او اجازه راکړه چې د پیښې په اړه وغږیږم.
کنانه خپله لینده او غشي لرې کړل او ابوسفیان ده ته وویل: تا ښه کار نه دی کړی چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم لور د خلکو په مخکې په ښکاره له مدینې نه وباسې، ته په خپله ښه پوهیږې چې مسلمانانو مونږ په څه ستونزو اخته کړي یو او خپله ښه خبر یې چې د دې محمد صلى الله عليه وسلم له لاسه په مونږ باندې څه ورځ راغلې ده، دا چې ته زینب په ښکاره له مدینې نه وباسې خلک دا ځان ته یو ډول خواري او سپکاوی ګڼي او داسې انګیري چې د زینب رضى الله عنها ښکاره مهاجرت د دوی د ناتوانۍ او خوارۍ له امله دی؛ سوګند په الله (ج) چې مونږ هیڅ دې ته اړتیا نه لرو چې زینب رضى الله عنها مدینې ته له تللو نه راوګرځوو، اما اوس دا ښه ده چې ته زینب رضى الله عنها راوګرځوې او خلک داسې فکر ونه کړي چې مونږ په آسانۍ سره زینب رضى الله عنها پریښوده چې مدینې ته لاړه شي، او کله چې فضا آرامه شوه او د خلکو غږونه کرار شول نو په پټه او په داسې ډول چې څوک دې ونه ویني زینب رضى الله عنها یې خپل پلار ته وروله.
د کنانه پام شو چې زینب رضى الله عنها د زیاتې خونریزۍ له امله له ډیرې کمزورۍ سره مخ شوې ده او دا یې ښه وګڼله چې هغه بیرته کور ته وګرځوي تر څو د آل ربیع ښځې د هغې درملنه وکړي.

د مکې خلک په هغه څه چې په زینب رضى الله عنها باندې راغلي وو خبر شول او ډیر اغیز یې پرې وکړ، په ځانګړې توګه د مکې ښځې چې خپلو میړونو ته به یې ویل چې په جګړه کې خو بلا وهلي یی ویې کړی اوس مو په یوه مظلومه ښځه باندې داسې ظلم او تیري ته شروع وکړه.
هند د عقبه لور هم دوی ته بد وویل او د شعر په قالب کې یې دوی ته خطاب وکړ چې:
افی السلم اعیار و فی الحرب اشباه
جفــاء و غــلطة النسـاء العــوارک
ژباړه: (تاسو څه ډول خلک یی چې) په سوله کې د تند خویه او تیري کوونکو شاهانو په شان تیری کوی اما په جګړه کې بیا د حائضو ښځو په شان ډارن او ګوښه ګیر وی.

زینب رضى الله عنها څو ورځې د خپل میړه کره تیرې کړې او ټپونه یې لا نه وو جوړ شوي چې د زید بن حارثه رضى الله عنها سره یې د مدینې په لوري هجرت پیل کړ.
زینب رضى الله عنها له دې پیښې نه ډیره لږه موده وروسته د مکې د کفارو د جنایت په نتیجه کې خپله روح خپل الله (ج) ته وسپارله او د ځینو محدثینو په قول د شهادت لوړ مقام ته ورسیدله.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: