فیسبوک د لایک ترڅنګ نوي تڼۍ اضافه کړي!

فیسبوک پاڼې د روان ۲۰۱۶ کال په لړ کې د لا ښه والي او پرمختګ په موخه خپلو ګډونوالو ته؛ د خوشحالۍ، خپګان او حېرانتيا ښکاره کولو لپاره اووه بټنې وړاندې کړې دي، چې په دغه بټنو سره د فیسبوک کارونکي کولای شي د نورو په پوسټونو د لایک ترڅنګ؛ خوشحالي، خپګان، غصه او حېرانتيا ښکاره کړي.

په دې بټڼو کې خوښول، مينه، هاها، واو، هې، افسوس او د غصې بټنې شامل دي.

په موبائل باندې به بټنې ته لږ ساعت له زور ورکړئ او په کمپيوټر کې چې کله ماوس د لايک بټنې ته يوسئ نو نورې اووه بټنې به درته په خپله راښکاره شي.

د فېسبوک مشر مارک زکربرګ وايي چې هره ورځ د لايک بټن په اربونو ځل کارول کېږي، خو بيا هم هر يو څيز د خوښولو نه وي او د لايک بټن د هغې لپاره پوره نه ده.

په لومړي ځل دا د عکس العمل ښودلو بټنې په آیرلېنډ کې وکارول شوې، خو له ډېرې مودې څخه د ډیس لايک ( نه خوښول يا نفرت کول ) بټنې غوښتنه کېږي، خو مارک زکربرګ د ناخوښۍ د دې بټنې اراده پرېښې ده او اوس يې د عکس العمل ښودلو لپاره دغه اووه بټنې په فېسبوک کې ور زیاتې کړې.

لیکنه: احمد زبیر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب