زیات کبان خوړل د سرطان مخه نیسي؟
وروستيو څېړنو ښودلې ، چې د غوړو کبانو زیاد استعمال کولای شي د سرطان د رشد مخه ونيسي .
ترسره شويو څېړنو ښودلې هغه خلک ، چې غوړي لرونکي کبان استعمالوي نو د هغه په وجود کې د سرطان د رشد مخه نيول کېږي .
په دغه څېړنه کې ويل شوي په کبانو کې دغه ماده ، چې د سرطان د رشد مخه نيسي د امګا۳ اسيدونه دي او د قزل آلا او آلاسکا وحشي کبانو کې پيدا کېږي ، چې په خوړلو سره يې د تخمدان ، اندومتر ، معدې ، کولون ، رکتوم ، پانقراص او ځينو نورو برخو کې د سرطان د رشد مخه نيسي .
په دغه څېړنه کې ويل شوي ، چې د امګا ۳ اسیدونه کولای شي ، چې د زړه تکاليف هم را کم کړي .
د څېړونکو په باور د کب غوړي د کولمو ناروغي هم له منځه وړي او دغه راز د روحي ستړيا درمان هم دي.