زنا كول | ګناهونه

زنا كول:

قوله تعالى (وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلاً (32)

الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِئَةَ جَلْدَةٍ وَلاَ تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ (2) الزَّانِي لاَ يَنكِحُ إلاَّ زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً وَالزَّانِيَةُ لاَ يَنكِحُهَا إِلاَّ زَانٍ أَوْ مُشْرِكٌ وَحُرِّمَ ذَلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ (3 )

ژباړه.مه نژدي کيږی تاسو وزناکولو ته بيشكه چې دا زنا قبيحه اوډيره بده ده عقلاً او شرعاً همدارنګه بده ده زنا دجهته دفتني پيدا كولو چې فتنه ورڅخه زيږي او پيدا کيږي .دويم اّيت هغهښځه چې زنايي کړي وي او هغه نارينه چې زنا يي کړي وي دواړه محصنان وي زنا پر ثابته سي په اقرارددوی سره او يا په څلورو شاهدانوسره، نو ووهی اي قاضيانو يا حاكمانو هر يو ددویڅخه سل سل دوري، همدار رنګه نه دې نيسي تاسو زړه سوی په دوی باندې په حكم او انفاذ دشريعت)سره چې زړه مو پري وسوزي اويا مهرباني پروکړي،په دين دالله (جل جلاله) كښي كه ياست تاسو چې ايمان موراوړيدی په الله او په ورځي داخرت باندي، او حاضر دي کړای سي لپاره دعبرت عذاب ددوی ته يوه ټولی دمؤمنانو چې فضاحت يي زيات سي او خلك ورڅخه عبرت واخلي.دريم اّيت زنا كارهسړینه په نكاح كوي مګر زنا كارهښځه يا مشركهښځه په مينه او محبت اونفسي رغبت سره، او زنا كارهښځه نه په نكاح  كوي په محبت رغبت سره مګر زنا كارهسړیيا مشرك انسان، او حرامه ګرځولي ده الله (جل جلاله)  نكاح کول ددغو زنا كارانو په مؤمنانو باندي، چې په بل ايت کې هم الله تبارك و تعالى فرمايي: الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ أُوْلَئِكَ مُبَرَّؤُونَ مِمَّا يَقُولُونَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ( 26)

ژباړه.ناپاكي اوپليتيښځي لپاره دناپاكواوپليتوخلكودي،ناپاكه پليت خلك لپاره دناپاكواوپليتوښځودي،پاكي اوسپيڅليښځي لپاره دپاكواوسپيڅلوخلكودي،پاك اوسپيڅلي خلك لپاره دپاكواوسپيڅلوښځودي،هم دغه پاك اوسپيڅلي نراوښځي بيزاره دي له هغه څه څخه چي فاسقان اودروغجنان يي وايي،سته دوی لره مغفرت،رزق اوروزي ډيره ښه په جنت كي دالله (جل جلاله) له طرفه څخه،رب عزوجل مودي نصيب کړي اّمين.

په اول او دويم ايت کې دعلماء كرامو اختلافنستهاما په دريم ايت کې دفقهاووعلماءكرامو اختلاف شته چې ځيني علماء كرام په هغه کې لام مطلق دنهي په معنى نه بولي دهغه تاويل دلا ينكح په رغبت سره كوي والله اعلم. دحرمت په ارتباط هم مختلف نظرونه سته چې څوك يي په تكويني ډول حقيقي معنى ته ځي او ځيني نور علماء كرام يي په ځينو نورو مواردوباندې قياس ته ورځي، لكه دموسى (ع) په قصه کې چې الله تبارک وتعالی فرمايې ((وحرمنا عليه المواضع من قبل)القصص -12.ژباړه موږپه موسي عليه السلام باندې دنوروښځوشيدي  اوياتی ورکول حرام ګرځولي وه معني داچي هغه نسوای رودلای بيله دخپلي موردشيدوڅخه.په بل ايت کې الله جل جلالهفرمايې وحرام على قرية اهلكناها))الانبياء-15 ژباړه-موږحرام ګرځولي وه په هغه كلي باندې چي بياموږاهل ددې کلي پسي هلاك کړل،چې په معنى کې دترغيب اوترهيب مفهوم لري خو دا چې حقيقي حرامه ده لكه دمشرك او مشركي اوكه تشديد په شنعت کې دی دا به دفقهي علماء كرامواودفقهي وكتابونو ته پريږدوهلته ييښه تفصيل شته والله اعلم.

your ads

وَالَّذِينَ لاَ يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ وَلاَ يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَلاَ يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا (68)

ژباړه: هغه كسان چې دالله (جل جلاله)  سرهپه عبادت کې بل څوك نه شريكوي او بيګناه كس نه وژني مګرپه حق دالله سره اوهغوی زنا نه كوي كه چيرتهسړیداسي وکړي، يعني ددغه شنيع او بد اعمالو مرتكب سي، نو ملاقي به سي دعذاب سره، په حديث شريف کې راځي چې (اثاما) په جهنم  کې يوه كنده ده چې عذاب يي دجهنم ترعادي عذاب ډير سخت دي والله اعلم.

{ وعن ابي هريرة رضي الله تعالى عنه ان رسول الله (ص) قال: لا يزني الزاني حين يزني وهو مؤمن، ولا يسرق السارق حين يسرق و هو مؤمن، ولا يشرب الخمر حين يشربها وهو مؤمن} رواه البخاري ومسلم وابو داود والنسايي.

ژباړه.دحضرت ابي هريره (رضي الله عنه)څخه روايت دی،هغه وايي چې رسول الله (ص) وويل: زنا نه كوي زنا كونكی په داسي حال کښې چې زنا كوي او دی دي مؤمن وي، غلا نكوي غلا كونكی په داسي حال کې چي هغه غلا كوي او دی دي مؤمن وي،شراب نه څيښي شراب خوړونكی په داسي حال کې چې هغه شراب څيښي او دی دي مؤمن وي، بخاري مسلم ابو داود نسايي.

 په يوه بل حديث شريف کې راځي چې كله دغه دري فعلونه څوك كوي نوپه دغه وخت دفعل کښي ايمان ځيني پورته کيږي، په تيره چې بيازنا كوي، معنى دا چې دزنا په وخت کې دزاني سره ايمان يو ځای نه وي، ځيني علماء كرام دحديث په تاويل کې وايي چې په دې حديث کې تشديداوترهيبښكاره كوي، يعني دغه كارونه دايمان سره دومره ټكر لري چې مؤمن انسان داسي ناوړنه كارته زړه نهښه كوي، هم داسې پليت اوبيکاره كارونه دمؤمن دشان سره مناسب ندي والله تعالى اعلم.

په يوه بل حديث كي د عبدالله بن مسعود رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی،هغه وايي چې رسول الله (ص)وويل:دا چې  وينه تويول ديوه مسلمانسړي ترهغوپوري نه راواکيږي ترڅوچې هغه دالله په وحدانيت او زما په رسالت باندې شاهدي وركوي، مګر رواکيږي تويول دوينو دده په يوه ددرواعمالو سره اول ميړه والااو ياكونډهښځه او نر چې هغوی زناوکړي،دويم هغه څوك چې بيګناه مسلمان په ناحقه سره ووژني اودريم پريښودونكي ددين جلاكونكي له جماعته څخه دمسلمانانودی چې هغه مرتد دی، بخاري مسلم ابو داود ترمذي اونسايي.

دحضرت سمرة بن جندب (رضي الله عنه) څخه روايت دی، هغه وايي چې رسول الله (ص)يوه ورځ وفرمايله داچې زه يوه شپه بيده وم چې په دغه خوب کې دوه نفره راته راغله،هغوی زه د خپله كوره  ويستم توڅويې و يوي مقدسي مځكي ته ورسيدو، همداسي روان ووترڅو چې يوې وړي غونډی ته چې ډول يې د تناره په شان وه ورسيدو،ددغه تناره سرياخوله تنګه او بيخ يي پيراخه وو،دتناره دلاندې دخوا اور بل وو او دغه اور به كله كښته او كله به پورته تلی، كله چې به دغه اور لوړ راپورته کيدی نو په سر به يي لكه ځګ غوندي نر اوښځي راپورته كوله اوكله چې به كښته ولاړی نو دوی به هم بيرته دننه په دغه تناره ور سره ننوتل.

 په يوه بل حديث کې تردې زيات ذکرسوی دی هغه داچې دننه په تناره کې ډير بد ژغ اوژړاوي، چيغي او بغاري وي، كله چې به لوړ راغلی ښځي او نر به يي لوڅ لپړ په سرراوړل تردې چې هغوی به نژدي وو چې دتناره څخه دباندې را ووزي، په هغه كي په زياته اندازه بربنډښځي اونر وه، رسول الله (ص) وايي ما دهغو دوو كسانو څخه پوښتنه وکړه چې دا څوك دي؟ هغوی په جواب کې راته وويل:داهغه زنا كاران دي چې دوی به په دنيا کې ددغه شنيع اوبد كار څخه خپل ځانو نه نه ژغورله اواوس يې دغه دهغه عمل سزاده چې دوی په دنياکې کاوه.بخاري اونور

{وعن ابن عمر (رضي الله عنه) ان رسول الله (ص) قال: الزني يورث الفقر} رواه البيهقي.

{وعن عبدالله بن بسرةرضي الله تعالى عنه عن النبي (ص) قال ان الزنا تشتعل وجوههم ناراً} رواه الطبراني.

ژباړه.دحضرت عبدالله  (رضي الله عنه) څخه روايت دی هغه وايې چې رسول الله (ص) وويل زناانسان ته په ميراث فقرراوړي، بيهقي، دحضرت عبدالله بن بسر(رض) څخه روايت دى هغه وايي چې رسول الله (ص)فرمايلي دي په تحقيق سره دزنا كارانو په مخونوباندې به داور نښي ليدل کيږي معني داچي زنايوازي بدفعلي اودالله (جل جلاله) دامرڅخه سرغړونه ده بلكه ډيرنورتاوانونه لري چي يويي فقراومسكنت دی اوبل داچي په اخرت كي به دغه زناکونکې ترخپلي سزاوروسته چې کله جنت ته  هم ورسي نوونوروجنتيانوته به هغه  معلوم وي هغه داچې ددوی په مخونوباندې به دجهنم داورنښي بريښي چې داپه خپل ذات کې دده رسوايې راولي والله اعلم.

{وعن عبدالله بن عباس (رضي الله عنه) عن رسول الله (ص) قال: اذا ظهر الزنا، والربا في قرية فقد احلوا بانفسهم عذاب النار} ابويعلي  {وروي عن بريدة رضي الله تعالى عنه عن النبي (ص) قال: ان السموات السبع والارضين السبع ليلعن الشيخ الزاني، وان فروج الزناة ليؤذي اهل النارنتن ريحها }رواه البزازة.

دحضرت ابن عباس (رضي الله عنه) څخه روايت دى،هغه وايي چې  رسول الله (ص)فرمايلي دي كله چې په يوه قوم کې زنا كول او سود خوړل عام اوښكاره سي نو دغه قوم يا قر يي ګواکې په خپلو ځانونو باندې دالله عذاب حلال اوواجب کړی . دحضرت بريدة (رضي الله عنه) نه روايت دى،هغه وايي چې رسول اقدس (ص)ويلي دي داچې په تحقيق سره اوه اسمانونه او اوه مځكي ټوله لعنت وايي په هغه زاړهسړي زنا كونكي باندي او په تحقيق سره دزناكارانو فرجونه به په جهنم کې نورو دوزخيانو ته تكليف وركوې په سبب دبد بويي، بزاز، سبحان الله چې په جهنم دوينو،نونو،ذوب اونومکروبونواو وروستو غوښو ډير بويونه وي خو دزناكارانو دفرجونو بد اوخراب  بويونه به تردې ټولوبويونو ډيربدترين وي.

 په يوه بل حديث مبارك کې راځي چې رسول الله (ص) وايي زه دشپي يوځای ته دجبريل (ع) په وسيله بوتلل سولم،په دې سفرکې مې ډير څه وليدل،خوداسي يو ځای ته ورسيدم چې ډير ژوراوعميق وه ددې کندې څخه چيغي او بغاري او ډيره بده بد بويي راپورته کيدله، مادحضرت جبريل (ع) څخه پوښتنه وکړه چې دا چيغي دچا اودابل بويې دچيشي ده؟نوهغه په جواب کې راته وويل چې دا په جهنم کې دزناكارانو اونورو دوزخيانو چيغي دي خودا بد بويې دزانيانوده يعني د زناكونكو دفرجونو ده.

و روي عن ا بي الدنيا والخرائيطي من حديث عبدالسلام بن شداد ابي طالوت عن غزوان بن جرير عن ابيه عن علي ابن ابي طالب الي اخره) چون ددي حديث مبارک متن ډيرزيات دی يوازي مي په پښتوژباړه سره كفايت وکړ، حضرت علي (رضي الله عنه) وايي چې دقيامت ورځ به ناڅاپه په خلكو باندې يو ډير بدبوی راواستول سي، تردې چې هر چاته كه بر وي كه فاجريعني كه نيك بخته وي اوكه بدسړی وي دابوی وروسيږي، دا بد بوی به په پوره قوت اوزور سره خپورسي،ټوله خلك به سخت په عذاب کړي، په همدي وخت کې به يو هاتفي ژغ وسي چې تاسو پوهيږی چې دا بد او مزاحمت كونكی بوی دڅه شي دی چې تاسو يي ټوله په اذيت کړي ياست؟نو خلك به ټول په جواب کې ووايي چې قسم په الله (جل جلاله)  چې ډير بد بوی دی اوموږيې ټوله ډيرسخت په تنګ کړي يو، خو په دې سره نه پوهيږو چې دا بد بوی  دڅه شي دی او له كومه لوري راځي، نو بيا به هاتف ووايي چې په تحقيق سره دا بوی دزنا كارانو دفرجونو بوی دی،دادهغوكسانوبوی دی کوم چې به دوی سره يو ځای كيدل، زنا به يي كول اوبيا هم داسي بي توبي په غفلت ياجهالت کې مړه سوي دي، همدارنګه په يوه حديث کې دابي موسى (رضي الله عنه) روايت دی چې دشرابو په مطلب کې راغلی دی، {ومن مات مدمن الخمر سقا من ماء الغوطه قيل وما الغوطه، قال نهر يجري من فروج المومسات}

 ژباړه..هغه كس چې مړ سي او دی دشرابو معتاد وي نو الله (جل جلاله)  به دقيامت په ورځدغه معتاد دغوطه څخه اوبه كوي، غوطه هغه واله ده چې دزنا كارانو دفرجونو دزوو او نونو څخه بهيږي اوډيرناوړه اوبدبوی لري .

{وعن ميمومنة (رضي الله عنها) قالت، قال رسول الله (صل الله عليه وسلم) يقول: لا تزال امتي بخير مالم يفش فيهم ولد الزنا، فاذا فشا فيهم ولد الزنا فاوشك ان يعمهم الله بعذاب } رواه احمد واسناده صحيح.

دحضرت ميمونه رضي الله تعالى عنها څخه روايت دی، دامباركه وايي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم) وويل چې هميشه به زما امت په خيرکې اوسي ترڅو پورې چې دوی كښي دزنااولادونه ډيرپيدا کيږي، كه چيري دا پكښي ډير پيدا سوه چې ارموني يا ولد الزنا ډير سوه نو كيدلای سي چې په عام طورپه دوی باندې دالله له لوري عذاب  نازل سي، احمدپه دي کې شكنستهچې زناكول يوه لويه اوکبيره ګناه، ده دهمدي ګناه سره سره يوه لويه فتنه هم ده چې په خلكو کې خپريږي دالله جل جلاله دعذاب دنافرماني،دزناسره داعتياد، په خلكوکې دبهتان دفقراومسكنت همدارنګه دمختلفو امراضو سبب کيږي لكه ايډز، فيس،سفليس اونورو ساري مرضونه، حكيم الله تبارك وتعالي دا شنيع اوبدكارموږ ته خپله او دخپل صادق او مصدوق استازي له لاري بدمعرفي كوي اوامرراته كوي چې دي كار ته دسره مه نژدي کيږی داچې کول اواعتياددی دابيايوه بله ستونزه ده ځکه زناته نژدې کيدل باالاخره انسان ودغه کندې ته وراچوي.

 دا چې دغه شنيع اوبد كار ته دنژدي كيدو ذريعه څه شي ده او دژغورلو لاره كمه ده دا هم الله (جل جلاله) او دهغه رسول(صل الله عليه وسلم راته واضحه اوښکاره کړي ده، چې هغه د نامحرموښځو اختلاط دنارينه وولپاره، دنامحرومو نرو سره اختلاط دښځو لپاره دی،ځکه چې دغه اختلاط که څه هم داول ځل لپاره تريووخته سالم وې خووروسته ستونزمن کيږي،ددغه دووانسانانوپه منځ کې دشهوت خطرناکه ماده طبعي ده چې مجردديوه اوبل په ليدلوسره راويښيږي اوبياپه يوځای کښيناستلوسره نوره هم حساسه کيږي،بياپه خبروسره نوره هم محرکه کيږي اوباالاخره په ټوکوټکالوسره انسان په دغه ستونزه واقع کيږي،نوځکه چې حکيم رب چې زموږخالق دی زموږپه ضعف ډيرښه پوهيږي نوراته وايه چې دې کارته بيخي مه نژدې کيږی نودعاقل اورښتوني مسلمان لپاره هم دابس اوکافي ده که څه نورخلک به خپلي لاري ورته جوړه وې خوپه حقيقت داټولي لاري باطلي دې خپله هم ګمراهان دې اوخلک هم ګمراهان کوې الله مودې ځيني وساتي، همدارنګه حجاب او بي ځايه نه ګرځيدل يوازي سفر نه كول، په همدې مورد کې ډير ايتونه او حديثونه سته چې ديوڅه ذكر كول اړين بولم.

قوله تعالى : قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ (30) وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا …(۳۱)

الله تبارك وتعالى دخپل نازولي پيغمبر(صل الله عليه وسلم) په واوسطه مؤمنانو ته وايي دا چي ووايه اي محمده (صل الله عليه وسلم) ومؤمنانو ته  داچې پټي دې کړي سترګي خپلي او كنټرول دې کړي سترګي خپلي وپرديوښځو ته دكتلوڅخه او ودې ساتی فرجونه خپل دزناكولو څخه، همدا كارښه پاکې ده لپاره دمؤمنانو، الله (جل جلاله) ښه خبر دی په هغه څه چې تاسو يي صنعه كوی، او ووايه اي محمده و مؤمناتوښځوته دا چې ودې ساتي دوی نظرونه خپل او پټي دې کړې سترګي خپلي وپرديوخلکوته دكتلو څخه دنامحرومو خلكواو ودې ساتي فرجونه خپل دزنا كولوڅخه او نه دې ښكاره كوي دوی ځايونه دزينت او دښكلا خپل بيله هغه چا چې الله جل جلاله ورته روا اوجائز ګرځولي  په سبب دقرابت اورضاعت سره .

 په همدغه آيت مبارك كي دهغواشخاصوذكرهم سويدی کوم چي ښځه دهغوی څخه سترنه كوي او يادهغوی سره ناسته پاسته هغې ته جائزه او رواده،اول دهغي ميړه دويم دښځي خپل پلار دريم دښځي دميړه پلارڅلورم دښځي خپل زوی پنځم دښځي دميړه زوی له بليښځي څخه شپږم دښځي وروراوم دښځي دورورزوی اتم دښځي دخورزوی نهم دښځي خپل مريی لسم نابالغه ماشوم ترڅوچي دكورپه اسراروسره نه پوهيږي يولسم هغه مذدورچي په كوركي هميشه كاركوي سترځيني متعذروي البته ناسته پاسته مجلس به نه ورسره كوي دولسم دنوروښځوڅخه،ددوی څخه پرته دنوروټولونارينه ووڅخه دښځي سترکول مطلق فرض دی اودابه دهغوی داختلاطه څخه هم ځان ساتي،البته رضعي پلار،وروراونورمحرمين دنسبي محرمانو  په حكم دستركي يوډول حکم لري يوبل شی چې په حديثوکې راځي هغه دښځي زوم دی چې دهغه حرمت هم په مجرنکاح کولوسره دايمي ګرځي خودخوښينانواوياداخښيانو حرمت موقت دی نوپه شرعي توګه بايدښځه ځان ځيني وګوري.

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا (59)

ژباړه: اي دالله جل جلاله نبي ووايه ازواجو ته خپل او ووايه لوڼو ته خپل او ووايه ټولوښځو ته دمؤمنانوداچې خپاره دې کې دوی په ځانونو اوټوله بدنونو باندې خپل  حجابونه يا ټكري خپل، همدغه كار نژدې دی ديته چې اصليښځي دمينځانو څخه معلومي اوپيژندل سي نودوی ته به اذارنه ورکول کيږي، او الله (جل جلاله)  چي دی غفور رحيم دی.

په يوه حديث مبارک کې راغلي دې چې ددې ايت دنازليدوڅخه وروسته به دمسلمانانوښځي په داسي توګه سره ګرځيدلي چې دهغوی ټول بدن به په حجاب سره پټ وه، يوازي يوه او يا دواړي سترګي به يي دلاري دليدلو په خاطرښكاره کولي، دلته په مباركو ايتونو کې دغض البصر اوحجاب موضوعات شامل وه، الله تبارك وتعالى په صيغه دامر سره دواړه شيان ذكر کړه،چې دعلماء كرامو په اتفاق سره په دغو ايتونو کې امر دوجوب لپاره دی لکه په نورواحکاموکې چې دوجوب لپاره دی، دغو ايتونو ته بايد ټول مسلمانان وروڼه او مسلماناني خوندي په پوره توجه سره ځير سي چې دښځو بي ستري، دهغوی سره ګډ ژوندياکار كول، يوه او وبل ته كتل دفساد او دزناسبب ګرځي نو ځکه چي الله (جل جلاله) ټولومؤمنانوته هدايت كوي چې خپلي سترګې دنامحرو مو دكتلوڅخه پټي کړی اوځانونه د بي ستری څخه وژغوری، دا چې اوسښځه په يوازي توګه ديوه نارينه سره په بي ستری او ګستاخی کې ژوند كوي،هغوی يودبل سره  ټوكي ټكالي  كوي، په كمپيوټرونو کې په ډيره ناوړه توګه ورسره لوبه اوچيټينګ كوي بيا هم يي پلار او مور په دې تمه وي چې ګواکې زمااولور يا زوی به خپل ځان سپيڅلی اوپاک و ساتي والله اعلم.

[irp][irp][irp]

 څوك چي دالله (جل جلاله)  دحكمت څخه وډک هدايت ته غوږ نه نيسي اودخالق دامرڅخه سر غړونه كوي نوپه ډيراحتمال سره ممكنه نه ده چې په نورو منهياتو اومنكراتو کې دې واقع نسي او نه العياذ بالله رب العالمين له حكمتونوڅخه ناخبره دی، په فقهه كښي فقيه علماء كرام خلوت صحيحه دجماع سره مساوي بولي اوداخلوت صحيحه حكم دجماع اخلي، خلوت صحيحه هغه ملاقات يايوځای کيدوته وايي چې نر اوښځه په خپله رضا په يوه بنده كوټه كې سره يوځای سي، ددوی په منځ کې بل کوم حاجزاومزاحم نه وي چې دنزديكت څخه يي مانع وګرځي، خو خوشبختانه اوس دا خلوت صحيحه په موسساتواو دولتي دفاتروكي دمامورينواوماموراتو په منځ کې بيخي عادي ګرځيدلی دی،كله ددغه دووحساسوانسانانوپه منځ کې دداسي نزديكت زمينه مساعده سي نو دشيطان لپاره هم دومره  مهمه ده نور نو اسانه وي چې څه وسي.

بدبختانه اوس چې كله يو شعبي ته ورسي نر اوښځي قاضي اوقاضی لكه خواږه محرم دوستان همداسي ګډ اومخلط ژوند كوي تردې چې ځينيښځيسړي ته په نظرورځي چې دبازار دفيشن فروشی سامان يي ټول په ځان باندې كار کړی اومصرف کړی وي، هم داسي يي ځانونه جوړ کړي وي چې كيدای سې په خپل کورکې يې خپل غريب ميړه ته دواده په لومړيو شپوکې هم داسي فيشن نوي جوړ کړي، دا چې دچا لپاره يي داسي ځانونه يوغړپ کړي ويسړینه پوهييي؟خوښه پوهيږي: سره ددي چې په صحيح حديث مبارك کې راځي داچې رسول الله (صل الله عليه وسلم)فر مايلي دي، هغهښځه چې معطره مزينه يعني په سينګار اوخوشبويي سره دخپل كوره دباندې وزي نو مځكي او اسمانونه او په هغوی کې ټوله موجودات اوكائنات په دغيښځي باندي لعنت وايې ترڅو چې هغه بيرته خپل كورته ورګرځي.

{وعن ابن عباس (رضي الله عنهما) ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: لا يخلون احدكم بأمرأةٍ الا مع ذي محرم} متفق عليه په بل حديث کې {لا يخلون رجل بامرأة إلا ثالثها شيطان} في حديث اخر عنه ومن كان يؤمن بالله واليوم الاخر فلا يخلون بامرأة  ليس بينها وبينه محرم} الطبراني.

 ژباړه.دحضرت عبدالله بن عباس (رضي الله عنهما) څخه روايت دی هغه وايي چې  رسول الله (صل الله عليه وسلم) خلوت اويوازي والی دې نكوي يو ستاسوڅخه دپردی اونامحرمي ښځي سره په داسي حال كي چې ښځه بيله محرمه وي، په بل حديث شريف کې راځي چې خلوت اويوازي والی نه كوي يوسړیدبلي نامحرميښځي سره دوه په دوه مګر دريم يي شيطان وي،ترڅو چې هغوی زنا ته ټيل وهي، په بل حديث شريف کې راځي چې حضرت رسول اكرم(صل الله عليه وسلم) فرمائلي دې هغه څوك چي ايمان په الله (جل جلاله) او په ورځي داخرت باندې راوړی وي نو نه داخليږي يا خلوت نه كوي دپردی ښځي سره ترڅو چي دده او دهغي تر منځ محرم نه وي.

{ عن ابي موسى رضي الله عنه عن النبي(صلى الله عليه وسلم) قال كل عين زانية والمرأة اذا استعطرت ، فمرت بالتجلس كذا وكذا يعني زانية} رواه ابو داود والترمذي وقال حديث حسن صحيح.

دحضرت ابي موسى رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی،هغه وايي چې رسول الله (صل الله عليه وسلم)فرمايلي دي هره سترګه چې په بد نظر كاته كوي هغه زنا كاره ده او كومهښځه چې ځان خوشبويه کړي او بيا په مجلس دنارينه او ځانوانانو باندې تيريږي زنا كاره ده، ددي په استناد يو بل حديث مبارك فرمايي: {عن ابي هريرة (رضي الله عنه) عن النبي (صل الله عليه وسلم) قال: كتب على ابن ادم حظ او نصيبه من الزنا فهو مدرك ذالك لا محالة، العينان زناهما النظر، والاذنان زناهما السماع واللسان زناه الكلام، واليدان زناهما البطش، والرجلين زناهما الخطي، والقلب يهوى ويتمنى ويصدق ذالك الفرج او يكذبه} رواه البخاري ومسلم ابو داود والنسايي.

دحضرت ابي هريرةرضي الله تعالى عنه څخه روايت دیهغه وايي چې  رسول الله (صل الله عليه وسلم) نوشته سوی اوليکل سوی دی د دادم عليه السلام په اولاد باندې نصيب ياحصه دزنا چې خامخا به ابن ادم پكښي واقع کيږي،چې يودهغوی څخه سترګي دي، دسترګوزناكول و نامحروموښځو ته يادښځوونامحرومونارينه ووته په شهوت سره کتل دي،دويم غوږونه،دغوږونو زنااوريدل دنامحروموښځو داوازو او سندروهمدارنګه دښځولپاره دنارينه ووسندري اوآوازونه په خوند اوشهوت سره،دريم ژبه ده، دژبي زنا دنامحروموښځو سره بيله کوم ضرورته په شهوت سره خبري كول دي همدارنګه دښځولپاره دنارينه وو سره،څلورم لاس دی، دلاسونو زنا مسه كول او لاس وروړل نامحرموښځو ته همداسي دښځولپاره نارينه وو ته،پنځم پښه ده، دپښو زنا ورتګ هغه هغه ځای ته ياښځي ته ياهغه نرته دزنالپاره دی (شپږم زړه دی) دزړه زنا هغه ګناه يا زنا ته هوا داري او ميلان كول دې،اوم فرج ياعورت دی ، فرج چې دی ددغو ټولو اندامونو تصديق او يا تكذيب كوې، دلته دسترګو په شمول دټولو اندامونو زنا سته او خلك ورباندې اخته کيږي چې هغه ټوله دواعي يابلونکې و زنا ته وي، كه يوسړیځان كنترول نکړي لاس، پښه، ژبه، غوږ، سترګي، زړه کنټرول نکړي، نو امكان لرې چې ددغواعضاووپه تكرار سرهسړیياښځه يووخت په حقيقي زنا کې واقع سي، چون اوس دښځوسره  دشهوت اوافسانوخبري كول، اوريدل، روغبړ كول، حتى مچه اخستل دديموكراسی له بركته عادي ګرځيدلي دې نو بعيده اوليري نده چې زنا دي هم  کرار کراربيخي عادي ونه ګرځي، نو هر مؤمن مسلمان ته پكار ده چې اول دزنا ددواعيو اووربلونکوشيانوڅخه ځانونه وژغوري، كنه نو ګرانه ده چې ددواعيو به بابيزګڼلوسره دي بياڅوك ځان دزناکولوڅخه وژغوري .

والله تعالى اعلم.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب