
زموږ ادب مخکې او وروسته د شوروي له یرغله!
له امیر کروړه رانیولې د شوروي تر یرغله، د پښتو د شعر او هنر په هر ژانر کې د مینې، ښکلا او حسن رنګ غالب وو. د ټپې، چاربیتې، بګتۍ او غزل ډیره برخه د غټو، نازولو او تورو سترګو په صفتونو ډکه ده. اوږدې زلفې، دنګه ونه، نرۍ ملا، رانجه، سلایي، باڼه، وریځې او اننګې یی د نظم تر څنګه، د نثر محوري ټکي ګڼل کیږي. چارګل، نتکۍ، والۍ، پیزوان، اوربل، چپه کاکل، ټیک، پایزیبې، چندړ هار، بنګړي، نکریزې او چمکلي یی د هر ادبي بنډار، نقل او پتاسې وې. منګې، ګودر، شپیلۍ، چمبه، رباب، سیتار او ټنګ ټکور به د هرې حجرې برخه او د هر شاعر د تخیل او تصور ځاله وه.
خو روسي ښکیلاک دغه د پیړیو پیړیو کلاسیک بهیر او فولکلوریک دود په خړ سیند لاهو کړ او ځای یی ټوپک، کارتوسو، ببرو څڼو، وینو، بمونو، غمونو او مورچلو ونیو. اوښکو، سلګیو، شهادتونو، قبرونو، مزارونو، جنډو او د حورو او غلمانو بیدریغه شوق، خپل رنګ راوړ. پکول د غزا سمبول شو او په غاړه کې برګ او چوپر چوپر دستمال، د مقاومت نښه ؟!