د کابل پوهنتون

د کابل پوهنتون بنسټ په ۱۹۳۱ زېږديز کال د کابل ښار په جمال مېنه سيمه کې ايښول شوی او په ۱۹۳۲ ز کال پرانستل شوی دی. کابل پوهنتون د افغانستان لومړنی او تر ټولو ستر پوهنتون دی. اوس مهال دا پوهنتون ۱۵ پوهنځي، ۱۳۳۵۰ محصلين او ۶۵۵ استادان لري. په ۱۹۹۲ کال د دې پوهنتون اړوند کتابتون دوه سوه زره ټوکه علمي او مسلکي کتابونه، ۵۰۰۰ خطي نسخې، خپرونې او ګڼ انځورونه درلودل چې د کورنيو جګړو پر مهال يا وسوځېدل او يا په ډېره کمه بيه وپلورل شول.

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب