روژې تعریف او روژه کله فرض شوه؟

روژې تعریف:

روژه، صوم په لغت کې امساک ته ويل کيږي، يعنی مطلقا منع کيدل او په اصطلاح کې صوم، روژه ديته ويل کيږي چې له فجر (صبح دميدلو) نه نيولی تر لمر ډوبيدو پورې له هر قسم خوراک، څښاک، جماع کولو او د بدن هغو حصو ته چې حکم د داخل لري د هر شي له داخلولو څخه پوره کاملا منع کيدل دي.

روژه کله فرض شوه؟

د روژې مياشت له هجرت نه اتلس مياشتې وروسته د شعبان په مياشت کې د تحويل قبله ( د قبله له ګرځيدلو) نه لس ورځې وروسته فرض شوی، بعض حضرات وايي له دې نه مخکې هيڅ کومه روژه فرض نوه او د بعض نورو حضراتو قول بيا دا دی چې له دې نه مخکې هم يو څه روژې فرض وی، کومې چې د ماه رمضان روژو له فرضيت نه وروسته منسوخ شوی، د بعض حضراتو په نزد عاشوراء، د محرم لسم تاريخ روژه فرض وه او د بعض نورو حضراتو قول دا دی چې د ايام بيض، د قمري مياشتې د ديارلسمې، څوارلسمې او پنځلسمې شپو د ورځې روژې فرض دي.

د رمضان المباک روژو د فرضيت ابتدائي احکام ډير سخت وو، مثلا د لمر له ډوبيدلو نه مخکې د خوراک، څښاک اجازت وو خو له ويده کيدلو نه وروسته د هيڅ شي اجازت نه وو، اګر که يو څوک به له خوراک او څښاک کولو نه پرته ويده شوی هم وو، د جماع کول هيڅ وخت او په هيڅ حالت کې جائز نه وو، هر کله چې دغه احکام په مسلمانانو باندې سخت شول او د دې احکامو له وجهې يو څه واقعات هم پيښ شول نو دا احکام منسوخ کړل شول او کومه سختي پاته نشوه.

د روژې اهميت او فضيلت

د اسلام چې کومې پنځه بناوې ، ارکان دي، په هغوی کې روژه دريمه درجه لري او روژه د اسلام دريم رکن دی، له روژې نه انکار کونکی کافر او نه نيونکی يې فاسق او ډير سخت ګنهګار دی، له درمختار نه په باب مايفسد الصوم کې دا مسئله او حکم رانقل شوی ( ولو اکل عمدا اشهرة بلاعذر يقتل) کوم سړی چې روژه بلا عذره په علانيه توګه خوري او تاسو ته په نظر درشي نو هغه ووژنی،

په دې خبره کې د ځينو علماؤ اختلاف دی چې ايا روژه بهترين عبادت دی او که لمونځ؟ مګر د اکثر علماء کرامو مسلک دا دی چې لمونځ په ټولو اعمالو کې افضل او بهترين عبادت دی او په روژه باندې هم ورته ترجيح او فضيلت حاصل دی، نو ظاهره خبره ده چې له لمانځه نه علاوه بل کوم رکن په بهتري کې له روژې سره سيالي نشي کولای،اوهمدارازلډاحاديثوڅخه دروژي ډيرلوړفضايل معلوميږي لكه پدي حديث قدسي كي چي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم فرمائي

your ads

 «قال الله تعالي كل عمل ابن ادم له الاالصوم فانه لي وانااجزي به»

ژباړه: يعني خداي پاك فرمايلي دي دبني آدم هرعمل دده لپاره وي نه روژه ځكه هغه زومالپاره ده اوزه ئي اجرومزدوري وركوم.اوپه بل حديث كي راځي «مَنْ صَامَ يَوْمًا فِي سَبِيلِ اللهِ بَعَّدَ اللَّهُ وَجْهَهُ ، عَنِ النَّارِ سَبْعِينَ خَرِيفًا» يعني هرڅوك چي يوه ورځ دالله پلاركي روژه ونيسي خداي پاك به دده مخ داوره څخه اوياخريفه لري كړي.

اوپه بل حديث كي راځي «من صام رمضان ايمانا و احتسابا غفرله ماتقدم من ذنبه»

ژباړه: هرڅوك چي روژه ونيسي دمياشتي د روژي په صداقت او ايمانداري سره او د پاره د ثواب نو وبه بخښل شي ده لره دده مخكني ګناهونه.او داسي نور ډير احاديث په فضيلت كي ده روژي راغلي دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب