
لوبيا د پروټينو غني غلو څخه ده، چې انسان ته ډېر قوت ورکوي، روغتيايې چارو څيړنکي وايې: لوبيا او غوښه په غذايې قوت کې مساوي دي.
روژه کې بايد د لوبيا خوړلو کې يو څو نکتې نظر کې ونيسو:
o د لوبيا خوړلو نه مخکښې بايد ډېرې اوبه وڅښل شي.
o هغه څوک چې عادتا د لوبيا خوړلو نه وروسته ډېر تږی کيږي، پيشنمي کې دې د لوبيا د خوړلو نه ډډه وکړي.
o که چېرې د لوبيا سره سبزي په ځانګړي ډول بادرنګ و خوړل شي نو د غوښې ځای نيسي.
o پخلي ځانګړي ډول لوبيا کې بايد مالګه کمه استعمال شي، ځکه داکتران وايې: سوديم د انسان تنده زياتوي.