د یوې بیلجیکي ډاکټرې په اسلام مشرف کېدل

یوه بلجیکۍ نفسیاتي ډاکټره چې یوې ترافیکي پېښې یې الحاد (کفر ) ته د پای ټکی کېښود او اسلامي دین ته د یوه بلونکي اخلاقو پر اسلام قانع کړه !

یوه بوږنونکې ترافیکي پېښه د بلجیکي نفسیاتي ډاکټرې(ویرجیني لوبلیک)لپاره ددې لامل شوه چې الحاد او کفریې بس کړل ، ادیانو (دینونو) ته مخه کړه اوارزښت یې ور سره پیدا شو ، په تېره بیا اسلامي دين ته ډېره ورنږدې شوه ، د بروکسل په یوه ستر جامع جومات کې د اسلامي درسونو له زده کړې او له څو میاشتوپلټنې او فکر کولو څخه وروسته یې د اسلام د مقدس دین کلمه وویله .

۳۰ دېرش کنلې مېرمن ویبرجیني له مسلمانېدو وروسته ځان ته (الهام) نوم غوره کړ ، ددې نوم خوښونه یې یو معنوي راز ته اشاره کوي چې د اسلام له پېژندلو وروسته په رښتینې ډول دې ته رب الهام (زړه ته د حق غورزونه) وکړه او لار یې ورته روښانه کړه.

ازاده روزنه:

نفسیاتي ډاکټره الهام دخپل ژوند دپیل خبره کوي او وایي:

your ads

له مسلمانېدو مخکې زه کاثولیکي نصرانۍ وم ، له دین څخه دباندې مې ازاده روزنه وشوه ځکه مور او پلار مې ملحدین (کفار)وو!

په خپله کلیساته نه یم تللې مګرزما د نیکونو په خوښه تللې یم ، زما د پلار له خوا انا مې زیاریوست چې له نصراني دین څخه د سرچینې اخیستلو روزنه راکړي ، نوموړې زیاتوي له کله چې ستره او عاقله شوې یم پر الله مې د ایمان راوړلو فکر نه دی را څخه بېل شوی اګر که مور او پلار مې دې فکر هیښ کړي وو او زه به یې په دې تورولم چې د رنګینو خیالونو په سمندر کې لامبو وهم، خوزما ددې فکر خنډ شوي نه دي ځکه هغوۍ د لوړزدکړو خاوندان وو او په دې حریصان وو چې تعلیمي پړاو ته متوجه شم چې په نتېجه کې یې ما وکولی شو د پوهنتون مرحله په خوندي او بریالۍ توګه سرته ورسوم.

هغه ازاده روزنه چې نفسیاتي ډاکټرې سر ته رسولې وه ددې معنی نه وه چې نوموړې یې له هر اخلاقي چوکاټ خخه ایستلې وه .

الهام وایي: زما مور او پلار زه له سګرېټ، شرابوڅښلو او له هر هغه کار څخه چې د عام تهذیب او ادب سره په ټکر کې وو منع کولم، له موراو پلار سره مې اړیکې دباور او اعتماد پر بنسټ ولاړې وې.

نااشناحجاب او پرده:

کله چې بیلجیکۍ پېغله د بروکسل ښار ته د لوړو زدکړو لپاره راغله له یو شمېر مسلمانو پرده لرونکو نجونو سره یې پژندګلوي وشوه ، چې نوموړې ته (ددوۍ پرده) نااشنا وبرېښېده ، دا ګومان یې کاوه چې دغه ا مېرمنې خپلو خاوتدانو ته په تابع کېدلو خوښې دي ، او دا شعور ورسره پیدا شو چې باید زه دیوې ښځې په صفت د ښځو له حقوقو او ازادي څخه دفاع وکړم ، په تېره بیا چې نوموړې له پنځلس کلنۍ عمر څخه له هغه نصراني دین څخه چې خپلې انا یې ورښودلی وو، ډېره لرې پاتې شوې وه او ګومان یې کاوه چې په دې دین کې دښځې احترام نه دی ساتل شوی.

بوږنونکې ترافیکي پېښه:

له دینونو څخه د ښځو د حقوقو د دفاع هوډ لرونکې بیلجیکي پېغلې خپلې دندې ته دوام ورکړ ، د څښتن (الله) په شتون یې عقیده او باور نه درلود ،خو وروسته له هغه چې نوموړې له یوې بوږنونکې ترافیکي پېښې سره مخامخ شوه ، بدلون پکې راغی هغه بوږنونکې پېښه چې نژدې وو خپل ژوند له لاسه پکې ورکړي، دې مرګوني حال دنوموړې سیخې لارې ته په راتلو او د دینونو په مسألو کې په ارزښت پیدا کولوکې ستره ونډه واخیسته او په هغه دین کې چې دې یې پیروي کوله پلټنه یې پکې پیل کړه پلټنه یې تر دې پریده ورسېده چې په یهودي او اوبوذي دینونو کې او په اخر کې یې د اسلام په دین کې بحثونه پیل کړل .

الهام وایي: په ما د ترافیکي پېښې اغېز ډېر ستر وو چې دې ته یې اړه کړم چې مسیحي دین ته رجوع وکړم خو هغه روحانیت او معنویت مې پکې ونه موند کوم چې ما غوښته نو د نورو دینونو په لټه کې شوم.

کله مې چې وغوښتل اسلامي دین وپېژنم زما د ډېرو پوښتنو لپاره او په ځانګړي ډول چې زه د ښځو د حقوقو څخه دفاع کونکې وم ، غوښتل مې د مسلمانانو مېرمنو له حقوقو څخه دفاع وکړم ، یوه ورځ جامع کبیر (اسلامي مرکز) ته روانه شوم چې یوه داعي (دین ته بلونکي) حضورته ومنلم او زما په ورتګ هیښ شو ، وروسته له یو څه خبرو یې ښوونه راته وکړه چې د اسلام د زدکولو هغه ابتدایي او لومړي درسونه چې په یاد شوي مرکز کې لوستل کېدل ، پیل کړم .

دمغزو وینځل:

نوموړې زیاته کړه : لومړی مې نه منله چې دماغ به مې ووینځل شي خو اخر مې ومنله ،زما له غوڅ انکار څخه وروسته د هغه داعي ښو اخلاقو دې ته اړه کړم چې یادشوي درسونو په منظم ډول پیل وکړم .

نوموړې بیلجیکي ډاکټره په هغودیني درسونو کې چې یو نیم کال یې په منظم ډول ولوستل ، بریالۍ شوه او همېش به یې له هغو ښوونکو څخه چې له دې سره به په پوره مهرباني ، نرمي او ډاډه ډول مخ کېدل ، دخپلو پوښتنو قانع کونکي ځوابونه موندل سره له دې چې نوموړې به په پوښتنو کې توندي هم کوله ، د درسونو په دوران کې یې له یو شمېر مسلمانو نجونو سره چې له دې سره په لوستونو کې ګډې وې ، پېژندګلوي ورسره وشوه چې د حجاب په ګټو او حکمتونو بې وپوهوله.

یوه ورځ الهام غوښتل د لومړي ځل لپاره قرآن کریم پرانیزي د سورة النساء په (۱۷۱) ایات شریف چې د نصاراوو څخه الله کیسه کوي او د تثلیث (درییزڅښتن) غندنه پکې شوې ده ،سترذګې یې پرې ولګېدې ، دامهال یې یقین او باور راغی چې الله تعالی یې په همدې ایات مخاطبوي ، نو بې له تردد او شک څخه یې دمسلمانېدلو هوډ وکړ.

په اسلام مشرفه کېدل:

داسلام له دو کلمو لوستلو وروسته یې دخپل ژوند په هکله وویل:

زما له مسلمانېدو مخکې ما د اسلام په هکله بد او ناکاره نظر درلود اما نن ورځ یې په هره برخه کې زما ژوند په نوي رنګ ورنګاوو چې زما په هر بخش کې هغه که حرفوي ، روزنیز او یا بل وي ،زما لپاره لومړی او بنسټیز مقام لري .

اوس زه د خپل دین د شعایرو زدکړه په ډاډه او سوکاله توګه کوم اګر که زما ایمان لا هم لنډ او اوږد دی خو الحمد لله چې له ما څخه چاپیره داسې وروڼه او خویندې دي چې راسره مینه کوي او دالله (ج) یادونه رااته کوي.

دسخت غبرګون سره مخ کېدل

دنوموړې له مسلمانېدو وروسته دخپلې کورنۍ د غبرګون په هکله وایي:

تر ډېره وخته زما کورنۍ زما سره په احترام چلند کاوو له دې امله چې زه د کورنۍ مشره غړې وم او خپلو نجونو ملګرو ته به روغې ښوونې کولې .

خو کله مې چې حجاب او پرده وکړه له دې ځایه ستونځې رامینځ ته شوې ځکه دوۍ پردې کولو ته په داسې سترګه کتل چې ګواکې دا په مېرمنو د خاوندانو د تسلط وسیله ده چې لا هم نوموړې ستونځه زما د کورنۍ په مینځ کې د تاوده بحث موضوع ده .

زما له کورنۍ سره:

نوموړې زیاتوي: وروسته له هغه چې(خپلې کورنۍ) ته مې یو څه دلیلونه وویل چې اسلام زما ژوندون بدل کړی دی دا جنجال یو څه سپک شو، او زه زیار باسم چې په هر ډول وي له خپلې کورنۍ سره په ښو اخلاقو اړیکې وساتم،سره له هغې نژادي دښمني چې کله کله دا دښمني دوۍ دې ته هڅوي چې مسلمانانوته په تېره بیا عربو ته ناکاره توري وکاروي .

خو زما کورنۍ اوس ما ډېره مني او داسلام درنګ په هکله یې په نظر کې یوڅه بدلون راغلی دی .

نوموړې په خپله طبی دنده د اسلام د پوهېدلو داغېز په هکله وایي:

د قرآن کریم په هر ایات کې د ټولوعبرت اخیستونکو خلکو لپاره پند او عبرت دی ، د قرآن کریم او نبوي احادیثو په زدکړه کې زمودبدني ، نفسي او عقلي روغتیاوو لپاره ګټې دي ، او د مبارکې روژې د رانږدې کېدو پر بنا زه د یوې متخصصې نفسیاتي ډاکټرې په صفت ویلی شم چې د عقلي روغتیا لپاره په (روژه) کې څومره ګټې دي؛ ځکه (روژه) داعصابو د ارامي او سوکالي لپاره رول لوبوي چې دا راز عصري او نوښتګر طب له ۶۰ شپېتو کلنو را هیسې پېژندلی دی خو روژه ۱۴۳۵ کاله مخکې پیل شوې ده چې دا سترې ګټې لاس ته راوړي.

دسعودي له معتبرې برېښنایي پاڼې (سبق الالکترونیة) څخه.

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب