د گناه ۲۶ دنيوي زيانونه

1.ګناه سړى د ديني علم څخه بې برخې کوي .

2.ګناه  په روزۍ کې کمبود راولي.

3.ګناه  سړى د خداى څخه سرکښه کوي .

4.ګناه کول د خلکو په خاص ډول د نيکو کسانو د نفرت باعث ګرځي .

5.په ګناه کولو سره په زياتره کارونو کې ستونزې را پيدا کيږي .

your ads

6.په ګناه کولو سره په زړه کې يو ډول تياره محسوسيږي .

7. ګناه زړه او وجود کمزورى كوي.

8.په ګناه کولو سره سړى د اطاعت څخه  بې برخې کيږي .

9.په ګناه کولو سره عمر کميږي او د ژوند برکت له منځه ځي .

10.په ګناه کولو سره يوه ګناه د بلې سبب ګرځي .

11.په ګناه کولو سره د توبې اراده کمزورې کيږي، تر دې حده چي د توبې توفيق بيخي له منځه ځي  .

12.په ګناه کولو سره په څو ورځو کې د ګناه بدوالى د زړه څخه وځي .

13.هره ګناه د خداى د دښمنانو څخه د يوه مراث ده ، نو دا کس د ملعونو قومونو وارث جوړيږي.

14.په ګناه کولو سره سړى د خداى جل جلاله په نزد ذليل او خواريږي او په مخلوق کې يې هم عزت له منځه ځي .

15.د ګناه د تاثير څخه نورو مخلوقاتو ته هم ضرر رسيږي، له دې امله نور مخلوقات پر هغه کس لعنت وايي .

16.په ګناه کولو سره په عقل کې سستي او کمى را ځي .

17.په  ګناه کولو سره سړى د ملايکو د دعا څخه بې برخې کيږي .

18.په ګناه کولو سره په ځمکه کې ډول ډول خرابيانې  را پيدا کيږي، اوبه، هوا، غله او ميوې عيب لرونکې کيږي.

19.په ګناه کولو سره حيا او غيرت له منځه ځي .

20.په ګناه کولو سره د الله عظمت د زړه څخه وځي .

21.په ګناه کولو سره نعمتونه کميږي، افتونه او مصيبتونه ډيريږ ي .

22.په ګناه کولو سره د ستاينې او عزت لقبونه چاڼيږي، پرځآى يې د ذلت او رسوايۍ لقبونه را منځ ته کيږي د بيلګې په ډول فاسق، فاجر، ظالم او نور .

23.په ګناه کولو سره شيطانان پر هغوى مسلط کيږي .

24.په ګناه کولو سره د زړه اطيمنان له منځ ځي .

25.په ګناه کولو سره د خداى د رحمت څخه ناهيلي پيدا کيږي، له دې امله نو توبه هم نه کوي او بې توبې مري .

26.په ګناه کولو کولو سره هغه ګناه په زړه کې ځاى نيسي، تر  داسې حده چې د مړينې په وخت کې يې کليمه هم تر خولې نه وځي .

العياذ باالله

الله جل جلاله  دې موږ ټول په خپل پناه کې وساتي

ژباړه: احمدشاه پاڅون

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب