د ګني ددې حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست!!

د ګني شربت (جوس) د سينې سرطان او د انسان د بدن غړو ته د مقاومت ځواک ورکوي. په اسيايي هېوادونو کې ګنی نه يوازې له مالي پلوه بلکې د روغتيايي چارو په برخه کې هم ډېر زيات ګټور تماميدی شي. د ګني شربت ( جوس) راز راز انرژۍ لري.

ګني په ټوليز ډول زموږ په روغتيا باندې مثبت اغېزه غورځولی شي. اوس موږ تاسو ته د ګني شبرت ( جوس) ځیني ګټورې برخې درپيژنو.

۱. ګنی د نيم سيري، د ستوني خارښت او زوکام لپاره هم يوه ډېره ګټوره کورنۍ درملنه ده.

۲. کله چې انسان باندې تبه راشي نو ډاکټران هم ناروغ ته د ګني شربت (جوس) د ورکولو لارښوونه کوي.

۳. هغه ناروغان چې د ژېړي یا يرقان په ناروغۍ اخته دي د ګني شربت ورته له اکسيرو کم نه دي، ځکه چې دا د بدن ګلوکوز لوړوي او د ناروغ د بدن د پوستکي په ښکلا کې مهم رول لري.

۴. ګنی د هاضمې او د قبض لپاره ګټه ور درمل دی.

۵. ګنی سوکروس نامي شکر زېږنده ده، چې په قدرتي ډول د زخمونو په تداوۍ کې ګټور ثابت شوی دی، او له دې نه علاوه د شکر یا شوګر د لوړوالې سلنه هم زياتوي.

۶. ګنی د زړه د ناروغانو ساتونکی دی او د بدن د کوليسټرول د لوړېدو مخه نيسي.

۷. ګنی د سوزک ناروغۍ لپاره مهم درمل ګڼل کيږي.

۸. ګنی يوه پيچلۍ برخه لري چې د انسان د غړو او د سينې د سرطان مقابل کې مقاومت ښيي.

۹. په ګني کې کيلشيم او تيز قدرت لرونکي مواد شته چې د هډوکو په ټينګښت کې مهم رول لري.

۱۰. څوک چې د وينې کمښت لري هغه بايد د ګني شبرت وسکي ځکه چې په ګني کې په پرخه ډول وسپنه شتون لري.

۱۱. بېلا بېل څيړنې دا څرګنده کړې ده، چې د ګني شبرت ( جوس) جګر او د ګردو لپاره ډېر ګټه ور دي، او دا په قدرتي ډول سره د جګر او د ګردو پاک والي سره د هغوي د ځوک زياتيږي.

۱۲. ګني نه جوړه شوې ګوړه هم وسپنه لري، او دا څرګنده ده چې د انسان بدن ته وسپنه ډېره اړينه ده، ځکه چې له وسپنې له شتون سره د انسان بدن کې د وينې کمښت نه راځي.

۱۳. د انسان بدن ته د مايکرونيوټرنټس ته ضرورت دی، او له دې وجې نه انسان په شعوري او روحي ډول سره يو کار پای ته رسولی شي، او ګوړه د يوه داسې مايکرونيوټرنټس نه برخمنه ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب