نکاح او اړوند چارې

د کونډې شوې مېرمنې د عِدت موده څومره وي؟

که چېرې د یوې مېرمنې کوژدنه شوي وي؛ خو د واده مراسم یې لا نه وي ترسره شوي او خاوند یې مخکې له دې چې کوروالی(جماع) ورسره وکړي مړ شي؛ نو پدې صورت کې به د دې کونډې شوې مېرمنې د عدت موده څومره وي او آیا دا مېرمن کولی شي چې د خپل خاوند په مال کې میراث هم واخلي؟

د قدرمن ورور د دې پوښتنې د ځواب په اړه باید دومره ووایو چې:
فقهای کرام پدې اړه داسې لارښودنه کوي او وايي چې: هر کله که د یوې مېرمنې خاوند پداسې حالت کې وفات شي چې د خپلې مېرمنې سره یې کوروالی نه وي کړی؛ نو پدې صورت کې د کونډې شوې مېرمنې لومړی مسؤلیت دادی چې څلور (4) میاشتې او لس(10) ورځې به انتظار کوي [تقریبا 130 ورځې به انتظار کوي تر څو عدت یې پاې ته ورسیږي، یعنې درې حیضه(طُهره) به پوره کوي تر څو بېرته پاکه شي].

د همدې مسئلې په اړه ابنِ قُدامه په خپل کتاب (المُغنّيْ) کې(2) لیکلي دي چې:
پدې اړه د علمای کرامو اتفاقي نظر دادی چې: که چېرې یوه مېرمن مسلمانه او آزاده وي (وینځه نه وي) او حمل هم ونلري نو پدې صورت کې پردې کونډه شوې مېرمنې باندې دا لازمیږي چې هغه به څلور میاشتې او 10 ورځې انتظار کوي، که خاوند یې ورسره جماع کړي وي یا یې نه وي کړي[خو که چېری دا مېرمن داسې وي چې حمل ولري؛ نو بیا یې عدت فرق کوي؛ او هغه داسې چې د حمل په صورت کې به تر هغې پوری له بل چاسره واده نه تر سره کوي تر څو پوری یې چې اولاد نه وي زېږېدلی؛ او د اولاد د زېږېدلو وروسته بیا کولی شي چې له بل چاسره نکاح وکړي].

پدې اړه فقهای او أهل علم دا ایت د دلیل په توګه سره وړاندې کوي او وایي چې: ﴿وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجاً يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرا﴾ (سورة البقرة:234).

ترجمه: او هغه کسان چې له تاسې نه مړه شي او (کونډې مېرمنې) ترې پاتې شي(نو) دوي (دا کونډې شوې مېرمنې) دې څلور میاشتې او لس ورځې انتظار وباسي.

[پورتنې مبارک آیت مونږ ته د همدې خبرې ښکارندوینه کوي چې: کونډه شوې مېرمن چې د خاوند سره یې صحیح نکاح شوي وي د عدت تر خلاصېدو پوری به انتظار باسي؛ البته د انتظار په موده کې به نه ځان سینګاروي؛ نه به خپلې شونډې سرې کوي؛ نه به هم عطر استعمالوي او نه به په عامه توګه سره له کوره وځي]. (3).

نبي (علیه السلام) پدې اړه فرمايي چې: [لاَ يَحِلُّ لاِمْرَأَةٍ تُؤْمِنُ بِالله وَالْيَوْمِ الآخِرِ أَنْ تَحِدَّ عَلَى مَيِّتٍ فَوْقَ ثَلاَثٍ ، إِلاَّ عَلَى زَوْجٍ ، أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا]. مُتفق عليه.

ترجمه: د یوې مېرمنې لپاره چې په الله تعالی او د آخرت په ورځ باندې ایمان ولري دا روا ندي چې په مړي باندی د درې ورځو څخه زیات اِحداد وکړي، مګر د هغې مېرمنې لپاره (چې خاوند یې مړ شوی وي؛ نو بیا ورته دا روا دي) چې څلور میاشتې او لس ورځې(انتظار وباسي).

[په عربي ژبه کې إِحْدَاد دېته وايي چې: د یوې مېرمنې خاوند مړ شي؛ نو بیا له ډېر غم څخه دا مېرمن خپل سرګومنځ کړي؛ نه هم سترګې توری او سینګار کړي؛ نه هم عطر استعمال کړي او نه هم د لاسونو او پښو د ښکلا لپاره نکریزي وکاروي؛ نه هم زړه راښکونکي لباس او ښکلی جامې واغوندي او نه هم له کوره ووځي، دا کار به تر هغې پورې نه کوي تر څو پوری چې درې میاشتې او لس یا یوسلو دېرش ورځې تېری شي، دا کار یوازې د هغې مېرمنې لپاره روا دی چې د چا خاوند مړ شوی وي؛ او ددې مودې له تېرېدلو څخه وروسته بیا کولی شي چې له چا سره واده وکړي].

کونډې ته د متوفی په مال کې دمهر ورکولو حکم:
اوس به ددې پوښتنې دویمې برخې ته راشو چې د میړه په مال کې د میراث اخستلو مسئله ده.
پدې اړه باید دومره ووایو چې: د خاوند د مړینې څخه وروسته مېرمنې ته دې پوره مهر ورکړی شي او کولی شی چې د خپل خاوند په مال کې میراث هم واخلي او پدې اړه علماء یو اثر(د صحابي قول) د دلیل په توګه سره وړاندې کوي کوم چې دا حدیث د جلیلُ القدره صحابي حضرت عبدالله بن مسعود څخه روایت شوېدی او وايي چې:

وَعَنْ عَلْقَمَةَ , عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ (رضي الله عنه): [أَنَّهُ سُئِلَ عَنْ رَجُلٍ تَزَوَّجَ اِمْرَأَةً , وَلَمْ يَفْرِضْ لَهَا صَدَاقًا , وَلَمْ يَدْخُلْ بِهَا حَتَّى مَاتَ , فَقَالَ اِبْنُ مَسْعُودٍ : لَهَا مِثْلُ صَدَاقِ نِسَائِهَا , لَا وَكْسَ(5), وَلَا شَطَطَ , وَعَلَيْهَا اَلْعِدَّةُ , وَلَهَا اَلْمِيرَاثُ، فَقَامَ مَعْقِلُ بْنُ سِنَانٍ الْأَشْجَعِيُّ فَقَالَ : قَضَى رَسُولُ اَللَّهِ(صلى الله عليه وسلم) فِي بِرْوَعَ بِنْتِ وَاشِقٍ (اِمْرَأَةٍ مِنَّا) مِثْلَ مَا قَضَيْتَ , فَفَرِحَ بِهَا اِبْنُ مَسْعُودٍ].
رَوَاهُ أَحْمَدُ , وَالْأَرْبَعَةُ , وَصَحَّحَهُ اَلتِّرْمِذِيُّ وَالْجَمَاعَةُ (4). دا صحیح حدیث دی.

د حضرت علقمه(رضي الله عنه) څخه روایت دي چې وایی: د حضرت عبدالله بن مسعود(رضي الله عنه) څخه یو ځل(د یوې فقهي مسئلې په اړه) پوښتنه وشوله چې: که چېرې یو تن د یوې مېرمنې سره واده کړی وي؛ خو مهر یې ورته نه وي ټاکلې او کوروالی (جماع) یې هم ورسره نه وي کړی تر دې پورې چې ددې مېرمنې دا خاوند ومري[مېرمن یې ترې کونډه پاتې شي؛ نو آیا دا ډول مېرمن کولی شي چې میراث واخلي؟]. حضرت عبدالله بن مسعود(رضي الله تعالى عنه) ورته لارښودنه وکړه او وې فرمایل:

دا مېرمن به هم د نورو مېرمنو په څېر پوره میراث اخلي؛ او د مېرمنې دمهر څخه به هیڅ څه نه کمیږي(د مېرمن په حق کې به تېرې او ظلم نه ترسره کیږي) او نه به هم د خاوند په حق کې تیرې او ظلم ترسره کیږي(مېرمن به یې د نورو مېرمنو په نسبت د زیات مال غوښتلو اراده نه کوي تر څو د خاوند په حق کې ظلم وکړي)؛ او دا کونډه شوې مېرمن به خپل د عدت موده تېروي او د خاوند په مال کې به د میراث څخه برخمنه کیږي. له دې وروسته سمدلاسه حضرت مَعقِل بنُ سِنان الأشجَعِي(رضي الله عنه) را ولاړ شو او(حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه ته یې) وویل: یو ځل نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) زمونږ د ډلې څخه د یوې مېرمنې [بِرْوَعَ بِنْتِ وَاشِقٍ]په حق کې همدا ډول فیصله وکړله کومه چې تاسې همدا اوس وکړله؛ نو ددې خبرې په اورېدلو سره حضرت عبدالله بن مسعود(رضي الله عنه) ډېر زیات خوشحاله شو.

دا پورتنې حدیث امام احمد بن حنبل او یو لړ نورو علماؤ هم ذکر کړېدی او امام ترمذي(رحمه الله) یې په اړه وایي چې: دا حدیث صحیح دی او یو لړ نورو علماؤ حسن حدیث شمېرلی دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1): د المُلتقی الفقهي وېب پاڼه /د دې مقالې اصلي عنوان: (عِدةُ المُتوفّى عَنْها زَوْجَهَا قَبْلَ الدُخُولِ).
(2):د المُغني (کتاب) / 11 جلد / 223 صفحه / د قُدامه(رحمه الله) لیکنه.
(3): مترجم
(4): صحيح . رواه أحمد ( 4 79 – 280 ) ، وأبو داود (2115) ، والنسائي (6 21) ، والترمذي ( 1145 ) ، وابن ماجه ( 1891 ) . وقال الترمذي : ” حسن صحيح .
(5): په عربي ژبه کې الوَكْس (النقصُ) کمولو ته وايي (أي: لا يَنقُصُ عن مهر نسائها) یعنې د مېرمنې دمهر څخه به هیڅ څه نه کمیږي. والشَّطَط : (الجَوْر ؛ أي : لا يُجَار على زوجها بزيادة مهرها على نسائها). او نه به هم د خاوند په حق کې تیرې او ظلم ترسره کیږي تر څو زیات مېرمن یې د نورو مېرمنو په نسبت د زیات مال غوښتلو اراده وکړي.

لیکنه: فضل الله (ممتاز)

ژباړه: محمدخالد (ملکزی)

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: