سبزي ترکاري

د کدو خوړلو ګټې

نوې څيړنې ښيي چې کدو د ځوانۍ په وخت کې په مخ او بدن د ځوانکو په له منځه وړلو کې اغیزمن دئ .

همداراز د کدو خستې یا مندکې د مثانې او د اداري سیستم د زخمونو په درملنه کې هم توصیه کیږي .

همداراز د کدو خوړل د معدې او کلمو د ناروغیو حتې د کلمو د چینجیو په له منځه وړلو کې هم اغیزمن ثابت شوی دی .

په څيړنو کې راغلي هغه ماشومان چې د کلمو چینجي لري د ورځې ۲۵ ګرامه د کدو مندکې باید وخوري او د لویانو لپاره بیا دا اندازه ۱۰۰ ګرامه ده .

ډاکتران وايي د کدو او د کدو د غوړو ډير خوړل د ډير سلولوز د درلودلو له امله د اشتهاء له کمولو او په پایله کې د وزن له کمیدو سره مرسته کوي .

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: