د کار کره توب | کیسه ګۍ

هغه تيلفون خانې ته ورغی او غوښتل یې یو چاته زنګ وکړي، د ټلیفون تڼیو او غوږي ته یې لاس نه رسیدی، په یوه صندوق ورته ودریدی، د یو چا نمبر یې ووهل او خبرې یې پیل کړې. د تيلفون خانې څښتن دی څاره او د ده خبرو ته هم غوږ شو.

دې تنکي ځلمي وویل: درنې میرمنې! تاسو که د باغ د ساتنې او روزنې له پاره مزدور ته اړتیا لرئ زه تیاریم؟

هغې په ځواب کې ورته وویل چې موږ د خپل باغ له پاره مزدور لرو.

ځوان ورته وویل: تاسو چې خپل مزدور ته څومره معاش ورکوئ زه د هغه په نیمایې معاش دا کار درته کوم.

میرمنې ورته وویل: زه د خپل مزدور له کاره خوشاله یم او نه غواړم هغه بدل کړم.

د ځوان ټینګار لا زیات شو او زیاته یې کړه: زه تیاریم د باغ ټولې لارې پاکې کړم دا راز ستاسو د کور مخه به هم پاکوم. او د فلوریدا په بالم بیچ نومې ځای کې به ترټولو پاک او ښایسته باغ ستاسو وي، خو بیا هم میرمنې منفي ځواب ورکړ. هلک د تلیفون غوږی کېښود، او موسکی شو.

د تيلفونخانې څښتن چې د هلک خبرې یې په غور سره اوریدلې وې ورته وویل: ستا لوړ همت، لوړ معنویات او مثبت کړندود ماته ډیرخوند راکړ فکرکوم دا اوس چې تاسو له چا نه د کار غوښتنه کوله د هغوی ځواب منفي و. زموږ سره دلته په تيلفونخانه کې کار شته موږ یوه کس ته اړتیا لرو او ستا په څیر ځوان مو په کار ده.

ځوان ورته وویل: نه صیب، ستاسو مننه کوم، زه فعلاً کار لرم ما یواځې غوښتل زما د موجوده کار څرنګوالی او زما د کار په اړه د کار د څښتن نظر راته معلوم کړم، دا اوس چې ما خبرې ورسره کولې له همدې میرمنې سره زه کار کوم!!.

[irp][irp][irp]

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

“إن الله يحب إذا عمل أحدكم عملاً أن يتقنه” یعني بېشکه الله جل جلاله ستاسو له هغه کس سره مینه لري چې کله کار کوي نو په ښه، مزبوته او کره توګه یې کوي. په دې مبارک حدیث کې د امت له پاره خورا لوی او له حکمته ډک اصل پروت دی او هغه په ښه او کره توګه کار کول دي، دا راز په لوړه کیسه کې هغه ځوان له کار سره د مینې او د کار د کره توب معلومولو له پاره څومره کوښښ کړی ده. خو متاسفانه په موږ کې د کار غله او عبث خلک څومره زیات دي، زموږ ډیری ځوانان چې ترڅو ښه مجبوره نه شې هیڅ ډول کار ته ملا نه ټیټوي، او که بیا له چا سره کار کوي په سلو کې به ډیره کمه سلنه داسي وي چې په اخلاص او کره توګه به کار کوي، که یو لور ته زموږ ډیری خلک شکایت کوي چې کار نه شته خو بل لور ته د کار څښتنان هم شکایت کوي چې مخلص او امانتداره کاریګر نه شې موندلی.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب