احکام او مسایل

د ښځو د بدني زينت ،ښايست او سينګار احکام

۱ ـ فطري سنت :

 د فطري سنتو له جملې څخه يو يې دنوکانو لنډه ول دي  ځکه د نوکانو پرې کول د علماوو په اجماع سره سنت دي په دليل ددغه حديث شريف:(خَمْسٌ مِنْ الْفِطْرَةِ: الِاسْتِحْدَادُ وَ الْخِتَانُ وَقَصُّ الشَّارِبِ وَنَتْفُ الْإِبْطِ وَتَقْلِيمُ الْأَظْفَارِ) (بخاري-5889 او مسلم -257)

 ژباړه : دا پنځه شيان د انسان د فطرت سنت دي :۱- ختنه ۲- د نامه لاندې ويښتو خريل ۳- دبريتو لنډول ۴- نوکونه پرې کول ۵- د تخرګونو د ويښتانو اخيستل  .

د نوکانو په پرې کول کې پاکې او ښکلا ده ، حال دا چې په پريښودلو کې يې د څيرونکو حيواناتو او کافرانو سره مشابهت دی ، همدارنګه د پلېتی کثافت او مکروبونو د جمع کيدلو سبب هم ګرځي او بيخونو ته يي د اوبو درسيدلو مانع کرځي ، له بده مرغه ځنې مسلمانې ښځې د کافرو ښځو نه په پټو سترګو تقليد کړی او دې دينې سنتو سره دنه بلدتيا له امله د نوکانو د اوږده پريښودلو اقدام کوي .

نو داسې کول د سنتو خلاف عمل دی پيغمبر صلى الله عليه و سلم فرمايلي دي چې : “فمن رغب عن سنتى فليس منى” (متفق عليه)، يعنى: څوک چې زما د سنتو څخه مخ اړوي هغه له ما څخه نه دی .

دوهم دا چې داسې کول د چهار پايانو او کافرانو سره مشابهت کول دي چې داسې کول حرام دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : “من تشبه بقوم فهر منهم” يعنى څوک چې خپل ځان د کوم قوم سره تشبح کړي له هغوی سره به وشميرل شي “

نو داسې کول د مسلمانې ښځې د پاره مناسب کار نه دي او نه هم دا د فطرت سليمه غوښتنه ده بلکي د فطرت خلاف عمل دی .

     همدا شان د تخرګ ويښتان او تر نامه لاندي ويښتانو لري کول د ښځو لپاره سنت دي لکه په پورته حديث شريف کې چې ذکر شول.

غوره دا ده چې په هر هفته کې خپل نوکان ، د تخرګونو ويښتان او د شرمګاه ويښتان وخريل شي او که په هره اونۍ کې و نه خريل شي نو تر څلويښتو ورځو زيات پريښودل يې جايز نه دي .

د انس رضی الله عنه روايت دی چې وايي : “وقتَ لنا رسول الله صلى الله عليه وسلم في قص الشارب، وقلم الظفر، ونتف الإبط، وحلق العانة: ألا نترك شيئاً من ذلك أكثر من أربعين ليلة”  يعنې پيغمبر صلی الله عليه وسلم مونږ ته د بريتونو لنډولو ، نوکونو ، د تخرګونو د ويښتانو خريل د نامه لاندې ويښتانو ويستلو په باره کې وخت تعين کړی ؤ چې د څلويښتو (۴۰) ورځو پس يو هم باقي نه شي .

ضروري مسائل :

په نوکانو باندې رنګ ناخن وهل څه حکم لري ؟

ځواب : د نوکانو پرېولل په اوداسه او غسل کې فرض دي د ضرورت څخه علاوه د داسې شی استعمال چې اندام ته اوبه و نه رسيږي اودس او غسل نه صحي کيږي يعنې اودس او غسل هغه وخت صحي چې دغه شيان له نوکانو څخه لرې شي فتاوي عالمګيري ليکي : اولزق باصل ظفر طيس يابس او رطب لم يجز. يعنې کچيرې په اصل نوک پورې وچه يا لنده خټه موښتې وي نو پر دې باندې صرف د اوبو تېرېدل کافي نه دي (فقه حنفي ابوالمختار ص ۴۷۷ ) .

 پوښتنه : د تخرګونو او شرمګا د ويښتانو لرې کول د موی بر د کمياوي  ماده په وسليه جايز دي ؟

هو باک نه لري ځکه د ددې ويښتانو د لرې کولو څخه مقصد د نظافت ساتل دي (فتاوی البلدالحرام 5/128،127 )

د حيض او نفاس په موده کې د نوکانو لنډول او د تخرګونو ، شرمګاه د ويښتانو خريل وبال لري ؟

نه هيڅ باک نه لري ځکه په دې اړه د منع هيڅ شرعي دليل وجود نه لري . (شبکة الأاسلامية مرکز الفتاوي رقم الفتوى: 15905 )

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: