د ژوند رازونه

دجدد حیاتک کتاب څخه له لنډ مطالب.
ډيری انسانان د خپل ژوند لپاره نوې پاڼه پرانستل غواړي، په زړونو کې ښکلاوې او رڼاګانې پالي او د تصوراتو په پراخه ميدان کې  د خپلو سوچونو آس بې واکه او بې ولکي ځغلوي، هوکې! دا ټول بدلون غواړي،يو هم درواغ نه وايي او يو هم  په خپل شته حالت راضي نه دی، خو  د عملي اقدام لپاره نن سبا کوي، د کار او بدلون پيل نامعلوم تقدير ته سپاري، کله ورته د کال سر بهانه کړي، کله يې خپل اقتصادي بهبود ته وسپاري او کله يې له دې هم ناشوني کار پورې وتړي،دا ټول انساني واقعيتونه دي او هر انسان ورسره ارومرو په لږه يا زياته اندازه مخ کيږي، خو آيا د دغه انساني پديدې سره د تعامل لاره څه ده؟، څرنګه کولای شو چې خپلې هيلې او اميدونه په واقعيتونو بدلې کړو؟ او بالآخره څرنګه به شونې وي چې د خوبونو له دنيا راووځو او په عملي کار بوخت شو؟
په دې اړه استاذ محمد الغزالي يو ښکلی کتاب  د ( جدد حياتک) تر عنوان لاندې ليکلی دی، هغه د يو لويديځوال معروف ليکوال او ټولنپوه ديل کارنګې پر  کتاب ليکنه کړې ده او ورسره يې د اسلام په ښايسته لارښوونو لا هم ښکلی کړی دی.
استاذ غزالي وايي چې ديل کارنګي د فلسفيانو او ډيرو سترو علماوو د اقوالو او تجاربو خلاصه راټوله کړې ده،چې زيات شمير يې د قرآني نصوصو او نبوي احاديثو سره برابر دي، دا چې هغه په خپله له اسلام نه خبر نه دی ، له دې  کبله ما په دې اړه شرعي نصوص ورسره يوځای کړل او په نوې بڼه مې کتاب وليکه.
د کتاب هره فقره او هر پاراګراف د لوستو دی، خو ما دلته وغوښتل چې يوازې د کتاب يو څه لنډ مفاهيم راواخلم په دې تمه چې لوستوال يې خوند واخلي او ورپسې د کتاب پاڼې پرانيزي او ټکي په ټکي يې ولولي.

ناشونې هيلې :
د خپل ژوند جوړښت تر هغو هيلو مه تړه چې  لا هم د غيبو په تاخچو کې پرتې دي او خدای خبر چې په لاس به درشي او که نه؟ د کار دغه ډول وروسته کول، تا ته هيڅ ګټه نلري، په دې سره خو نور هم د غم او انديښنو شيبې اوږديږي،  د ژوند تجديد او نوښت تل د انسان د نفس له داخل نه پيل کيږي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: شپه او ورځ خو سپرلې دي نو د آخرت په لور په کې ښه مزل وکړې ، او د تسويف او د کار له وروسته کولو ځان وساتې، ځکه چې مرګ ناڅاپه راځي.
لکه څرنګه چې مونږ  د خپل کور تنظيمولو ته اړتيا لرو او له هرو څو ورځو يا اونيو وروسته، هر څه په خپل ځای ږدو، په همدې ډول زمونږ ژوند هم وخت تر بله ترتيب او تنظيم ته  ضرورت لري، تر څو هغه ګډوډي ترې لرې کړو چې ورپيښه شوې ده او هغه ګناهونه ترې وڅنډو چې ترې صادرې شوي دي،  د ژوند د نوښت معنا دا نه ده چې يو څو نيک اعمال  او ښه نيتونه د بدو خويونو او اخلاقو په پنډ کې  راونغائړو او ځای پر ځای کړو، په دغه ډول ګډولو انسان نشي کولای چې ښه راتلونکی ولري، او يا غوره لار ونيسي.
دغه هوډ  دا غواړي چې انسان په خپل نفس کې نوښت راولي، او خپل ژوند له سره تنظيم کړي، د خپل رب سره خپلې اړيکې په ښه ډول ټينګې کړي، چې په خوله يې تل دا دعا وي: ( اي ربه ! ته زما پالونکی يې ، له تا پرته بل معبود نشته، تا پيدا کړی يم او زه دې بنده يم، او زه  له تا سره په شوي عهد او وعده د خپل توان په اندازه ولاړ يم،  له تا نه د خپلو بدو اعمالو څخه پناه غواړم، تا ته د هغو نعمتونو چې تا پر مونږ پيرزو کړي دي شکر ادا کوم،  ماته بخښنه وکړې ، ځکه چې له تا پرته څوک ګناهونه نشي بښلی.)

د نن ورځې سره اوسيږه!
د رسول الله صلی الله عليه وسلم وينا ده چې فرمايي: څوک چې د خپلې کورنې سره په امن کې اوسي ، په بدن روغ وي او د يوې ورځې خوراک ورسره وي،داسې دی لکه  ټوله دنيا چې ورته راټوله شوي وي .
يو انګريز  اديب وايي: ( دا سمه نه ده چې هغه هدف ته چې له ورايه راته تت ښکاري، په تمه اوسو، زمونږ دنده خو دا ده چې هغه کار سرته ورسوو چې همدا اوس را په غاړه دی او ښکاره او څرګند دی.)
هوکې! دنن سره د اوسيدو معنا دا هم نه ده چې مستقبل او راتلونکی کاملا له ياده وباسو او تياری ورته ونکړو، ځکه عاقل سړی خو تل د راتلونکي په اړه فکر کوي او ورته پام ساتي، خو يوه خبره په ياد وساتې چې:
پر سبا ورځې د اهتمام  او سبا ورځې ته  د غمجن کيدلو تر منځ توپير شته، همدا ډول سبا ته د تياري او د سبا په چارو کې بشپړ بوختيدل هم سره توپير لري. که سړی د نن ورځ د سبا لپاره مصروفه کړی او په کار يې واچوي، دا يو مفهوم لري، خو که د سبا په اړه انسان په انديښنه کې شي او د نن ورځې کار هم ورته پريږدي،  دا بيابل مفهوم لري.
غمونه او انديښنې
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (چاچې خپلې ټولې انديښنې يوه انديښه کړه، الله تعالی به يې د دنيا له ا نديښنو خلاص کړي ، او  چا سره  چې انديښنې زياتې شوې، الله تعالی يې  بيا پروا نه ساتي، چې په هره کنده کې هلاک شي.)
د پيغمبر عليه السلام دغه لارښوونه انسان ته  ډاډ او اطمينان وربخښي او له زړه نه يې د طمعې هغه مکروب وباسي چې ورسره انسان شپه او ورځ  دنيا پسې منډې وهي او لاسونه ورته مروړي. رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي: ( د چا چې انديښنه د آخرت وه، الله تعالی به يې په زړه کې غنامندي واچوي، او چارې به ورته راټولې کړي، او دنيا به ورته ذليله راشي، او د چا انديښنه چې د دنيا شوه، الله تعالی به يې په سترګو کې فقر او نيستي واچوي،  چارې به ورته خورې ورې کړي او دنيا به هومره ترلاسه کړي چې الله تعالی ورته مقدره کړې ده.) په بل ځای کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (د دنيا له غمونو د خپل توان تر حده ځان فارغه کړې، او د چا چې تر ټولو ستره انديښنه د د نيا انديښنه وي، الله تعالی به يې چارې خورې ورې کړي،او سترګې به يې نيستمنې کړي، او د چا چې تر ټولو ستره انديښنه د آخرت انديښنه وي، الله تعالی به يې زړه غني کړي، او که يو بنده الله تعالی ته خپل زړه ورنږدې کړي، الله تعالی به ورته د بندګانو زړونه راټول کړي، چې مينه او محبت ورسره وکړي او الله تعالی به ورته تل په ډيره بيړه خير وررسوي. )

په بل ځای کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ( ای خلکو! بډاينه دا نه ده چې د انسان مال زيات وي، بډايي خو د نفس بډايي ده او الله تعالی خو انسان ته هومره رزق ورکوي چې ورته مقرر کړی يې وي، نو په ښه توګه يې له الله تعالی وغواړې، حلال واخلې او حرام پريږدې.) په دې حديث کې چې له الله تعالی نه د ښې غوښتنې خبره شوې ده، مطلب يې دا نه دی چې انسان ځای پر ځای کښيني او له الله تعالی يې وغواړي، مقصد يې دا دی چې په ډيره ښه توګه حلال مال ترلاسه کړې او له حرامو نه کرکه ولرې.

که چيرې دا دنيا ټوله د يو انسان شي، بيا هم له يوه کټ نه پر دوهم نشي سملاستی ، او له درې وخته زيات خوراک نشي کولی، نو بيا د ده  او د هغه کارګر تر منځ څه توپير پاتې شو چې شپه او ورځ کار کوي، هوکې  فرق به يې ضرور دا وي چې دغه خواريکښ انسان به د بډا انسان په پرتله ډير ښه او ژور خوب کوي او له خوراکه به ښه خوند اخلي.
د دنيا حق پر مونږ دا دی چې کار په کې وکړو او خپلې اړتياوې ترې ترلاسه کړو، خو که چيرې دنيا راته هدف وګرځي، دا نو بيا ستر حماقت دی.

څرنګه د انديښنو لاملونه له منځه يوسو؟
د انديښنو ستر لامل هسې تش ګومانونه او پوچې هيلې دي، الله تعالی فرمايي:
( وَمَا يَتَّبِعُ أَكْثَرُهُمْ إِلاَّ ظَنًّا إِنَّ الظَّنَّ لاَ يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُون )
له دوی نه ډيری خلک له ګمانونو پرته د بل څه پيروي نه کوي، په تحقيق سره ګمانونه د حق ځای نشي نيولی، الله تعالی په هر هغه څه چې دوی يې کوي پوه دی.
اوس مهال خو هر انسان ته ضروري ده چې د حق په پلټنه کې زيار وباسي ځکه چې حق تر ډيره  د خلکو په منځ کې تت شوی دی، او چې کله هم يو انسان د بيلابيلو منحرفو جرياناتو سره  په کشمکش کې هاخواديخوا کيږي او يا له اصلي جادې نه اوړي، بيرته حق ته د ګرځيدو هڅه دې وکړي او همدا هغه څه دي چې په هر لمانځه کې يې مونږ له الله تعالی غواړو:
اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ ، صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ”
ديل کارنګي وايي: ( مونږ ډير لږ په حقايقو پسې ګرځو، او کله چې زمونږ نه څوک د حقايقو پسې وګرځې نو هغه څه لټوي چې د ده په ذهن کې د نښتي تصور سره اړخ لګوي، او کوم حقايق چي  د ده له تصور سره اړخ نه لګوي،په هغې پسې نه ګرځي، هغه حقايق مني چې د ده عمل يې اجازه ورکوي، د هيلو سره يې برابرې وي او د هغو سطحي حل لارو سره موافقې وي چې دی يې غواړي.

هغه علم چې د عمل ثمره ده:
يو تابعي وايي:
( مونږ به د عمل کولو په مرسته احاديث يادول)
عمل زړونه ژوندي کوي او هغه علم چې  د عمل له لارې لاس ته راغلی وي، د انسان ملکه او خوی ګرځي چې انسان پرې خپل ژوند روښانه کولی شي او د ژوند په لالهانده کږليچونو کې انسان ته د سم ګام پورته کولو ځواک وربخښي.
ديل کارنګي وايي: ( زده کړه ايجابي او مثبت ګام دی، منفی کار نه دی او مونږ هلته څه زده کولی شو چې عمل پرې وکړو، نو کله چې غواړې له دغه کتاب څخه ګټه واخلې، عمل پرې وکړه او کله چې فرصت په لاس درغی مه يې ضايع کوه، ځکه که چيرې دا ونکړې ، ژر ده چې علم به دې هير شي، هغه علم په ذهن کې کښيني چې په کار واچول شي.

د وزګارتيا  آفتونه:
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
( دوه نعمتونه دي چې ډيری انسانان په کې زيانمن شوي دي، يو روغتيا او دوهم يې وزګارتيا ) امام شافعي رحمه الله ډيره ښکلې خبره کړې ده وايي: (که خپل نفس د حق په لاره کې بوخت نه کړې، نو هغه دې په باطل کې مصروفوي.)
که چيرې د خير او جهاد په کارونو کې بيړه ونکړې او منظم انتاج او لاس ته راوړنه ونلرې، ژر ده چې ګډوډ افکار او تصورات به درته هر څه له منځه يوسي او په  داسې پوچو او بيهوده ګردابونو کې به دې ډوب کړي چې بيا به د نجات او ژغورنې لار هم ونه مومې،نو تر ټولو ښه خبره دا ده چې ته په خپله د خپل ځان لپاره يوه تګلاره انتخاب کړې، داسې چې ټول وخت دې په کې بوخت شي، او شيطان ته هيڅ فرصت پرې نه ږدې چې په وسوسو دې د خولې خوند خراب کړي.همدا وجه ده چې اسلام خپل ټول شرعي تکاليف په بيلابيلو وختونو ويشلي دي او نه پرې ږدي چې انسان ته فارغ وخت پاتې شي تر څو په باطل ډک نشي.

مه پرېږده چې پوچ کارونه دې واک په لاس کې واخلي:
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
( شيطان له دې ناهيلی شوی دی چې له دې وروسته دې په عربي جزيره کې د بتانو عبادت وشي، خو اوس په دې هڅه کې دی چې په وړو وړو ګناهونو خلک مصروف کړي، هغه چې د الله تعالی په وړاندې هلاکونکي دي)
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي،فرمايي: ( له وړو ګناهونو څخه ځانونه وساتئ، ځکه چې همدا واړه ګناهونه په انسان راټوليږي تر دې چې انسان د هلاکت کندې ته پرې باسي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم په بل حديث کې فرمايي: ( يو مومن دې له بل مومن نه کرکه نه کوي، که چيرې يو خوی يې ترې خوښ نه وي، بل به يې ترې خوښ شي.

ستا ژوند ستا له خپلو افکارو جوړ دی:
الله تعالی فرمايي: ( إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ )
الله تعالی د يو قوم حالت تر هغې نه بدلوي تر څو په خپلو نفسونو کې تغيير رانه ولي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې د الله تعالی په ورکړه راضي شو ، الله تعالی ترې راضي کيږي، او څوک چې پرې ناراضه و، الله تعالی به ترې ناراضه شي.
يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم ديو ناروغه شخص عيادت ته ورغی چې د تبې له شدته يې شکايت درلود، رسول  الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: طهورا ان شاء الله ، هغه وويل : دا خو تبه ده چې په يو سپين ږيري سړي راغلې چې قبر ته يې ښکته کړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: چې ته داسې وايې ، همداسې دې وي.
ديل کارنګي وايي : ( زمونږ افکار دي چې مونږ جوړوي، او زمونږ د ذهنونو تګلوری زمونږ د برخليک ټاکونکی دی)
يو بل عالم اورليوس وايي: ( زمونږ ژوند خو زمونږ له افکارو جوړ دی، کله چې نيکمرغه افکار مو په ذهن کې څرخيږي، نو نيکمرغي راپه برخه کيږي، او که د بدمرغۍ افکار مو په ذهن کې اوړي راوړي، نو بدمرغه کيږو،که ويرونکي افکارو مو په ذهن غلبه وکړه، بيا به تل بې زړه او ډارن ژوند تيروو، او که د مرض او ناروغۍ افکار مو په ذهن کې کښيناستل نو بيا به تل ناروغه اوسو.)

دا څه چې درسره دي دا به کله په يو مليون ډالرو ورکړې؟
دا يو غلط تصور دی چې ګوندې ستا پانګه  هماغه سره او سپين يا نقد مال دی چې تا راټول کړی دی، ستا اصلي پانګه خو هغه استعداد او ځواک دی چې الله تعالی تاته دربخښلی دی، ستا ذکاوت، ستا ځواکمني، ستا آزادي  او تر ټولو ستر نعمت ستا روغتيا او صحتمندي ده چې الله تعالی په مفتو کې درکړې ده.
د تعجب خبره خو دا ده چې زيات شمير خلک دغه نعمتونه اساسا نه پيژني او نه پرې حساب کوي، په داسې حال کې چې که هر څه درسره وي او دغه نعمتونه درسره نه وي، بيا نو د دنيا څه خوند پاتې کيږي او څه مزه.
دا خو داسې نعمتونه دي چې هيڅوک په کې له تا سره شريک نه دی. خو ډير خلک يې قيمت او ارزښت نه پيژني.
ديل کارنګي وايي:آيا کولای شې چې خپله يوه سترګه په مليون ډالرو وپلورې؟ ستا د پښو، لاسونو، غوږونو، اولاد او کورنۍ قيمت درمعلوم دی؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم څه ښکلی فرمايي: ( قسم په هغه ذات چې زما نفس يې په لاس کې دی، چې د قيامت په ورځ به يو شخص راشي، ډير صالح عمل به يې کړی وي، که چيرې په غره کيښودل شي، هغه به پرې دروند شي، په مقابل کې به يې يو نعمت راپاڅيږي،که چيرې د الله تعالی فضل ورسره نشي، نو دا ټول به ختم کړي.) سبحان الله

له تريو ليمو نه خوږ شربت جوړ کړه:
ډير ځل هغه څه چې ته يې د ځان لپاره زيانمن ګڼې ستا په ګټه وي.
دغه ستونزې او کړاوونه چې ته يې ګالې، کيدای شي د يو مجهول خير او ښيګڼې په لور ستا لارښود شي خو که چيرې مونږ يې سم په کار واچوو او سمه استفاده ترې وکړو. الله تعالی فرمايي:
( وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ)
ډير ځله به تاسې يو څه بد ګڼې هغه به ستاسو لپاره خير وي او ډير ځل به يو شی خوښوې خو هغه به ستاسې لپاره شر وي ، الله تعالی پوهيږي او تاسې نه پوهيږي.
ديل کارنګي وايي: ( زه چې څومره هم د سترو  شخصيتونو په سترو کارونو کې فکر کوم، په دې خبره مې ايمان غښتلی کيږي چې دا هر څه د يو نقصان او کمۍ په احساسولو تر سره شوي دي، همدغه احساس خلک هڅولي دي، تر څو دغه ستر کارونه سرته ورسوي، او ګټه ترې واخلي.)

ځان غوښتنه که ايثار؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (په هر مسلمان صدقه ده، صحابو وفرمايل: که چيرې څوک څه ونلري؟ ويې فرمايل: په لاس دې کار وکړي، ځان ته به هم ګټه ورسوي اوصدقه به هم وکړي، هغوی وفرمايل: که دا هم ونشي کړی؟ رسول الله وفرمايل: بيا دې محتاج او بې وسه انسان سره مرسته وکړي، هغوی وفرمايل: که دا هم ونشي کړی؟ بيا يې ورته وفرمايل: نيک کارونه دې کوي او له بديو دې ځان ساتي، دا هم ورته صدقه ده)
يوه ورخ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:( هره ورځ چې لمر راخيژي ، په هر نفس صدقه لازميږي، ابوذر رضي الله عنه وفرمايل: اې د الله رسوله!  چې مونږ مالونه ونلرو ، له څه نه به صدقه کوو؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د صدقې دروازې ډيرې دي، تکبير ، سبحان الله ، الحمدلله، لا اله الا الله، استغفر الله ويل دا ټول صدقه ده، په نيکيو امر او له بديو خلک منع کول صدقه ده، له لارې نه ازغی ، هډوکی، کاڼی لرې کول صدقه ده، ړانده ته لار ښودل، کاڼه ته خبره اورول، او ګونګی پوهول صدقه ده، حاجتمند انسان ته لارښوونه کول، او د بې وسه او بې اسرې انسان سره منډه کول صدقه ده، دا ټولې د صدقې بيلابيلې لارې دي)
د الله تعالی په وړاندې تر ټولو بد انسان هغه دی چې د خير تمه ترې نه کيږي او له شر نه يې څوک په امان کې نه وي.
مومن انسان هيڅکله هم داسې بې خيره نه وي، ځکه چې د الله تعالی سره د هغه تړاو يې د خير کارونو ته هڅوي، له شر نه يې ژغوري، په ژوند کې يې رسالت دا وي چې  بې هدفه او بې مطلبه بايد ونه اوسيږي، مومن بايد خلکو ته ګټور  وي او د ده په اسره کې بايد هر څوک د اطمينان او آرام احساس وکړي. همدا وجه ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د مومن مثال د خرما ښودلی دی چې ټول اجزاء يې ګټور دي.
د ( قوت القلوب) مصنف د مسلمان دوست او ملګري حالت داسې بيانوي: ( ستا دوست بايد داسې شخص وي چې که خدمت يې وکړې نو ساتنه دې وکړي، که ستونزه درپيښه شي، مرسته دې وکړي، که د خير لاس وراوږد کړې هغه يې درسره راغبرګ کړي، که له  تا نه نيکي وګوري هغه په ياد وساتي، که بدې درنه وګوري، پر مخ يې دروازه بنده کړي، که څه ترې وغواړې، دريې کړي، که ته غلی شې هغه درسره خبره پيل کړي، که کوم مصيبت درورسيږي، مواسات اوغمرازي دې وکړي، که خبره وکړې، رښتينی دې وګڼي او که چيرې په کومه مساله کې مو اختلاف پيښ شي، تا پر ځان مخکې وګڼي، ملګری  دې هغه دی  چې ستا کمزوري پوره کړي، له لغزشونو دې سترګې پټې کړي او ستا عذرونه ومني.

پر تا نيوکه ستا د ارزښت په تناسب ده:
حسد خو ډير پخوانی مرض دی، کله چې پر يو انسان د الله تعالی له لوري څه لورينه وشي، او ځانګړي استعدادونه ورکړل شي نو ارومرو به داسې خلک راپيدا کيږي چې خوند به نه ورکوي او پرې خفه شي، په داخل کې به پټ په قهر او غوسه کې خوټيږي، ژوند به يې هسې تريخ شي او تر هغې به آرام نه نيسي چې دغه نعمت له هغه بل شخص نه لرې نشي.
هوښياران وايي: بدرنګه انسان د نورو په ښکلا  ځان ننګوي، غبي انسان د نورو  په ذکاوت کې پر ځان تيری ګڼي، او ناکام انسان د نورو په کاميابۍ کې د ځان سپکه ګڼي، بس دا د الله تعالی مخلوقات دي.

د دغو  ناروغيو درمل په څه کې دی؟
په دې پوه شه چې پر تا نيوکه ستا ارزښت درښيي، ديل کارنګي وايی: ( ډيری خلک داسې دي چې خپل د زړه بړاس په دې وباسي چې پر يو داسې شخص تهمت ولګوي چې له ده نه په ثقافت، منزلت او يا بريا کې لوړ وي.
نو د خلکو نيوکې هيڅکله دکار او زيار مانع مه ګرځوه، څومره چې کار کوې او ارزښت دې لوړيږي، هومره به درباندې نيوکې زياتيږي.
دا قانون په افرادو هم تطبيقيږي او په ډلو او جريانونو هم.
هغه خلک چې ډير حساس دي، د خلکو په ستاينه الوزي او په نيوکه يې په غارونو ننوزي، داسې خلک بايد د وهم له دغو دامونو ځان راوباسي، نه بايد د چا په ستاينه غره شي، او نه هم د چا په نيوکه وډار شي.
تر ټولو مهمه د انسان لپاره دا ده چې په خپله د ځان سره حساب وکړي، ( حاسبوا انفسکم قبل ان تحاسبوا وزنوا اعمالکم قبل ان توزن عليکم)
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ( هوښيار هغه دی چې د خپل ځان سره حساب وکړي او له مرګ نه وروسته حالت لپاره کار وکړي، او عاجز او بې وسه هغه دی چې د خپلو خواهشاتو پيرو شي او بې ځايه هيله مندي ولري.)
هو که چيرې له خپل ماضي نه درس  اخلې ، بلکې د ټول ژوند نه ګټه پورته کوې، نو خپل ټول احوال له ځانه سره ثبت کړه او وخت تربله ورته مراجعه وکړه، په داسې يو کتاب کې يې ثبت کړه چې وړه او لويه دې وليکي، ابن المقفع ډير ښه وايي: ( د خپلو اعمالو د محاسبې لپاره داسې دفتر واچوه چې په ښې پاڼه کې نيکۍ او په کيڼه خوا کې بدۍ ليکې).

له قافلې میاشتنۍ مجلې نه په مننې

د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب