د ډیرو اغیزمنو خلکو اووه عادتونه

اغېزمن خلک کوم عادتونه لري؟

Proactive هغه خلک دې چې دوی مسووليت اخيستونکي وي، خو Reactive هغه خلک چې د خپل ژوند مسووليت په خپله غاړه نه اخلي او تل پړه په بل چا اچوي،که چيرې موسم ښه وي ، دوی د خوښۍ احساس کوي او که خراب وي، دوی بيا د ناخوښۍا حساس کوي، او ذهن يې يو ډول ناارام وي. Proactive اوReactive خلک د خبرو نه هم معلوميږي.
Proactive خلک داسې جملې کاروي،زه يې کولای شم، زه به يې وکړم او دانوربيا او Reactive داسې جملې کاروي ،دا به زه ونشم کړای، دا بايد وشي.proactive خلک د يوې پيښې د پېښېدو نه مخکې ځان چمتو کوي او Reactive د يوې پيښېدو نه وروسته داسې پريکړه کوي.

2. لرلید ولره Begin with on end mind: : دا معنا لري چې تاسې هره ورځ، هرکار، هرې پروژې ، هره اړېکه د خپل لرليد په اساس جوړوئ. که چيرې څوک د خپل لرليد په اساس خپلې موخې، ارزښتونه او معيارونه جوړ نه کړي، د ا به د چاپيريال تر اغيزې لاندې راځې او چاپيريال به دې ته بڼه ورکوي او د چاپيريال په خوښه به کارکوي، لنډه دا چې هر څوک دې ځان لپاره خپل لرليد جوړاو وټاکي او هغې ته د رسيدولپاره دې ځان ته د کارونو يوه طرحه اونقشه جوړه کړي، خپل تصميمونه دې د همدې طرحې او نقشې په اساس نيسي، ترڅو هغې ته ځان ورسوي.
3. لومړیتوبونه لري Put first thing first: : پورت دوه عادتونه چې لومړی عادت يې ، د خپلې خوښې په اساس ټاکنه وه. دويم يې لرې ليد وو. دريم عادت د اول او دويم عادت د يوځای کيدو نه جوړ دي. دريم عادت کې کارونه د لومړيتوبونو په اساس ترسره کيږي ،يعنې کوم کار لومړی، کوم ورپسې ترسره شي، دلته ارزښتونو او موخو په اساس لومړيتوبونه ټاکل کيږي.

4. بریا د ټولو لپاره Think win – win : ډيری خلک ځان ته ارزښت د نورو سره دځان دپرتله کولو او مقابلې له مخې ورکوي، مونږ فکرکوو مونږ هغه وخت بريالي يو چې مقابل لورې مو وبايلې، يا مونږ هغه وخت بايلونکي يو چې مقابل لوری مو ګټونکی وي. win win ژوند ته ديو بل سره دمرستې او همکارې په سترګه ګوري، نه د مقابلې په سترګه ، د win win په اساس ټولې اړېکې دوه اخيرې وي مطلب هېڅوک بايلونکی نه وي.ددې لپاره بايد تاسې مهربانه او په ځان باوري وی.

5. ښه غوږ نیونکی اوسه Seek first to understand. Then to be understood : مفاهمه د ژوند د مهمو مهارتونو څخه شميرل کيږي. تاسو کلونه په دې کې تير کړل چې څنګه ولولو، څنګه وليکو ، څنګه وغږيږو. خو د اوريدل هيڅ روزنيز برنامې کې به مو ګډون نه وي، همداسې ده که نه؟ تقريبا هو، ډير خلک خبرې اورې خو پرې نه پوهيږي، ځکه چې دوې پوهيدلو لپاره غوږ نه نيسي، بلکې بيرت ځواب ورکولو لپاره غوږ نيسي. لنډه دا چې پياوړي خلک ډير ښه غوږ نيونکي وي.

6. په ګډه کار کول Synergy په لنډ توګه دا معنا لري چې دوه سرونه د يو سر نه بهتردی، دا مونږ ته ښايې ددې لپاره چې مونږ ښه او او موثره پايله لاسته راوړو په ډله ييز ډول يوې ستونزې ته بايد د حل لاره وګورو.

your ads

7. خپله شتمني څخه کره کار واخلئ Sharpen your saw: : دا معنا لري چې تاسې خپلې شتمنې ساتنه وکړئ او هغې ته پراختيا ورکړئ. په دې معنا چې د ژوند په څلور برخو کې هر وخت ځان تازه ، نوی ساتی چې هغه څلور برخې عبارت دي له فزيکي، ټولنيز او احساسات، ذهني او معنوي . دغه څلور برخې داسې هر وخت نوی او تازه ساتو
• فزيکي پياوړتيا : په ورزش او استراحت سره
• ټولنيز احساسات پياوړتيا : په خلکو سره د اړيکو لکه د کورنيو، ملګری او نورو سره
• ذهني پياوړتيا : په لوستلو ،اوريدلو، ليکلو او تدريس سره
• معنوي پياوړتيا: په عبادت ، خلکو ته په خدمت او تلاوت سره
که چيرې تاسو په دغه څلور برخو کې کار وکړی،تاسو به پرمختګ وکړئ، او که چيری تاسو په دې برخو کې کار ونه کړی تاسو به د لټۍ احساس کوي او ځان خوښی به وي.

قدرت الله حبیب

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب