د ډوډۍ د خوړلو وروسته په دُعاء کې د لاسونو پورته کولو حکم

په ډيرو علاقو کې د ارواج دی خصوصا چې کله په يو کور کې ميلمانه وې نو دډوډۍ خوړلو وروسته په اجتماعې شکل سره لاسونه پورته کوې ملا دُعاء په لوړ اوازسره کوې او نور خلګ ورباندې اٰمين وايې که څوک لاس پورته نکړې هغه ته بدګورې او بد ورباندې وايې اوداهم عادت دی چې کله اٰذان وشې نوډيرخلګ داسې دې چې هغوی لاسونه پورته کوې اودُعاء کوې  نو پوښتنه اوس داده چې ايا دا کارونه په اسلام کې هم دومره ضرورې دی که دخلګو لخوا ضرورې ګڼل  شويدی؟

ددې پوښتنې په ځواب کې وايو چې په دې باره کې په اسلام کې قاعدۀ کليه شته اوهغه داچې په مطلق دُعاء کې لاس پورته کول سنت اومستحب عمل دی

ليکن په کومو مواردو اوځايونوکې چې ځانګړې دُعاګانې راغلې وې دبيلګې په ډول :په سجده کې،کورته دننوتلو او له کوره دوتلوپه وخت کې ،بيتُ الخلاءته دننوتلو او دبيتُ الخلاء څخه دبهرکيدلوپه وخت کې ،دجماعو په وخت کې نوپه دې مواردوکې په دُعاء کې  لاسونه پورته کول ندې ثابت .
دارنګه دخوراک څخه وروسته چې کومې دُعاګانې راغلې دې په هغوکې دلاسونوپورته کول نشته دُعاءکول سنت دې ليکن لاسونه پورته کول پکې نشته

لکه مسجدته چې ننؤزې دُعاءبه کوې خو لاسونه به نه پورته کوې دارنګه اوبه چې وڅښې دُعاء به کوې خولاسونه به نه پورته کوې دارنګه داٰذان وروسته دُعاء شته خولاسونه به نه پورته کوې .
نوحاصل دادی چې دډوډۍ وروسته دُعاءکول سنت لاس پورته کول پکې بدعت ،داٰذان وروسته دُعاء کول سنت لاس پورته کول پکې بدعت دی

اوڅوک چې  په دې دُعاګانوکې لاسونه نه پورته کوې هغوته بدکتل خوډير بد او ناروا عمل دی ځکه دمستحب کار دضرورې ګڼلو په وخت کې دهغه مستحب پريښودل لازم اوکول يې  بدعت کيږې داکارخو بالکل ثابت ندی

عن عبدُالله بن مسعود.رضی الله عنه لايجعل احدکم للشيطان شيئامن صلاته يرٰی ان حقاعليه ان لاينصرف الاعن يمينه لقدرئيتُ رسول الله صلی الله عليه وسلم  کثيراينصرف عن يساره .(رواه البخارې ومسلم وابوداؤدوالنسائي وابن ماجة)دجليل القدرصحابي عبدالله بن مسعودرضی الله عنه څخه نقل دې چې څوک دې په تاسوکې په خپل لمانځه  کې شيطان ته برخه نه ورکوې په داسې طريقې سره چې دی دافکرکوې چې دمانځه څخه دانصراف اوتګ په وخت دراستې خواڅخه تګ ضرورې دی يقينامارسول الله صلی الله عليه وسلم ډيرځلې  ليدلی دی چې په چپه طرف يې انصراف کړيدی .
نودې حديث ته که سړی متوجه شې نوداخبره په څرګندډول معلوميږې چې دمستحب عمل التزام بدعت اوګمراهې ده ځکه دراستې خواڅخه انصراف مستحب عمل دی .
مشهورحنفې عالم ملاعلې قارې رحمه الله په مرقات کې ددې حديث په شرح کې  ليکلې دې :من اصرعلی
امرمندوب وجعله عزماولم يعمل بالرخصة فقداصاب منه  الشيطان من الاضلال

فکيف علی من اصرعلی بدعة ومنکر.
يعنې څوک چې په مستحب عمل باندې ټينګارکوې اوهغه ضرورې وګرزوې
اوپه رخصت باندې عمل نه کوې نوداسړی شيطان ګمراه کړيدی نودهغه چابه څه حالت وې (څومره ګمراه به وې ) چې په بدعت اومنکرعمل باندې ټينګارکوې .
خومتاسفانه زموږپه پښتنې چاپيريال کې داسې عادت دی چې دمستحب په پريږدومړې   درسره کوې په داسې حال کې چې دمستحب خومطلب دادی چې که دې وکړونوښه دی که دې ونکړوکوردې ودان ګناهګارنه يې .
نو په داسې وخت کې چې مستحب ضرورې ګڼل کيږې پريږدول يې واجب دې داکارخوبدعت دی ددې خوهيڅ ثبوت په شريعت کې نشته ددې پريږدول خوبيخې ضرورې دې دزيات تحقيق لپاره احسن الفتاوی (1!365)مجموعة الفتاوی (22؛512)الله پاک دې توفيق چې داسلام صحيح تابعداراوپه صحيح معنی مسلمانان جوړشوداسې چې دالله پاک هرحکم ته منقاداودرسول الله صلی الله عليه وسلم په هرسنت باندې عمل کولوته چمتوواوسونه داسې چې اسلام موصرف ترخبروپورې منحصروې لکه ددې زمانې اکثرمسلمانان . و صلی الله علی نبينا محمدوعلی اٰله وصحبه اجمعين

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب