د ځوانانود سستۍ لامل څه دى؟

يو يې وايي: “ما تر تانه ډيره صحيح بخاري زده كړي ده.”هغه بل به وياړ سره ويل: ” زه د كيميا معالات له تا نه ښه حل كولاى شم” او دريم به بيا په لوړ غږ ناره كړه:”آيا څوك شته چې له ما سره د آس زغلولو سيالى وكړي؟”

د اسلامي امت ستره پانګه

د اسلامي امت ځوانانو! ويښ او هوښيار اوسى! کیداى شي وپوښتى چې ولې موږ ته خطاب كوې نو په ځواب كې درته وايم چې نن د ختيځو ټولنو كابو اويا په سلو كې نفوس ځوانان جوړوي خو په لويديځ كې يوازې ديرش په سلو كې نفوس ځوانان دي.آيا پوهيږۍ دا توپير څه مانا لري؟ د دې مانا دا ده چې په راتلونكې پيړۍ كې به پياوړتيا، خوځښت او اقبال  د اسلامې ټولنو په برخه وي ځكه موږ به په لوړ شميره ځوانان،خوځښت او قوت لرو. خو آيا پوهيږى چې موږ څه ته انديښمن يو؟ زمونږ انديښنه لدې څخه ده چې هسې نه د لويديځ۳۰ سلنه زمونږ له ۷۰ سلنې څخه ډيره فعاله او جدي وخيژي. اويا د ديرش په وړاندې خورا لوى عدد  دى خو څرنګه كولاى شو د هغوى له ماتې څخه مخنيوى وكړو. دا ډيره ارزښتناكه خبره ده ځكه موږ غواړو يو پياوړى او په خپلو پښو ولاړ امت رامنځ ته كړو.
که بیا هم وپوښتى چې ولې ځوانان دومره ارزښت لري؟ په ځواب كې وايم چې ماشومتوب كه څه هم چې  د روغتيا او سلامتى پړاو دى خو عقل او فكر پكې خام وي او پوخ سن د حكمت او عقل دوره ده خو بيا په بدن كې هيڅ ځواك نه وي ځكه نو دا څوك دي چې عقل، فكر، ځواك او قوت ټول په يوه وخت كې لري؟ دا يوازې تاسې ځوانان ياست چې د الله تعالى له دغه دواړو پيرزوينو څخه برخمن ياست. ريښتيا، زمونږ اسلامي امت د تيلو له څه زيرمو او څو سياحتي سيمو پرته څه پانګه لري؟ زمونږ د اسلامي امت تر ټولو ستره پانګه يوازې همدا ځوانان دي.

ملتونه په ځوانانو ارزول كيږي

د ټولنو ارزښت او پايښت تر ځوانانو پورې تړلى دى، ټولن پيژندونكي له همدې لارې كولاى شي دا اټكل كړي چې كوم دولت تر څه وخته پورې پايښت لري او كله به غورځيږي. د مثال په توګه هغوى وايي: دا حكومت دوه ويشت كاله وروسته له منځه ځي. څنګه هغوى پدې خبره باندې پوهيږي، آيا هغوى وړاندوينه كوي؟ نه، بلكه هغوى يوازې محاسبه كوي او د محاسبې لپاره د هغوى معيار د ټولنې د بدلون لپاره د افرادو د هڅو كچه ده.
آيا پوهيږى چې ټولن پيژندونكي د دغو محاسباتو لپاره لومړى څه كوي؟ هغوى پوهنتونو،ښوونځيو او نورو فرهنګي ادارو ته ځي او د ځوانانو د كوښښ او هڅو كچه ارزوي، همدا ډول د هغوى د هيلو او موخو په هكله مالومات را ټولوي او په وروسته د بيلګې په توګه پايله راوباسي چې دغه حكومت تر سلو كلونو پورې ژوند كولاى  شو او بيا را پرځيږي. ولې؟  ځكه د ټولنې د ځوانانو كوښښ او اهتمام خورا كم او بې ارزښته دى، د مثال په توګه د هغوى د ځوانانو ټول كوښښ دا  دى چې له نجونو سره وپيژني او له هغوى سره اړيكې ونيسې چې دا كار په ټولنه كې د رغنده بدلون په  راوستلو كې هيڅ ارزښت نلري او يقينا چې الله تعالى به د  داسې ټولنې په سرنوشت كې هيڅ بدلون نه راولي ځكه چې (ان الله لا يغير ما بقوم حتى يغيرو ما بانفسهم.)
ځكه نو اي ګرانو ځوانانو: همدا اوس پاڅى او د ځان لپاره لوړ شعار وټاكى او نړيوالو ته يې اعلام كړى او په لوړ غږ ووايى چې موږ كولاى شو بدلون راولو.

آندلس مو څرنګه له لاسه وركړ؟

آيا پوهيږى چې نن ټولن پيژوندونكې كوم كار كوي ډيرې پيړۍ وړاندې هم همدا ډول محاسبات كيدل. آيا پوهيږى چې څرنګه د (اسلامي اندلس) تمدن راوپرځيد او په نننۍ (كاتوليكه اسپانيا) باندې واوښـت؟ مسلمانانو اته سوه كاله په اسپانيا باندې واكمنې درلوده خوڅه ډول پرتګاليانو هغوى لدې ځاى نه وويستل چې حتى نن هلته د اسلام نوم هم نه اخيستل كيږي ؟هغوى د لښكرو ليږلو ر وړاندې د مسلمانانو د وړتيا او پياوړتيا په هكله مالومات را ټول كړل، هغوى اندلس ته جاسوسان وليږل تر څو د هغه ځاى د ځوانانو كوښښ او تلاش وازمايي اوبيا خپلو مشرانو ته د خپل كار ګذارش ور وليږي، هغوى اسلامي آندلس  ته ننوتل او غوښتل يې د دې ځاى ځوانان و ارزوي، خو آيا پوهيږى چې هغوى دلته له څه ډول ځوانانو سره مخ شول،  هغوى ليدل چې دلته كله ځوانان سره ټول شي نو يو يې وايي: “ما تر تانه ډيره صحيح بخاري زده كړي ده.”هغه بل به وياړ سره ويل: ” زه د كيميا معالات له تا نه ښه حل كولاى شم” او دريم به بيا په لوړ غږ ناره كړه:”آيا څوك شته چې له ما سره د آس زغلولو سيالى وكړي؟”
جاسوسانو چې دا خبرې واوريدې او د مسلمانو ځوانانو لوړ همت او كوښښ ورته څرګند شو نو  خپلو مشرانو ته يې دا ډول ګزارش وليږه: ” بيرته خپلو ځايونو ته وګرځى،تر اوسه آندلس ته د ننوتلو موكه نده راسيدلې” هغوى  به هره ورځ د مسلمانو ځوانانو سيالى او وياړونه  په شعرونو، ادبياتو  او…. كې  اوريدل او خپل مشران به يې له حملې څخه منع كول، لدې نه وروسته جاسوسانو بل كار پيل كړ، هغوى تصميم ونيو د آندلس ځوانان بې لارې او له خپلو لوړو موخو څخه لرې كړي ځكه يې نو هغوى د شهوت په لومو كې راګيركړل ، هغوى په ډير جديت سره خپل كار پرمخ بيولو تر تر هغې چې يوه ورځ يې يو ځوان د ژړا په حال كې وليد، له هغه نه يې د ژړا د علت پوښتنه وكړه، هغه وويل: “هغه نجلى چې ما ورسره مينه كوله زه يې پريښودم.”  جاسوسان په چټكتيا سره وګرځيدل او پرتګاليانو ته يې وويل: اوس په آندلس باندې د بريد وخت را رسيدلى دى.
ګرانو وروڼو! وينى چې څرنګه يې موږ له اته سوه كاله وروسته د دريو يا څلورو مياشتو هڅو په پايله كې له آندلس څڅه وويستلو.  د خپلو ځوانانو په كوښښ او زمونږ د ځوانانو په ټنبلى سره يې وكولاى شوي دغه هدف ته په ډيره آسانى سره ورسيږي كټ مټ همغه كار چې نن يې لويديځوال ټولن پيژندونكي او سياستمداران كوي.
او د الله لدغه وينا څخه بله كومه ريښتيني وينا شته چې فرمايي:
وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ  نحل/118
او موږ  پر دوى باندې ظلم ندى كړى بلكه دوى پر خپلو ځانونو باندې ظلم وكړ
آیا اوس مو یقین راغى چې زمونږ د دښمنانو اصلي مقصد زمونږ ځوانان دي؟ له تاسې څخه جدي غوښتنه كوم چې را ويښ شى او دغه ګواښ ته پوره پاملرنه وكړى. اي د اسلامي امت ځوانانو، هغه څه چې موږ له تاسې څخه تمه لرو يوازې جديت ، كوښښ او د مسئوليت احساس دى.
عزيزانو! موږ په ډيرو ضروري كارونو كې له خپل ځان څخه تلاش او جديت نه ښيو. ګمان مه كوى چې زما دا ويناوې منفې پالنه ده او زه د ډيرو ځوانانو معنويات له پامه غورځوم، بلكه زه پوهيږم چې د هغو ځوانانو شمير چې هوښيار، ويښ او د خپلو  دندو په وړاندې زيرك دي زيات دي، خو باور وكړى چې د هغو كسانو شمير هم كم ندى چې خپلو مسئوليتونو ته هيڅ پاملرنه نكوي او د هرڅه په وړاندې بي توجه دې او دا پر موږ ده چې د دې مسئلې  ګواښ ته پوره پاملرنه وكړو.

د ځوانانود سستۍ لامل څه دى؟

ګرانه لوستونكيه: هغه ځوان چې ټول كال په لوبو او مستيو كې تيروي او د آزموينې پر مهال له نقل او چل څخه كار اخلي، جدي او فعال نه ګڼل كيږي. او دا كار خورا ټنبلي، سستې او كمزورتيا ده، كله چې ورته ووايي  ولې داسې كوې: په ځواب كې به ووايي: د پوهنتون نيم فارغان په سركونو كې بيكاره او سرګردانه ګرځي.
ښوونكې هم تر خپلې كچې د هغوى په وړاندې سترګې پټوي او دا خو لا پريږده چې پلرونه هم د نقل په ليكلو كې له هغوى سره مرسته كوي  چې دا ټول چې دغه مخ په ځوړ حالت نور هم د ذلت كندې ته نږدې كوي ځكه دا كار يو ټنبل سست عنصر او هم همته نسل روزي.
څرنګه كولاى شو د هغې ټولنې بريا او سرلوړي ته تمه وكړو چې داسې روحيه پكې واكمنه وي ؟
آيا ګومان كوى چې دا ملت به د عزت او سرلوړى ژوند ته ورسيږي؟ څرنگه هغوى دغه ځاى ته رسيدلاى شي پداسې حال كې چې موږ خپل ژوند په  تقلب او دروغو پيل كړى دى.
دا زمونږ د ځوانانو د بې توجهۍ او سستى يوازې يوه نمونه ده، بله بيلګه زمونږ لوڼې دى چې نن يې ټول كوښښ يوازې د تنګو جامو په اغوستلو او د ځان په آرايش كې لګي تر څو ځوانان په ځان را ټول او بې لارې كړي، اويا هغه ځوانان چې كار يې يوازې د بدن سازۍ كلپونو ته تګ او د خپلو عضلاتو د ښكلا برابرول دي. دا هم نه د دې لپاره چې د دښمن مقابلې ته ځان پياوړى كړي بلكه د دې لپاره چې په ځان باندې نجونې را ماتې كړي.
سوچ ووهی، څومره ځوانان به مو شپه او ورځ د انترنت شاته ناست وي او د په بيهوده اړيكو به ځانونه مشغولوي. موږ اوس د دغو كارونو په حلال او حرام والي كې خبره نه كوو بلكه په  ډيره لويه او حياتي موضوع كې غږيږو چې د اسلامي امت مړينه او د ديني ارزښتونو له منځه تلل دي.
اى ګرانو ځوانانو ؟ آیا دا معقوله ده چې موږ په ناوړه دودونو كې د لويديځ تقليد كړو او هغه ښه څيزونه چې دوى يې لرې چې جديت او تلاش دى پريږدو، ولې بايد موږ يوازې د لويديځ منفي ټكي راواخلو او له  ښيګڼو څخه يې ډډه وكړو.
ای مسلمانو ځوانانو! ستاسو كوښښ او تلاش نن په څه كې لگيږي؟
درنو وروڼو، ډير خواشينى يم چې تاسې ته دا ډول دردونكې بيلګې وړاندې كوم خو دا زمونږ د ټولنې ريښتيني حقايق دي.
درنو وروڼو! زمونږ اسلام ډير ښكلي او لوى نظام دى او هيڅ عيب پكې نشته، بلكې دا ټول عيبونه زمونږ په ځان كې دي.
راځى لويديځ ته وګورو چې څرنګه حركت كوي؟ آلمان څرنګه وروسته له جګړې څخه بيرته جوړ شو او چا د دغه ملك په پرمختګ كې لاس درلود؟ چاپان له هغې ورانونكې جګړې څخه وروسته څرنګه بيرته بيا داسې سمسور شو؟ دا هر څه يوازې د هغوى  د جدي او كوښښي ځوانانو په مټو وشول .

له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه يې زده كړو:

زه غواړم تاسې ته د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د تلاش او جديت يوازې يوه بيلګه وښيم. په هغو ورځو كې چې په مكه مكرمه كې ټول مشركين د هغه صلى الله عليه وسلم  د دعوت په وړاندې ودريدل او د هغه يوازينې حمايت كوونكي هم له ده څخه د خپل كار د پريښودو غوښتنه وكړه نو پوهيږى چې هغه څه وكړل؟  هغه په پوره جديت او قاطعيت سره ځواب وركړ: “اى تره! په الله سوګند كه لمر په ښي او سپوږمى په كيڼ لاس كې راكړي تر څو زه له خپل دعوت څخه لاس واخلم، نو زه به هيڅكله هم دا كار ونه كړم تر هغه چې  الله تعالى هغه څرګند كړي او يا دا چې زه پدې لاره كې ووژل شم.” دا کوم همت وو، آيا همدغه پيغمبر زمونږ قدوه او رهبر ندى، آيا الله جل جلاله هغه زمونږ لپاره د بيلګې په توګه نه وو راليږلى؟
نو راځئ د همت مټې را بد وهئ او  د خپل تير برم د را ژوندي كولو لپاره هوډ وكړى.
الله ستاسې سره دى او راتلونكې ستاسې ده
ان شا الله


ژباړه او لنډيز: هدايت الله حميدي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب