د پیشنمي وخت او دعا

د پیشنمي وخت:

له نيمې شپې وروسته د صبح صادق له را ختلو تر وړاندې پورې د پېشنمي وخت دی، په دغه وخت کې څه ناڅه خوراک کول سنت دی او غوره دا ده چې پېشمنی د شپې په تر ټولو وروستۍ برخه کې وشي خو دومره ناوخته نه، چې پېشنمی په شک کې شي.

که مؤذن له صبح صادق راختلو وړاندې اذان وکړ، پېشمنی نه بنديږي ترڅو چې صبح صادق نه وي راختلی.

اذان بايد له صبح صادق را ختلو وروسته وشي، او خلک بايد په  دې پوه شي چې د اذان په وخت کې هم خوراک کول ممنوع دی.

د پېشنمي له پای ته رسولو وروسته په زړه کې نيت کول بسنه کوي، او که په ژبه دا توري ووايي غوره ده:
بِصَوْمِ غَدٍ نَوَیْتُ مِنْ شَهْرِ رَمَضَانَ.
ژباړه: د رمضان سبانۍ ورځې روژې نيت کوم.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب