د پکتيکا ولايت پېژندنه

د پکتيکا کلمه دوه نيم زره کاله وړاندې د يونان مشهور مورخ هيرودت په خپلو اثارو کې راوړې، پښتانه يي د (پکتي او پکتويس) په نامه او د دوى ټاټوبى او مسکن يي د پکتيکا په نامه ياد کړى دى .

د پکتيکا کلمه غالباً له ( پکهت = پښت ) او (کا = خا = خوا ) څخه جوړه شوېده ، ښايي چې اصلاً يي ( پښتيخا = پښتخوا ) وه ، خو يونانيانو له خپلې لهجې سره سمه پکتيکا ليکلې ده . پکتيکا په پخواني وخت کې زموږ د هيواد (آريانا)د يوه تاريخي ولايت نوم دى،هغه د(پښت) يوه برخه له (بخدي بخديا) څخه د سپين غره شاوخوا لمنو ته راغله نو دغه ځل يي نوى ټاټوبى (پښتيخا) اوياد(بخديا) په صورت (پښتيا) وبلله ، چې دغه نوم د يونانيانو له خوا (پکتيکا او پکتيا) ليکل شوى دى .

پکتيکا
پکتيکا
پکتیکا
ګردیز-بالا حصار

د پکتيکا د ولايت برېدونه د زياتو مورخينو له خوا د سپين غره او کسې غره شاوخوا ځمکې ښودل شوې دي او ځينو تر اندوس (اباسين) پورې دغه بريدونه رسولي دي . پکتيکا ولايت په (١٣٥٨) ل.ل کال د ببرک کارمل د زمامداري په دوره کې له غزني او پکتيا ولايتونو څخه بېل او د پکتيکا په نوم ونومول شو. نوموړى ولايت د افغانستان په جنوب کې پروت دى، چې شمال ته يي د پکتيا او غزني ولايتونه، شمال ختيځ ته يي د خوست ولايت،ختيځ او جنوب ته يي پاکستان ،او لوېديځ ته يي د غزني او زابل ولايتونه پراته دي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب