د پيغمبر (ص) ددعوت وسايل زمونږ په لاس كې دي

كله كله يو ورور وايي چې داسې خلك شته چې غواړي مونږ سره ددعوت په لاره مزل پيل كړي خو زه نه عالم يم او نه ملا، زه له ده سره څه چل وكړم؟ هيڅ په چاره نه پوهيږم.

دى فكر كوي چې دپيغمبر صلى الله عليه وسلم كوم حديثونه چې لولي هغه صرف دتبرك لپاره دى او بس.

خو دى بايد پوه شي چې هر تبركي څيز بايد خپل اثر ولري چې هغه لـه لاسته راوړنو او توليد څخه عبارت دى، لكه چې داخوان يو تن خپلو ملګرو ته وايي:
اې وروڼو! څرخي تسپې كړئ او تسپې څرخي او په زيات لاسته راوړنواو تار جوړولو سره الله ته عبادت وكړئ.

كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: (تبسمك في وجه اخيك صدقة) [دورور په مخ كې دې موسكا صدقه ده]، معنا دا چې كه دمسلمان ورور په وړاندې موسكاونكړې نو صدقه نلرې. نو كه هر مسلمان بل مسلمان سره په موسكا او پراخه ټنډه مخامخ شي يقينا چې دمينې، محبت نه ډكه روښانه اسلامي ټولنه مو رامنځ ته كړه او همدغه ده دپاكې او ريښتينې موسكا بركت او اغېزه.

الله تعالى په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې نيوكه وكړه چې كله يې خپل يو صحابي عبدالله بن ام مكتوم ته مخ تريوكړ: (عبس وتولى ان جاءه الاعمى) پدې توګه ته به دا خبره درك كړې چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم چې څه ويلي دي هغه ددعوت يو اسلوب دى، يوه ښه او اّسانه وسيله ده، دتربيې او روزنې يو پلان او كرښنده ده چې بنسټونه ږدي، ودانۍ پرې كوي او اسلامي امت جوړوي.

ګرانه وروره! دادى دپيغمبر صلى الله عليه وسلم له مباركو احاديثو څخه ديو حديث شريف مثال چې لاس دې په يو لړ ساده، بسيطو او اسانه وسايلو او طريقو باندې ږدي چې هر بلونكى پرته لـه كوم تكليف او زيار څخه ورنه ګټه اخيستلى شي. ته به وګورې چې دغه وسايل او اسلوبونه څه داسې پټ شيان نه دي صرف دومره ده چې زمونږ او ستاسې ذوقونه او حواس ترې غافل او ماتل پاتې شويدي، او دا به هم درته جوته شي چې مونږ ددعوت ټول وسايل دخپل ايمان او خپلې عقېدې له سرچېنېي څخه لاس ته راوړو.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي:
-حق المسلم على المسلم ست:
– اذا لقيته فسلّم عليه.
– واذا غاب فتفقّده.
– واذا مرض فعده.
– واذا دعاك فاجبه.
– واذا عطس فحمدالله فشمّته.
– واذا مات فشيعه.

ديو مسلمان حقونه په بل مسلمان باندې شپږ څيزونه دي:
– چې كله ورسره مخ شوې سلام پرې واچوه.
– كه نه ښكاريده پوښتنه يې وكړه.
– كه ناروغه شو پوښتنې ته يې ورشه.
– كه دعوت او بلنه يې دركړه دعوت يې ومنه.
– كه وپرنجيد او الحمدلله يې وويله نو (يرحمك الله) ورته ووايه.
– او كه وفات شو او په حق ورسيد جنازې ته يې ورشه.
پيل او شروع دلته زمونږ په لاس كې ده:
چې كله ورسره مخ شوې نو سلام پرې واچوه:
هو، سلام دلته دټولو هغو خبرو كيلي ده چې وروسته ورپسې راځي.

سلام دمسلمان تحفه او ډالۍ ده چې په لاس وركولو سره نوره هم مزبوتېږي، او سلام اچول بايد په خندان مخ دمينې او محبت په فضا كې وي، ځكه هر سلام خو زړه ته نشي كوزيدلى څو چې په پراخه ټنډه او مينه ناكه لهجه نه وي. او له سلام نه وروسته چې دنوم، وظيفې او اوسيدو ځاى په پيژندلو سره تعارف وشي، نو بې له شكه هغه بنسټ كېښودل شو چې وروستني پړاوونه پرې بنا كيږي.

او چې كله نه ښكارېده پوښتنه يې وكړه:
دتعارف او پېژندګلوۍ طبيعت او فلسفه همداده چې يو انسان سره دې تعارف وشو او بيا درنه څه لږ زياته موده نادركه شو نو درباندې لازم ده چې پوښتنه يې وكړې، په تليفون سره يا په ليك سره او يا په ورتګ او ملاقات كولو سره.
او كه ناروغ شو نو پوښتنې ته يې ورشه:

هر يو انسان په خپل ژوند كې دالله تعالى له يو شمير سننو او قوانينو سره خامخا مخ كيږي. كله خوښ وي، كله خفه وي او كله ناروغ. او دغه هر يو حالت په تا لازموي چې له نوموړي انسان سره په همدغه حالت كې اړيكې ټينګې كړې او په كښې ددعوت نښې نښانې څرګندې كړې. مثلا خبر شوې چې فلانى ورور ناروغه شوى، په بيړه پوښتنې ته ورشه، لږ شان ورسره كښېنه او نرم او مينه ناك مجلس ورسره وكړه او هغه دعا ورته وكړه كومه به چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ناروغ ته كوله:(لا باس طهور ان شاء الله) ، اذهب الباس رب الناس اشف وانت الشافي لا شفاء الا شفاءك شفاء لا يغادر سقما . او څومره به ښه وي چې كه له ځان سره يوه مناسبه هديه او ډالۍ هم وروړې. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: (تهادوا تحابّوا) [ډالۍ سره وركوئ چې مينه او محبت مو مينځ كې پيداشي].

ابوهريره رضي الله عنه له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه روايت كوي چې ويل يې: (من عاد مريضا أو زار أخا له في الله ناداه مناد بأن طبت وطاب مسعاك وتبوأت من الجنة ) . [څوك چې دناروغ پوښتنې ته لاړشي او يا ديو مسلمان ورور كتنې ته ورشي نو يو اواز كوونكى ورته اواز وكړي چې: خوښ اوسې او تګ دې خداى ښه كړه او په جنت كې دكور خاوند شې].

كله چې دناروغ پوښتنې ته ورغلې نو لـه هغه سره به حتما نور ملګري او انډيوالان وي نو هڅه وكړه چې دخبرو دعادي بهير په ضمن كې لـه هغوى سره په مهربانۍ او درناوي تعارف او پيژندګلوي وكړې په دې هيله چې كيداى شي بيا بيا ورسره مخ شې. پام كوه چې دناروغ دپوښتنې په وخت كې په اخبار، مجلې او بې مورده خبرو باندې بوخت نشې چې دپوښتنې هدف به له مينځ نه لاړشي. كله چې دناروغ كور ته ورغلې نو هغه ځاى كې كښېنه چې دكور خلكو درته ښوده. روايت كې راغلي: من دخل دار قوم فليجلس حيث أمروه، فإن القوم أعلم بعورة دارهم . [څوك چې يو چا كره لاړشي نو هغه ځاى كې به كښېني چې دكور خلك ورته امر كوي ځكه دكور څښتن دخپل كور په پرده ښه پوهيږي].
او كه دعوت يې دركړدعوت يې ومنه او ورشه:

دتېرو مراحلو او پړاوونو څخه وروسته به ګورې چې اړيكې ټينګيږي او زړونه سره نژدې كيږي. او كيداى شي په ملګري دې دخوښۍ او خوشحالۍ حالتونه لكه: برياليتوب، كوژده، واده او داسې نور راشي او تاته په كښې دعوت او بلنه دركړي، نو ته بايد لدې فرصت څخه ګټه پورته كړې او حتما ورشې. ځكه دا يو داسې مفت ديني او طبيعي فرصت ده چې الله پاك يې درته په لاس دركوي پرته له دې څخه چې ستا لخوا په كښې كوم رول او غرض وي. او له دې نه وروسته نو ښايي چې ته هم دى دغسې ورته مناسبتونو ته را دعوت كړې.

او كله چې وپرنجيد او الحمدلله يې وويله نو (يرحمك الله) ورته ووايه:
سړى كله يو ځاى كې ناست وي، سفر وي، كور وي، كنفرانس وي، او يا داسې نور دغم ښادۍ كوم مجلس وي، ترڅنګ يې يو بل څوك وي چې دى يې نه پيژني. نه پوهيږي چې څنګه ورسره خبرې پيل كړي ـ خبره خو هم يوه بانه غواړي ـ ناڅاپه سړى وپرنجيږي او فرصت په لاس درشي، مخ به ورواړوې په داسې حال كې چې په شونډو دې موسكا خوره وي، په مينه او مهربانۍ به ورته ووايې: يرحمك الله (الله دې درباندې ورحميږي)، لكه چې دعا ورته كوې او په حقيقت كې دعا هم ده.

نو ددعا دغه كلمات به په دغه احساس او شعور سره پرته له شك او شبهې نه دنوموړي په زړه كې په خاص خوند او لذت ځاى ونيسي، ټكان به وركړي، وبه يې خوځوي او ستا دهر ډول مجلس او خبرو اوريدو ته به يې چمتو كړي.
او كه وفات شو جنازې ته يې ورشه:

كيداى شي تاسو ته پوښتنه پيداشي چې لـه مرګ نه وروسته نو نور څه پاتې دي؟

حقيقت دادى چې ديو مسلمان جنازې سره تلل په اصل كې دخپل ځان جنازې سره تلل دي! ځكه په دغه وخت كې انسان خپل مصير، ځنكدن، غسل، قبر، قيامت000 تصور كوي او دهغه په هكله سوچ او فكر كوي. دا لا په ځاى پريږده چې دجنازو مشايعت او بدرګه داسلام سنت او دمسلمانانو دمرستې، مينې او يووالي نښه او مظهر ده.

له جنازې نه مخكې تا يواځې خپل وفات شوى ملګرى پيژانده او دادى اوس دې په جنازه كې دهغه ټول خپل خپلوان او لرې نژدې خواخوږي وپيژندل.
ابوهريره رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: من شهد الجنازة حتى يصلي عليها فله قيراط، ومن شهدها حتى تدفن فله قيراطان. قيل: وما القيراطان؟ قال: مثل الجبلين العظيمين . [څوك چې ديو مسلمان جنازې ته حاضر شو او دجنازې لمونځ يې وكړ هغه لپاره يو قيراط (اجر) دى، او څوك چې ترښخېدو پورې ايسار شي هغه لپاره دوه قيراطه دي. پوښتنه وشوه چې (دوه قيراطه) څه شى دي؟ ورته ويې ويل: ددوه غټو غرونو په اندازه (اجر او ثواب)].


د ززړونو ته لار له کتاب څخه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب